کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د دې تېري، وژنو او ترينګلي حالت دختمولو لپاره څه په کار دي؟

د دې تېري، وژنو او ترينګلي حالت دختمولو لپاره څه په کار دي؟

درنو لوستونکو ! لکه چي وينو او پوهيږو د نړۍ د تاريخ په دې حساسو
شېبو کي پر ټولو مسلمانو ملتونو باندي د امريکايي او لوېديزو سراښو، بې رحمو او بې
پتو کفارو، اشغالګرو او سر کښو يهودو او بت پالو او پيسه خوښو هنودو او د هغو د
لاسپوڅو، چوپړيانو او حاضرباشانو او سيمه ييزو فرهنګي او اداري سربازانو لخوا د
توطئو، جګړو، جاسوسيو، فساد او فحشا، او ډول ډول نورو تېريو، ظلمونو او ورانيو بهير
ډېر ګړندى سوى دى. خو په دې ولسونو کي په افغانستان او پاکستان کي پښتانه مسلمانان
د دوى د کفر ماتوونکي تېر تاريخ په کتو او په اوسني عصر کي د دوى د اتلوليو او
شهامتونو په څرګندېدو سره تر ټولو زيات د دې شيطاني ځواکونو د دسيسو، زورونو او
کړاوونو سره مخامخ سوي دي. دا ځکه چي نړيوال استکبار، په سر کي امريکا او انګرېز له
پښتنو مسلمانانو څخه د نورو په نسبت زياته سترګه کوي او له دې امله د دوى د لا زيات
بې اتفاقه کولو او کمزوري کولو لپاره او د دوى د مړاني د حس د له منځه وړلو او خنثا
کولو په موخه يو په بل پسې هر څه زيات او سترناورينونه او مصايب پر تپي. څو که وسي
چي د دې پر دين او خپل اسلامي ټاټوبي مين ولس په ټکولو، سپکولو، تعجيزولو او د نړۍ
د تمدن له کاروانه د هغو په شا تمبولو سره خپلو شومو موخو ته په آسانۍ سره
ورسيږي.
 پر دې بنسټ د نورو ډول ډول ورانکاريو او ترهګريو ترڅنګ دوى په
پرله پسې توګه د افغانستان او پاکستان په پښتون مېشتو سيمو کي پر کلو او بانډو
باندي بې درېغه او قصدي بمبارۍ کوي او د ناکراريو او بې امنيتيو اور ته لمن وهي. چي
په دې توګه يې تر اوسه په زرګونو بې ګناه پښتانه شهيدان کړي، ډېر يې ټپي او معيوب
کړي او د ډېرو شته او مځکي او کښتونه يې ويجاړ او د خاورو سره برابر کړي دي او
دالړۍ يې تر همدې اوسه په سپين سترګۍ، بې حيايى او بشپړ قوت سره روانه ساتلې ده. چي
د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په ګنج آباد او ګراني کلو کي وروستۍخونړۍ فاجعه يې
له ډېرو رڼو بېلګو څخه يوه بله بېلګه ده.
 لکه چي ګران لوستوکي خبر دي په
دې وروستيو کي حامد کرزى او آصف علي زرداري د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په امر د
هغه درناوي او له هغه څخه د پښتنو د لا ډېر وژلو او د پښتني سيمو د لازيات ويجاړولو
په هکله د لارښوونو د اخيستلو لپاره امريکا ته تللي وه. د دوى د دې سفر په درشل کي
امريکايي تېري کوونکو، بې رحمو او ويني بهوونکو ځواکونو د فراه د بالابلوک په
نوموړو کلو کي په هوايي بريدونو او بمباريو کي تر سلو زيات بې ګناه افغانان وژلي او
د هغو خپلوان يې د هغو د مرګ پر ټغر کښېنولي دي. له بله پلوه يې هلته په سوات او
