کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مکرسټال به ځان ته مکرسټال وي…

مکرسټال به ځان ته مکرسټال وي…

داڅوورځې ټولورادیوګانوڅرخی اچولی وایي نوی جنرال راروان دی بي بي سي وایي نوم یې مکرسټال دی هماغه سړی دی چې په عراق کې یې صدام حسین ګیرکه اوزرقاوي یې شهیدکه .

امریکاغږ وایي سړی ډیربلا سړی دی په ورځ کې یووار ډوډۍ خوري ځکه دی وایي ډیر خوراک سړی چاغوي اولټ روږدیږي .

ا زادۍ رادیو خوچې داسې یوه دتبلیغاتوموکه پیداکړي نوراشه که یې ګورې .داڅوورځې همداجنرال دی چې له صفته یې نه ستړیږي

همدې تبلیغاتي لړۍ دکابل چارواکي هم یوڅه سره وارخطا کړي ځکه دوی ته ویل شوي چې راروان جنرا ل یوڅه له مزاجه تنګ اوتروش دی په عراق کې یې دجرائمو ډیرې تورې دوسیې ترشاپرې ایښې اودلته هم خپل عادت نه شي بدلولای نوځکه کرزي خیلوهم لاله وړاندې ورته دسوال اومنت لمن په لارکې غوړولې چې که ګوندې نوی بادار نوکی ګذاره وکړي .

مکرسټال تراوسه دملایانو په چم خپل اظهاردمافي ضمیر نه ده کړی ترڅوترې وفهموو چې سړی په کومه هواکې ده خوغالبا داسې بریښي چې دی به هم خړ افغانستان ته دزرغون عراق له عینکوګوري اوچسپولې به یې وي چې ګوندې روزي به یې شي .

خوکه افغانستان دتېرویرغلونوسیاق اوسباق ته وګوروداپایله په ګوتوراکوي چې داد دوړواو ګردونووطن یوبل خاصیت هم لري چې تراوسه لا اقلیم پوهانونه ده کشف کړی هغه داچې ددې وطن په هسک راغلې پردۍ ورېځې تل چې څومره غورېدلي هومره نه دي اورېدلي .

له میلاده پخوا مقدوني سکندرله مکرسټاله په لویه دبدبه راووت چې نړۍ تسخیر کړي ترډېروپرښواوپېچوموراواوښت خودلته یې پښه بنده شوه .

چنګیز خېلو مخ په قبله له کاشغره تربغداده دخوارزمشاهانواوعباسیانوغبرګ خلافتونه مات کړل او ان خلیج ته یې ځان ورساوه خو دلته دبابا سلېمان اوسپین غره په دروکې بند پاته وه اوګام پرمختګ باندې حرام شوی وه .

دانګرېزانوپیل اوپای خوبه له مونږ نه دوی ته ښه معلوم وي نوځکه قطبي خرس ورپه زړه کووچې ویل به یې دافغانستان غرونه به ونړیږي خوڅلوېښتم لښکر به مات نه شي خوپه پای کې ټولې دنیاولید چې څنګه یې افغانانو لکۍ ورغوټه کړه اوپه ځغاسته یې په اموټوپ کړ.

نومکرسټال هم چې هرڅه وي نواخر انسان دی په عامه اصطلاح تور دېونه دی لکه څنګه یې چې دازادۍ رادیوتعبیروي نوچې انسان دی که هرڅومره غیرعادي انسان وي داوطن خدای پیداکړی دهمدې غیرعادي اوبې سده انسانانودپه سدکولوله پاره دی دلته کله هم کمزوریواوعادي خلکو خپل بخت نه ده ازمویلی تل یا دګوبي دصحراوحشي شپانه راغلي یا دسائبېریا اوشمالي قطب خرس مزاجه اودغربی نړۍ کبرجن حیله ګراوجنګیالي شهزادګان .

