کور / طنز / خوک وايرس طنز

خوک وايرس طنز

 ښه وروڼو تاسوخبرياست کرزی او زرداري امريکا ته تللي دي او پدې هم خامخا خبرياست چه او باما له له خپلو خلګو سره ده بدلون وعده کړې.هغه ويلي چه ده ټوله نړۍ بشر به له دغه نني ناورين څخه ژغوري موږ هم عجبه ساده ګان يو ده کرزی هغه وعدو مو چي ده تيرو انتخاباتو مخکي يي ده اولس سره کړی وې سبق وا نه خيست بيا مو ده ته تمعه پيدا شوه ياره دي به نو بيا ده کم باغ مورلۍ وي چه رښتيا به وايييو څه وخت مخکي چه بوش خوارکۍ ده امريکا ريس جمهور و هغه هم لکه ګل اغاشير زی هر چا چه به ورسره وخندل ده به ده خزانی خوله ورته خلاسه کړه ده بيت المال کور به يي ور خراب کړ ياره ډير خر اباتي و ښه سه سر به مو خوږوم يو ځل کرزی صاحب او مشرف ورغله په خندا خندا يي په دو نفرو په ميلياردو ډالره ورڅخه راوړه چه تر اوسه له طالبانو سره په جنګيدلبوش بيچاره خو نه پوهيدي ما مخکي هم وويل هر چا چه به ورته وخندل لکه ګل اغا شيري ده بت المال کور به يي ورخراپوه دده نيکه پيسي خو نه وي ده بيتلمال وې دده يي په څه ده خو خپله ګوزاره کول لاکين اوباما بيا هوښيار دی اوله ورځ يي لا خلګ په هوښياري ځانته را جلب خو کرزی او زرداری هم دوخت تجربه لرونکي دي ده دې واری دوې هم له انډيوالانو سره ورغله .خدايه خير پيښوې چه څه به وسي.اوباما خو هم خورا غټه لاپه وهلي وه ويل زه به ټوله نړي ته يو څه وکم. او ده اوسني حالت ته به تغير ور کړم او خلک به له لوږي وږغورمخو هغه چه فکر وکړی چه دادومره دونياخو لا هلته پريږده يواځي والله که کرزی او زرداری ده خداې را پدي خوا ده چا باباماړه کړې نو حيران وو چه څه وکړيپه همدا وخت اشپز ورته ده خوک ده غوښو کباب راوړي او مخته يي ورته کښيښودي کباب لاده نه و خوړلي چه يو بيچاره مچ پر کباب کښيناستي او پرهغه ځاي په شهادت ورسيدياوباما چه مچ يي وليدي يو ګړې حيران و .اوبيايي غوښي په پلاستيکي کسوړه کي واچولي او په خندا او ټوپونو يي شروع وه کړه دومره يي وخندل چه توبهاو سمدستي يي يو بندي له محبس څخه راوغوښتي او هغه ده خوک غوښي په وخوړلې او يو ده مکسيکو د طياري ټکټ او ښه ډيري پيسي يي هم ورکې او يي دا ورته وويل چه بيادي دلته ونه وينم پوليسو طياري ته پورته کړخو بندی بيچاره وروسته له يو هفتي ده هغه خوک ده غوښو دخوراک له لاسه په مکسيکو کي مړ شو اوپاته دمکسيکو خللکو هم له ده څخه ده تنفس دلاری دا خطرناکه مرض واخيستي ..او دا يو داسي مرض وو چه تر اوسه يي په نړۍکي يې ساری نه دی ليدل شوی .دنړی څه کم ده١٢هيوادو خلک ډير ژر په دغه مرض اخته شوه .آبس دايي نو ده او باما اقتصادي پلان او همدايي په سياست کي يو بي ساري بدلون .