نورو پښتون مېشتو سيمو کي د محشر ورځ جوړه کړې ده. چي تر اوسه پاکستاني نوکرو
پوڅونو او امريکايي بې پيلوټه الوتکو په سلګونو پښتانه( ښځي نارينه او کوچنيان)
شهيدان کړي او په زرګونو نور يې د خپلو کورونو پرېښولو ته اړايستلي او کورونه او
شته يې ور چور کړي دي. چي لوى څښتن (ج) دي شهيدانو ته جنتونه په نصيب کړي، پاته
کسانو ته دې خداى صبر ورکړي. د بې ځايه سوو کسانو دي لوى څښتن وزله وکړي او قاتلان
او وير زېږوونکي دي الله پاک په خپل قهر او غضب اخته کړي.
 لکه چي پوهيږو
دغسي پېښي دمخه هم خورا ډېري سوي دي، خو د لري او بري پښتونخوا د وژلو سوو، ژوبل
سوو او کور خرابو سوو افغانانو غور هيچا نه دى کړى. صرف کله ناکله په افغانستان کي
تر دغسي کومي يوې پېښي وروسته د ځينو امريکا پلوو کړيو لخوا څه رياکارانه او
غولوونکي اوتي بوتي ويل سوي او يا هم د تېري کوونکو ځواکونو د کوم مشر لخوا بخښنه
غوښتل سوې ده او بس.
 درنو دوستانو ! که لږ ژور فکر وکړو پوهيږو چي د دې
دولتي او نړيوال تروريزم تر څنګ د هيواد پر اکثريت پښتانه ټبر باندي او په پښتون
مېشتو سيمو کي ډېري نوري ډول ډول نادودي او ناخوالي، محروميتونه، اداري او اجتماعي
فسادونه، بې غورۍ، بې امنيتۍ، بې کارۍ ، نابرابرۍ په قصدي او عمدي توګه تپل سوي او
رامنځ ته سوي دي. همدا راز پښتون اکثريت ټبر ته د اقليت په سترګه کتل کيږي، بلکي په
ځينو مواردو کي د اقليت حقوق لا هم نه ورکول کيږي، پښتو ژبي ته يې د دوهمي او سيمه
ييزي ژبي حيثيت ورکړى او د هغې د ورکېدو او خرابېدو لپاره ډول ډول هڅي په لار اچول
سوي دي.
 د هيواد د اکثريت وګړو ماليې او محصولونه او د دې اکثريت د وينو
په بدل کي له بهره ترلاسه سوي مرستي تقريباً ټولي د غير پښتني سيمو پر ودانولو
لګيږي او يو عشر عشير يې په پښتني سيمو کي په قصدي توګه پر بې ضرورته چارو مصرفيږي.
چي د دې ټولو، ښکېلاکي، خاينانه او ملي ضد کړنو او په هيواد کي د مېشتو وروڼو
قومونو پر يو بل باندي د نيت بدولو لپاره د قصدي او پاروونکو عملونو د ترسره کولو
په پايله کي زموږ تقريباً ټول وکړي له حپلو حقه انساني او خداى ورکړو حقوقو څخه بې
برخي سوي، پوهان مو يا په پردو هيوادونو کي د پردېسۍ ترخې شپې تېروي يا په خپل وطن
کي د بېګانه وو په څېر په کامل محروميت کي اوسي او يا د سياسي تبعيديانو يا په خانه
نشيني د محکومو کسانو غوندي په کورونو کي منزوي او ګوښه کړى سوي دي. زيات شمېر هم د
هيواد په دننه او دباندي کي د امريکايانو او د هغو د ګوډاګيانو په زندانو نو کي
وراسته سوه. او په مليونو پښتانه په بېکاريو، بدمرغيو، ناروغيو او بې برخيو کي د
کار او وچي ډوډۍ په ارمان د وير او لوږي لالهاندي توري شپې سبا کوي او په دې
اسکېرلي حالت او نهيلۍ کي ځانونه تر مرګه رسوي. هيڅ پښتون په هيڅ ځاى کي ځان مصئون
نه ګڼي او بېله څه جرمه مجرم ايسي. البته القاعده او طالب خو اوس د پښتانه لقبونه
ګرځېدلي دي.
 خو د هيواد د مطلق ډېرکي په دغسي ناخوښه، ويرجن او کرکجن حالت
