کور / طنز / تورګل امر بالمعروف شو !

تورګل امر بالمعروف شو !

طنز

دکلي په مخ کې ناست وم چې نا څا پي د کلي مشومانو غږ کړ هغه دى تورګل امر بالمعروف شو ،دوره ورسره ده او سپينه پګړۍ يې وهلې ده ، تور ګل چې دنګه ونه يې درلود ه ، په ښوونځي او مدرسه کې يې دزده کړې چانس له لاسه ورکړ ى ؤ نو يې لا زمه ګڼلې وه چې دوخت دحکومت پر مهال په ولسوالۍ کې ديو عسکر په توګه دنده تر لاسه کړي ، خوداچې ور وسته دامر بالمعروف او نهې عن المنکر دندې ترسره کوونکى (امربالمعروف ) شو نو دمولوي سورګل سره به هر ماښام کلي په کلي ګر ځېده او چې به هر کلي ته ورغلل نو له سپين ګيري رانيولې تر کوچني ،په ټولو به يې لمونځ تېراوه .يوه ورځ چې دبر کلي نو بت رارسېدلى ؤ مولوي صېب کوم بل ځاې ته دختم لپاره ولاړ تور ګل يواځې پاتې شو، خوبيايې هم سستي ونه کړه په يوه اوږه يې دوره اوپه بله يې کلاشينکوفه واچوله اود برکلي په لور وخوځېده ، په دغه ماښام خداې (ج) کول چې دجومات ملا امام هم دڅه ستونزې له امله جومات ته نه ؤ راغلى دما ښام دلما نځه وخت شو ، يو تن له کليوالو څخه پورته شو اواذان يې وکړ او بيا دکلي څوتنو مشرانو تور ګل ته مخ ور واړاوه چې مولوي صېب نن خو ملا صيب نشته که تاسې مونږ ته جمعه راکړۍ ، تو ر ګل چې غټه سپينه پګړۍ يې وهلې وه په اوترۍ سره سپين ګيري ته وويل : نه نه کاکا داستا سې جومات دى او بيا تاسې مشران يې دا ستاسې حق دى چې جمعه ور کړ ۍ ، خولنډه داچې يو تن له کليوالو مخکې شو او جمعه يې ور کړه ، له دعا وروسته خلک سر ه را ټول شول تور ګل ددود سره سم يوه سپين ګيري ته مخ ور وا ړاوه ، کاکا ته لمونځ تېر کړه ، اکبر کاکا په وېره وېره چې کوم ټکى ورڅخه غلط نشي لمو نځ تېر کړ ،امربالمعروف ورته سر وخو ځاوه او بيايې يو بل ته وويل : ته پورته شه ،هغه چې کله پورته شو او لمونځ يې پېل کړ نو امر بالمعروف پرې غږ کړ نه نه ته لو يه الحمدو ووايه اوددې سره يې په مسکو شونډو زياته کړه : خداې) ج (دې لري دډيرو خلکو لويه الحمدو نه وي ياده ، ددغه تن چې ريښتيا هم لويه الحمدو (دعاې قنوت ) يې نه و ياد نو ودرېد تورګل په نوبت سره نورهم پورته کول ،اخر څو تنه چې دعاې قنوت يې نه وو ياددرېدلي پاتې شوه ددوې له ډلې يو له امر بالمعروف څخه غوښتنه وکړه چې ورته يې ورزده کړي ، امربالمعروف وويل : نه صبر وکړه چې نور پرې څوک نه پو هيږي داځل لمبر ديوه بل سپين ګيري شو هغه به چې هر وخت په لمانځه کې ددعاې قنوت پر ځاې الحمدو ويله ورته پېل يې له ناستو کسانو يو زړه تنګي هلک چې پوهېده چې دا خو لويه الحمدونه ده نو يې امربالمعروف ته وويل: مولوي صېب ګل خان کاکا خو دلوې الحمدو پر ځاې وړ ه الحمدو پېل کړه ، د تور ګل چې په خپله هم دعاې قنوت نه وياد نو هلک ته يې وويل : پاڅه نو اوس يې ته ورته ووايه هلک چې څو کرښې وويلې نو غلط شو او امر بالمعرو ف ته يې وويل مولوي صېب همدا يو ټکى راته وښايه نوره مې ټوله الحمدو ياده ده ، پدې وخت کې يوبل کاکا غږکړ خېر دى مولوي صېب دا لاکوچنى دى دا ځل يې ورو ښايه ،تور ګل چې يواځې دامر بالمعروف او نهې عن المنکر جامې يې په تن وې نو پوه شو چې خبره رسوايې ته رسيږي نو يې په ډېره تونده لهجه هلک ته مخ کړ ګوره چې بيا کله راځم ضرو ر دې لويه الحمدو ياده کړې وي، ددې خبرې سره نور راپورته شو دوره او کلاشينکوفه يې راوا خېستله او دکلي خلکو ته يې وويل : زه اوس ځم چې را باندې نا وخته کيږي ، په تاسې کې چې د هر چا لويه الحمدو (دعاې قنوت)ښه ياد وي نوروته دې يې هم ورو ښيئ !! ليکوونکى : م ص