مکرسټال که ددې هیوادله اب وهوا ځان خبرول غواړي یوځل دې دتښتیدلیوروسي اوامریکايي جنرالانوخولې بوی کړي چې له دې خاورې څه خاطرې ورته لري .

هغوی به هم ددندې په پیل کې اسمان په توپوویشت چې دابه وکړم اوهابه وکړم خوله څه ګذران وروسته به یې ګواښ ته سترګې وتې اوپه دې ارمان کې به وه چې کله به ترخیص واخلي .

مونږدغربي رسنیومبلیغینو ته یوازې همدومره وایوچې :مکرسټال به موځان ته مکرسټال وي .

مونږیې یوازې دمکرنن دځای ناستي په صفت پېژنواوبس ..افغانان دزانګوماشومان نه دي چې دبلا په راتګ یې وډاروئ .

افغانانودجګړې په ډګرکې دنړۍ له داسې ګرګوسره مړوندازمایلی چې مکرسټال یې چارکی هم نه شي کېدای .

اومکرسټال ته هم په لنډووایوچې :

 ګومان مې نه شي چې به روغه ککرۍ ترې باسې

په دې وطن کې هر سړی کار له کو تکه اخلي

تبصره نسته

  1. پ محترم لیکونکی سلام
    ستاخبری تر ډیره ځایه صحی دی مګر تا په ناپوهی کی افغانان توهین کړی ځکه ټول افغانان ځناوران او وحشیان نه دی چی تنها کوتک وهل ېی زده وی افغانان دخدای فضل دیر ښه عالمان اوپوهان هم لری او هم افغانیستان ډیری شنی او ښکلی دښتی او غرونه لری ټول لکه محترم لیکونکی چی فکر کوی له خاورو او دوړو نه دی ډک
    ه دنښت

  2. عبدالخالق ننګرهار
    يوازې ستاسې احساس بايد وستايل شي، نه ستاسو ارمان .
    بدبختانه په دې هيواد كې هر څه په ټوپك سره فيصله شوي او نن زموږ د زياترو هيواوالو او په تېره د ټوپكوالو منطق ټوپكى دى.
    د همدغه ټوپكي منطق له مخې ده چې زموږ ځينې هيوادوال كله نا كله خپل ټوپك پرديو يرغلګرو او نور زياتره خپل تربور، ورور، قوم او هيوادوال ته نېغ نېغ كوي.
    ايا كله مو فكر كړى چې د ولس دارۍ او سياست له پاره له جګړې او ټوپك څخه پورته منطق هم شته.
    جهاد، جګړه، غيرت، توره، ننګ او داسې نور د ژوند وسيله او د اسلام په سپېڅلي دين كې هم دنېك عمل او وسيلې په توګه راغلي، خو كه د چا منطق ټوپكين شواو وسيلو د هدف ځاى ونيو، نو بيا دربويه چې تباهي اوبربادي راغله.
    راځئ چې خپلو فكرونو ته هم تغيير وركړو او د هغو يرغلګرو فكرونو ته هم تغيير وركړو چې په خپلې تكنالوژۍ او ځواك مغرور دي.
    موږ بايد نړۍ ته ووايو چې موږ افغانان پر توره او ننګ ډېر ځله ازمايل شوي يو، نور د ازمايلو ازمايل تېروتنه ده او ښه دا ده چې افغانانو ته فرصت وركړ شي چې له نړۍ سره په ګده كار وكړي او له دې وروسته افغانان هم د يو فعال او بااحساسه قوم او ملت په توګه د نړۍ سوكالۍ ته كار وكړي.

  3. واغظی صیب:وعلیکم ….واغظ رښتیا هم په توتو اوبادامو زرغون ده .خوزما په ګومان لیکوال مکرسټال ته دجګړې دډګردسیال له دریځه غږیږي نوځکه دافغانستان اوافغانانوهیبت ناک تصویر ورته وړاندې کوي چې دوړو یې تل دغلیم سترګې ورډکې کړې دي .ګنې دلېکنې له روحه معلومیږي چې لیکوال دوطن لیونی مین دی