کي د نورو ولسونو يو شمېر پردي پال او د تېري کوونکو غليمانو نازولي چي خپل خلک هم
تر پوزي ځني راغلي دي او کرکه او نفرت ځني کوي، ګردسره ډالر مسته سوه. د نشه يي
توکو، قېمتي ډبرو او نورو د مافيايي قاچاق وړونکو سره په لاس يو کولو سره غوښني ګټي
په لاس راوړي. د هيواد په دننه او دباندي کي يې څو پوړيزي ماڼي پيدا کړې، په دولتي
او د خلکو په مځکو کي يې عصري ښارګوټي او کالونۍ دواني کړې.ستر مارکېټونه، هوټلونه
او د ودونو سالونونه او ډېر نور يې د ښاري نخشو په خلاف د پردو په زور جوړ کړل. په
زرګونو جريبه دولتي او لامالکه مځکي يې پدري او قباله يې مځکي سوې. ارګابارګا،
باډيګارډان، ساتونکي، نوکران او چاکران او غوړه مال مداحان يې وموندل. ستر تجارتي
شرکتونه او عايد موندونکي بنسټونه يې تاسيس کړل. ټولي دولتي چوکۍ، افغاني سفارتونه،
قونسلګرۍ او بهرنۍ موسسې يې د بهرنيانو په پېژندګلويو ، واسطو او تعرفو غصب کړې. د
هيواد په دننه کي يې نازدانه بچيانو ته د زده کړي او تحصيل ښې زمينې برابري سوې او
په بهر کي د لوړو تحصيلاتو بورسونه او چانسونه ورکړل سول. نوي ماډل موټران يې تر
پښو لاندي دي او د يو بل په سيالي د لوېديزو عياشانو په پېښو عياشۍ او موډ او فېشن
کوي. که يې څه هم ژبه ( زموږ د هيوادوالو خوږه دري ژبه)د پردو د توطئو له امله په
هر څه کي لومړۍ او رسمي باله سي خو دوى يې پر ځاى انګرېزي وايي او که يې لانه وي
زده کړې يو يو تورى انګرېزي خو نو خامخا ځاى بې ځايه ورسره ګډوي. چي په دې توګه
زموږ دغي ملي ژبي ته ستر تاوان اړوي. البته د اسلام او افغانيت ضد کارونه خو بېخي
له آزادۍ او دموکراسۍ څخه ګته اخيستنه ګڼي.
 دا لا څه کوې ځيني پښتون اصلي
پردي پالي يې هم د ځان کړي دي. يا دوى پخپله د دوى سره او يا يې د خپلو بهرنيو
کالخوايانو سره لاسونه يو کړي او د خپلو پښتنو سره د پردو او اغيارو غوندي کړنه
کوي. هغوى هم په خپلو چالاکيو ځانونه د دوى پوړۍ ته تقريباً رسولي دي. او يايې د
دوى پېښو ته ملاتړلې ده. په هر څه يې سر خلاصيږي خو سر نه خلاصوي. د ډېرو پښتنو بد
حال او د هغو سره قومي، سيمه ييز او ژبنى تعصب د ژړۍ په دښته، د بولدک په پنډغالو،
کندز، فارياب ، بدخشان او نورو ځايونو کي ويني خو سر نه په ګرځوي او د کندهاريانو
په اصطلاح تله پر تېروي. د ځينو پوهو پښتنو اسلامولي، هيواد دوستي او مناعت نفس
ويني، په ليکنو کي يې رشتيا او حقايق لولي او خپله هم په دې خبرو ښه پوهيږي، خو
څنګه چي يې په ټيټتيا کي عاجله ګټه ليدلې ده، ځکه يې نو هغې ته ترجيح ورکړې ده!! حق
ناحق برېښوي، رشتيادرواغ ايسوي د ننګ پر خبرو غوږونه کاڼه اچوي، خو که د بادار د
درواغو خبره وي په ډېر دقت يې څېړي او ډېر فکر پر کوي چي په يو ډول نه يو ډول يې
درواغ رشتيا جوت کړي. دا لا څه چي په خپلو ټيټو کړنو ثابتوي چي د يوه رشتياني
مسلمان او هيواد او افغان دوستي مېړني په پرتله يې بې دينه، فاحش او ارمونى( حرامي)