هو رشتيا هغه ده کرزی صاحب او زرداری امريکا ته ده تګ خبره راسه هيره نسي نودوي چه کله له اوباما سره يو ځاي شوه نو يې ورته وويل چه صاحب ته ښه خبر يي چه موږ هم ده خداي غريبان يو هغه پيسي تاسو ده راکړې هغه په دغه نړيوال اقتصادي بهران کي راسه ولاړې اوس ده خداي يوه روپي نلرو او .او ده بلي خوا ده طالبانو سره په جنګ هم اخته يو . اوباما ورته وويل ګوره ما يو پلان جوړکړيدې چه ډير په چټکي پر مخ روان دی هغه ده خوګ په نوم اقتادي عمليات چه (دخوګ وايروس)هم ورته ويل کيږي ،تاسو به داسي وکړی چه خپل څو طالب بنديان په دغه مرض اخته کي و بيا به يي خوشي کي چه طالبانو ته ولاړه طالبان خو هغسي هم منطق نه مني نوبه ټوله پدي مرض اخته سي او کرار به له دی لوی شره خلا ص سي طالبان به ټوله مړه سي او هم عين هال کي خلګ لږ سي دوی لا داخبره نه وه سره خلاصه کړی چه ده کرزی صاحب او زرداری سره تللي استازی پوليسو په ګونيو کي بند را اخيستي وه دوی بيچاره ګانو ورته وويل دا مو څه په کړيدی پوليسو وويل چه داخو بازارته تللي وه هلته د خوګ په مرض اخته شوه دوی غريبانو فريادونه کړل چه دا په عجبه بلا اخته شو ددوی لا همدغه فريادونه وه چه اوباما بيا په خندا او ټوپو شروع وکړه اؤ داېې وويل چه دا تغيرات او دايي اقتصادی پلان عملي کول دلته طالبانو مشر خبر شو ، هغه ٨ کاله مخکي چه امريکاپر افغانستان حمله کول هم ده ويل داده امريکا فو ځيان په موږ هيڅ نسي کولاي زموږ سره خداي ملګری دي په دغه ډول په سوو بيچاره طالبان په مړه که اوس بيا وايي داپر موږتاثير نه کويموږ خو چي يو درود شريف ووايو کم مرض تاثير نه راباندي کوي او په عين حال کي په يوه درود شريف هم مکتب جوړيږي هم سړک او هم وطن ګل او ګلزار کيږي ولي ستا سي نه دي په ياد ده طالبانو په دوره کي څنګه د الله (ج)رحمتونه پر خلګو اوريدل څنګه ښه بارانونه اوريدل په فکر کي يي لا مه درګرځوي..ژاړي دي ده خرو سپاره چه ده امريکا تګ ور باندي زهر شو ده زرداري اوکرزي غوړه مالان او دا يي لا بله چه اوس څوک له ښاره څه هم نسي منعه کولاي بيغمه به په ښاري خلګو کي دا مرض پيل کي ياره ملا صاحب خفه کيږه مه تا هم والله که دقدرت په وخت کي کتابونه خرڅول خپله دي څو ودونه وکړه ستا هير شوه څوموټران دي درلوده څنګه غټ سراي دي ځانته جوړکي ښه دي په يادکه دي هير شوه چه ده هلمند ،کندهار ،اوروزګان ځوانان به دي په زور جنګ ته استول تا په ټوله خپله دوره کي پر يوز کونډي يا يو بيچاره پوښتنه وکړه او اوس هم په ځان نه پوهيږي خپل خلګ نا حقه ده امريکا ده ګټو دپاره په بو مونو کي الوځوي دا به موږ کافرانو څه ګيله وکړو ته خو ځانته مسلمان هم وايي خداي (ج)به ده هرڅه در تير سي خو ده بنده ترحق به هيڅ کله در تير نسي .ده اوبا ما نوي دخوګ په نوم اقتصادي عمليات(ده خوګ مرض) موږ خو يي پروا هم نلرو هغسي که نن وي که سبا يا په ځانمرګي بريد ي يا هم دامرکا يايي ده ملګرو په بمبارديو کي مرو