کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / خبريال: احمد ولي كرزي وبېرولم!

خبريال: احمد ولي كرزي وبېرولم!

ليكوال: ټام لسيټر
سرچينه : http://www.miamiherald.com/news/politics/AP/story/1040919.html
ژباړن: سهېل لوېديځ

د كندهار هوايي ډګر ته تګ خورا ستونزمن وو، د افغان ولسمشر ورور په لوړ ږغ راباندي چيغه كړه: ((احمقه!))، نيژدې يې ډبولئ واى.
په جنوب لوېديځ افغانستان كي د احمدولي كرزي له ګواښونو ډېر كسان په خپل كور كي هم بېرېږي.
 Tom Lasseter كندهار غوندي نا امنه ځاى ته د تګ دپاره مي له مخكي لا ږيره پرې ايښې وه، د ځايي خلګو مروج لباس اوږد كميس او ګڼ پرتوګ مي اغوستي ول، خو كه كوم سيمه ايز مقتدر چارواكى حتى ماځيګر مهال هم له ښار څخه د وتلو ګواښ درته وكړي، نو امر ته به يې خامخا غاړه ايږدې. ځكه نور هيڅ خوندي ځاى نه سې موندلاى. له ځايي اوسېدونكو سره تر چټكي مشورې وروسته مي پرېكړه وكړه، چي ښار پرېږدم.
افغانستان ته د سفر دريمه اونۍ مي وه چي د پخوانيو افغان چارواكو څخه مي د نشيي توكو او فساد په باب پوښتني كولې، ځينو يې د افغان ولسمشر حامد كرزي ورور او د كندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي كرزي ته هم ګوته نيوله.
د تارياكو له كروندګرو، قاچاقبرو او د كندهار له يوه پخواني چارواكي سره تر خبرو وروسته د احمدولي كرزي سره د مركې نوبت راورسېدئ.
كرزي د هغه په خپل كور كي راته وويل چي دى د نشيي موادو په كاروبار كي لاس نه لري او دا د هغه د ورور (حامد كرزي) د سياسي دښمنانو آوازې دي: هغه وويل: ((زه فقط د هغه د سياست قرباني يم اوبس)).
زه د خپلي كتابچې له يوه مخ څخه په بل مخ كي ځانګړو پوښتنو ته ولاړم.
د هلمند د ملي امنيت د پخواني رئيس دادمحمد خان په وينا، چي د احمدولي كرزي په غوښتنه يې د طالبانو يو داسي سيمه ايز قومندان بيرته خوشي كړى وو، چي د نشيي موادو په قاچاق كي يې اوږد لاس درلود.
دادمحمد خان زما سره تر مركې څو ورځي وروسته د سړك د غاړي په يوه بم كي ووژل سو.
كرزي په خواشيني نظر راته وكتل او ويې وويل: ((پرېږده يې، هغه خو اوس مړ دئ، زما زړه ته نه لوېږي، چي هغه دي داسي خبره كړې وي)).
ما د څو نورو سيمه ايزو چارواكو ليست درلودى چي پر كرزي يې ورته ادعاوي كولې، او د يوه نوم مي ور واخيست، كرزي وويل: ((دى خو ژوندى دئ، اوس دستي به خبري ورسره وكړم))، او خپل يوه كس ته يې ورناري كړه چي مبايل راوړي.
كرزي ماته په شكمن انداز ځير- ځير وكتل، چي آيا زه رښتيا خبريال يم. او بيا يې په تريو تندي راته وويل: ((داسي ښكاري لكه كوم چا چي رالېږلى يې)). هغه نور هم ځان تروش كړ او ويې ويل: ((ته بايد همدا اوس ولاړ سې)).
ما نوموړي ته د خداى پاماني په نيت خپل لاس اوږد كړ، هغه څه چي ما په عراق او افغانستان كي د خپلي څو كلني راپورترۍ په اوږدو كي زده كړي دا دي، چي كله دي وخت خراب سي نو د مېلمه پالني په وروستۍ ريښكۍ پوري ځان موښلوه.
كرزي زما لاس دوهمي خوني ته د اشارې په دود وڅنډى او خپله هم راپسې راغى، او په داسې حال كي چي په ږغ كي يې د ناوړو او تهديدي خبرو رنګ غالب و، وويل: (تر دې مخكي چي … كم د دې ځايه ورك سه!) البته يوازي مي همدا يوه بشپړه جمله په يادېږي.
زه نور وړاندي نه ځم، ځكه دا زما د هغو افغان همكارانو په زيان ده چي يو يې هم د غچ اخيستني خطر اوچتول نه غواړي په تېره په افغانستان غوندي يوه هيواد كي چي له هري تربګنۍ څخه يې د وينو بوى ولاړېږي .
كله چي هوايي ډګر ته ورسېدم كابل ته د الوتكي پرواز ته يوازي څو ساعتونه پاته وه او زما سره دا اندېښنه وه چي هسي نه، نن هم د ډېر كله په شان د كندهار الوتكه خپل پرواز وځنډوي.
زه له خپل افغان همكار سره د الوتني په انتظار وم او تر خپل منځ هم ډېر لږ سره ږغېدو.
نه پوهېږم چي الوتكي ته د تېلو اچولو موضوع وه او كه د دولت كوم وزير ته د انتظار، خو اخير مو څوساعته انتظار پاى ته ورسېد او طياره په هوا سوه. په فضا كي مي له كړكۍ څخه لاندي خپور كندهار ښار ته وكتل، څو دقيقې وروسته مي بيا ورته وكتل، ښار تېر سوى و او يوازي د افغان ماښام تياره تر سترګو كېده. كابل ته زموږ بيرته تګ يو خاموش سفر و.

تبصره نسته

  1. پدې کی خو شک نشته چی د احمد ولی پر ضد دغسی تورونه شته دي او کله چی خبره شپیناوی ته نیژدی شی نو هغه دا پلمه کوی چی دا خو نو ګواکی د ده د ورور د سیاسی مخالفینو اغراض دي . مګر آوازې او مسلسل تهمتونه بې څه هم نه وی .احمد ولی کرزی ولی ددې پوښتنی سره دومره ډیر حساسیت ښکاره کوی؟ حتمأ یو څه شته .

  2. Haha… Sal a mra kra doi la badee na bolee hagha pa qachak kee millioner shoo za a da qiamat pa wraz shaheedi ada kawam chee da doi da koor na mee pa darjanoo land crizer motoran da powdaroo na dak leadalee dee, Oo dai bia ham wai za qachak bar na yam.