امريکايي ډېر خوښ دى.
 نو ګرانه لوستونکې ! ته څه فکر کوې چي په دغسي زړه
زوروونکي حالت کي زه او ته د يوه بادرده مسلمان افغان په حيث څه بايد وکړو؟ نور
پښتانه او د هيواد د نورو وروڼو ولسونو شريف او پتمن مسلمانان چي د هيواد د ژغورني
لپاره څه کوي آيا ملامت باله سي؟ که بر عکس حق په جانب؟ که څوک د بهرنيانو د
پلويانو د سولي دروغجني خبري ومني آيا دا به له اسلام، افغاني دودونو او اکثريت
خلکو د حقوقو څخه د تېرېدو معنا او د کفر د سلطې او پورتنيو نادودو دمنلو او زغملو
او پر هغو باندي د سترګو پټېدو او ملي خيانت معنا ونه لري؟
 همداراز ګرانه
لوستونکې ! تا دا فکر کړى دى چي دا اوسنۍ مخ پر ډېرېدو او پراخېدو ناخوالي او بد
امنۍ به تر کومه زغمو؟ او تر کومه به دوام لري؟ آيا کومو ښاغلو چي د ولسمشريزو
ټاکنو په اړه ډرامو ته ورته ډنډورې په لاره اچولي او ځينو بدنامه توپک سالاران خپل
مرستيالان غوره کړي دي او هر يو له دې په ډول ډول بې پايه بخولو کي غرق ولس څخه د
رايي ورکولو هيله لري، هغو په خپلو خبرو او کړنلارو کي ملت ته کومه داسي هيله ورکړې
ده چي دغه ناخوالي به څه مهال پاى ته رسيږي؟ او کله او څنګه له دې کړاوونو
خلاصيږي؟
 خو که ځانونه ونه غولوو پوهيږو او څرګنده ده چي دوى د ملت په غم
کي نه دي. بلکي هر يو خپلو شومو هيلو او ګټو ته د رسېدو لپاره خپل امريکايي بادار
ته ځان ښه او وړ چوپړى څرګندوي او ډېر يې د هغه د ملاتړ د ترلاسه کولو کوښښ کوي او
هغه را ننګوي. نه وينئ چي څو ورځي مخکي د کرزي او اوباما او هيلري کلينټن تر منځ د
کرزي په وينا نرمه غېږ ايستنه روانه وه. دغه مهال داسي فکر کېدى چي د اوباما، په
تېره د هيلري له کرزي څخه ډېر بد راغلي دي او کرزى به هر وخت په دې غېږ ايستنه کي د
هيلري لخوا غوځار او د نيوکو تر لغتو او ګونډو لاندي ښکارېدى. خو اوس د لوبي په پاى
کي داسي ښکاري چي تر نورو يې هغه څه غښتلى په پام ورغلى دى. ځکه يې نو بېرته پر
کرزي صاحب لاس تېر کړ او رايه ورکوونکو ته ورښيي چي بيا هم دى زموږ د خوښي سړى دى
او د نورو په پرتله موږ ته ګټور دى. نو که مو رايه ورکول ده ته يې ورکړئ، که څه هم
زموږ د خوښي سړى ستاسي بې رايي هم ولسمشر کېداى سي!!
 ښه ګرانه لوستونکې !
نو په دغسي شرايطو کي خلک بايد څه وکړي؟
 دا نادودي، بمبارۍ او ناامنۍ
ومني؟ نه !
 کرار کښېني او خپله اسلامي دنده او ملي مبارزه پرېږدي؟
نه!
 ووايي چي زه خو بې وزلى سړى يم په مايي څه؟ او نيمه ډوډۍ د کوټې پاى،
شعار ورکړي؟ نه!
 په دغسي ولسمشريزو ټاکنو کي برخه واخلي او که د هيواد د
ژغورلو او د دغو مصايبو په له منځ وړلو کي په همت او مړانه ګډون
وکړي؟
 هرومرو جواب دادى چي په دغسي ولسمشريزو ټاکنو کي برخه اخيستل هيڅ
درد نه درملوي، بلکي دا د ظالمانو سره مرسته باله سي چي د ظالمانو سره مرسته، ان
هغو ته تمايل د اسلام له نظره او د قرآن کريم په حکم په قطعي توګه حرام باله
