کور / سياسي / په کراچۍ کښي دپښتنووژنه اوسیاسی ګوندونه…؟

په کراچۍ کښي دپښتنووژنه اوسیاسی ګوندونه…؟



کراچۍ دپاکستان یوداسي ښاردی چي هلته په پاکستان کښي استوګن دهرقام وګړي ژوندتېروي.په کراچۍ کښي په دویم شمېرلوې آبادي دپښتون قام ده.په کراچۍ دکښي دپښتنوترڅنګ هندوستاني مهاجرهم آباد دي. خو دغه مهاجردپاکستاني ترهګرالطاف حسین په مرسته دایم کیوایم بدمعاشان هره ورځ پښتانه وژنی اودپښتنوپه کاروبارقبضه کول غواړي.دې ترهګروپه څوځله پښتانه وژلي دي.دپښتنوپه ښتمنیویې قبضه کړې ده. د دې ترهګرومرسته هروخت دپاکستان دحکومت له خواسوې ده.دضیادواکمنۍ په مهال کښي ضیاالحق ددوي مرسته کوله.دوي دپښتنوبرسېره دکراچۍ و نورو وګړوته په ګونۍ کښي بندمړی ورکول.ددوي دلاسه دکراچۍ ټوله وګړي په خپلوکورونوکښي ایثاروو خوضیاالق ددوي په ضدهیڅکله هم عملیات ونکړل ودوي ته یې وسله اونورمرسته ورکړه.


د پرویزمشرف دمارشل لاپه وخت کښي ددې ترهګرو نوره مرسته وسوه.مشرف دیوهندوستاني مهاجرپه توګه دوي هرډول مرسته وکړه.دایم کیوایم قاتلان یې د حکومت برخه کړل.دغه شان ددوی په قدرت کښي نوره وده وسوه.دغوترهګروپه تېروختوکښي په پټه پښتانه اونوروګري وژل خودمشرف دواکمنۍ په وخت اوپه اوسني وخت کښي چي دعوامي نیشنل ګوند، پیپلز ګوند،جمعیت علمااسلام سره په ګډه توګه دحکومت برخه دي په ښکاره پښتانه وژني خودومره څوک نسته چي ددوي ومخته ودرېږي.پښتانه وژل کېږي دتپوس کولویې څوک نسته .


له تېروڅوورځوراهیسي دکراچۍ په پښتنوقیامت راغلی دی. ځکه چي دایم کیوایم ترهګر په ښکاره پښتانه وژني.په داڅوورځوکښي یو شمېر پښتانه وژل سوي دي.پلورنځي(دکانونه)یې سېزل سوي دي اومالونه یې لوټ سوي دي.خودومړه څوک نسته چي ددې ترهګروپه ضدږغ اوچت کړي.دخفګان خبره خوداده چي په پارلیمان کښي ناست دپښتنوپه نامه سیاست کونکي داې این پي مشران،دجمعیت علما اسلام مشران،ق لیګ پښتانه دن لیګ پښتانه دپیپلزګوندپښتانه پټه خوله دي.دوي تراوسه پوري په ټینګه دایم کیوایم وترهګروته خبره نه ده کړې اونه یې دپښتنودوژل کېدوپه ضدیوښکاره موقف رامخته کړی دی.


 بلي خوا ته جماعت اسلامي هم په کراچۍ کښي دپښتنودوژل کېدوپه ضد پټه خوله ده.هم دارازتېره ورځ په کراچۍ کښي دیوقام پرسته ګوندچي دایم کیوایم سره دسندهـ اوپه اسلام آبادکښي دحکومت برخه ده چي وځان ته دپښتنوټیکـدارګوندوایي دسندهـ دایالتي صدردزوي په واده کښي ترپښتنوزیاته دایم کیوایم و دغو ترهګرو مخکښانوته بلنه ورکول سوې وه.دکراچۍ دپښتنو غم به څوک کوي..؟ځکه چي ترواسه پوري په حکومت کښي برخه لرونکي پښتانه پټه خوله دي.


دحکومت دپاره یې پښتانه په کراچۍ کښي دمرګ وخولې ته ورکړي دي. دوي خپل دحکومتي څوکۍ دساتلودپاره دانه غواړي چي ایم کیوایم درواني ترهګري په ضدحکومتي څوکي پرېږدي اویاوایم کیوایم ته لیکه کښ کړي چي تردې لیکي راواېښتلې بیابه دي خیرنه وي.پکاردی چي وځانته دجمهوري ګوندونوم ورکونکي پیپلز ګوند، عوامي نیشنل ګوند،اوداسلام په نوم سیاست کونکی ګوندجمعیت علمااسلام دي دایم کیوایم دترهګروپه ضدخپله کړن لاره پالیسي وټول قام ته ښکاره کړي.


ځکه چي کوم پښتانه چي په کراچۍ کښي وژل کېږي هغه پښتانه یواځي دپښتونخواملي عوامي ګوندپښتانه نه دی اونه یواځي هغه پښتانه دي چي له سیاست څخه لیري پاته دي بلکې په کراچۍ کښي چي وژل کېږي په هغوکښي داې این پي،پشتونخوا،جمعیت،پیپلزګوند،ن لیګ اودنوروګوندوسره اړه لرونکي پښتانه دي. تر څو پوري چي پښتانه سیاسي مشرانوپه کراچۍ کښي رواني ترهګري په ضدلاسونه سره نه وي ورکړي ترهغه وخته پوري به په کراچۍ کښي پښتانه وژل کېږي او جنازې به یې په کراچۍ کښي اوپه کوټه پېښورکښي کېږي.اوس هم وخت دي ټوله سیاسي پښتانه چي د هرګوندسره اړیکي لري دکراچۍ دپښتنوپه هکله دي ښکاره موقف خپل کړي که چیري پښتنوسیاسي مشرانودکراچۍ دپښتنوپه هقله ښکاره موقف خپل نکړی نودغه شان به په کراچۍ کښي پښتانه وژل کېږي سیاسي ګوندونه به دپښتنوپه سرخپلي سوداوي کوي.اودپښتنو به په دې سیاسي مشرانوباروختم سي اوخپل دژغورني به ځانته خپله یوه لاره وټاکي.ځکه چي تراوسه پوري خوپه حکومت کښي برخوالوسیاسی ګوندودکراچۍ دپښتنوپه هقله ښکاره موقف نه دی خپل کړی.کومه چي دکراچۍ دپښتنواوددغوسیاسي ګونددزیان خبره ده.