سي.
 نو د هيواد د ژغورلو او د دې خاوري د اکثريت وګړو د حقونو د اعادې او
زموږ د اسلامي او ملي نواميسو د ننګي او د ګران افغانستان د خپلواکۍ د بيرته ګټلو
لپاره بايد اسلامي او هيوادنۍ هلي ځلي وسي.
 خو څنګه او په څه
ډول؟
 ګرانه وروره! د دې پر له غوټه سوي کلاوې د پرانيستلو يوازنۍ چاره په
فعاله توګه په ځان، مال او ژپه او قلم د هيواد د ملي مبارزينو ننګه او ملاتړ دى. په
بل څه زموږ او ستاسي دا وژني، ورانۍ او بدمرغۍ نه ورکيږي، بلکي په دې يوويشتمه پېړۍ
کي به د قرون اولى غوندي غلامان راڅخه جوړسي. او ملک به مو يو وروسته پاته افريقايي
هيواد غوندي سي، چي واک اختيار به يې هم د پردو غليمانو په لاس کي وي.
 موږ
ته ښايي چي نور ځانونه ونه غولوو او پرې نه ږدو څو بالاخره موږ هر يو د دې بخولو
څکه وکړو او دا خړ سيلاب موږ ټول د نېزوړو په شان ور سره يوسي. موږ ښايي د دغو تېرى
کوونکو او نيواکګرو او د دوى له ګوډاګيانو څخه د هيواد د ودانۍ او د هوسايى او د دې
عام وژنو د بندېدو او بې امنيتيو د پاى ته رسېدو تمه وشلوو او د هغو د دفعي نورو
موثرو لارو چارو ته پام واړوو.
 بيا هم په ټينګار سره وايم چي په دې هکله
ډېره ښه لار داده چي د قرآن کريم او نبوي سنتو د لارښوونو سره سم د دغسي تېري،
نيواک، ظلم او تعدى په وړاندي کلک ودريږو ، اسلامي قيام او ملي پاڅون ته مخه کړو .
د دښمن او د هغو د لاسپوڅو سره هر اړخيزه مقاطعه وکړو. ټول تاکني يې تحريم کړو.
همکاري ورسره ونه کړو او نوکرۍ او ماموريتونه يې خوشي کړو او د مصنوعاتو له رانيولو
څخه يې ډډه وکړو. ځکه د علماى کرامو د اسلامي ارشاداتو مطابق د دغو متجاوزو کفارو
او د هغو د پلويانو سره کارکول او همکاري حرام بلل کيږي او د توليداتو رانيول يې
ناروا کار بلل سوى دى. بېله دې صورته امکان نه لري چي دغه يرغلګر او جنايتکار کفار
اړ سي چي زموږ خاوره خوشي کړي او موږ يې له شره خلاص سو او د خپل هيواد خاوندان
سو.
 خو که په موږ کي ځيني جاسوسۍ ورته کوي. ځيني پر څنګ ورسره ځغلي ـ
مسلمانان ورسره وژني. ځيني يې پر چوکيو ، امتيازاتو او ډالرو مين وي او د مچانو
غوندي پر بڼيږي. ځيني پر خداى اعتماد نه لري او د خپل عيال روزي د دې متجاوزو کفارو
په چوپړ کي ويني. ځيني د هيواد د ملي شتمنيو او کانونو په غلا ، ټېکو او نورو
خاينانه، فجايعو او جرايمو کي ورسره شريکان وي. ځيني يې غذايي مواد او مهمات ور
رسوي. ځيني يې د رسنيو له لاري درواغ رشتيا کوي او د مسلمانانو تضعيف او بې اتفاقۍ
ته لمن وهي. ځيني پر حق او حقيقت سترګي پټول او د کندهاريانو په اصطلاح تله تېرول
هوښياري بولي او حقايق نه وايي. ځيني جبن او بزدلي او مضر احتياط لازم او د شرايطو
تقاضا ګڼي. ځيني وايي چي زه خو غريب سړى يم بايد خپله شپه تېره کړم. ځيني پر اسلام
پالو او هيوادپالو ناروا تورونه لګوي. او ډېرى بيا د سرناخلاصۍ په ناروغي اخته وي.
نو بيا مو دي لوى څښتن(ج) وزله وکړي.

د ليکوال لخوا يادونه :
 له اوسنيو احوالو څخه چي زما څه
درک دى، ماته يې دغه فکر پيدا کړى دى او دادى په پورته ډول مي څرګند کړ. له دې څخه
زما موخه صرف حقايق بيانول او له دې ناتار څخه زما د ولس را ايستل دي نه کومه بله
شومه هيله. نو په دې هکله نور د درد او نظر خاوندان څه فکر لري؟ هيله ده هغوى هم په
دې اړه خپل نظرونه څرګند کړي. والسلام .



په فراه کښی د بمبارۍ د قربانيانو په اړه د رويټرز راپور
:




د ډيورنډ پوري غاړه سوات کښي د جنګ – جګړو له امله د نژدې يو مليون
کورنيو بې ځايه کېدل :


تبصره نسته

  1. درونداودقدروړهمت صاحب سلامونه مومنه !

    خدای (ج)ستاپه شان دټولولیکوالانوقلمونه دحق په دفاع کي ګړندي ولري :
    په رشتیاهم پرکوم څه چي تادیواسلامي نظرې په رڼاکي بې پرې لیکنه کړې ده ،داهغه څه دي چي زموږټولنه ورسره لاس اوګرېوان ده ،داهغه څه دي چي موږیې دیوبېوسه ولس په توګه په ورځني ژوندکي په خپلوسترګووینو. داخبره به دګڼ شمېرروڼ اندوافغانانووزړه ته تېره سوې وي چي امریکازموږدښېرازۍ نه بلکه دبربادۍ په هیله افغانستان ته راغلې ده (مګرداهیلي به یې همیشه ناهیلي وي) خورترټولودپام ټکی دادی چي ولي غربیانویاددوی ملګرودپښتنوپه دوښمنۍ کي لاس یوکړی ؟یاپه بله اصطلاح ولي غربې اشغالګردپښتنودنابوده کولوپه لټه کي دي؟ دغه پوښتنه که څه هم تاڅه ناڅه جواب کړې چي ((هرتېری کونکی ځواک په سیمه کي یوازي اویوازي له پښتنوڅخه سترګه کوي اوپښتون ټبرته دخپل یرغل په وړاندي دمخنیونکي اتل په سترګه ګوري)) موږپوره باوري یوچي دپښتنودښمنانوخپله دوښمني په ډاګه کړې ده زه به ستاسومخ کي دنوموړي دوښمنۍ یوه بیلګه کښېښدم هغه ورځ په دوبۍ کي ټکسي وان راته خپله کیسه داسي کوي :

    [ په لارکي روان وم ملکي امریکانوراته ددرېدواشاره وکړه . ماورته موټرودراوی دوی په ټکسي کي سواره سول ،څوګامه چي لاړوامریکایي سوارلایانورانه پوښتني پیل کړې ، دکوم ځای یې ؟ ماویل پاکستان؟دوی راته و ویل پاکستان کي دکوم ځای؟ ماویل پېښور،دوی وخندل ښه ښه پښتون یې ؟ماویل هو،خوخندایې په تریوتندي وکړه . کله چي پوه سول چي زه پښتون یم نویې په رویه کي بدلون راغلی په بداخلاقي یې راسره مجلس مخ ته بېوی ، په خبروخبروکي ټاکلي هوټل ته ورسېدوکله چي کښته سول بیایې دکرایې راکولوڅخه نټه کول راته ویل چي تاولي موږپه وږده لارراوستو؟داچي مانوره وسیله له لاسه ورکړې وه نومي ورسره بدچلن شروع کړ چي په پیله کي مي کرایه په زورترې واخیستل] دټکسي وان له کیسې نه داپه ډاګه کیږي چي نه یوازي فوجي امریکان یاددوی پلوایان له پښتنوڅخه کرکه لري بلکه دملکي امریکایانوپه پچومفکورکي هم همدادکرکي توخم کرل سوی دی.

    دپښتنوپه اسلامي لارکي دیوه موټي کیدوپه هیله

  2. ښا غلی همت صاحب الله (ج) دي ژوند او همت نور هم در ډير که .لوي الله(ج)ستا سو غوندی صادق مسلمانان او ریښتيا ويونکي ليکوالان ډير کي .