کور / طنز / رسمي بلنه

رسمي بلنه

طنز
 
د افغانستان په وړاندیږ او د امریکا په منلو سره څلور تنه جنګي وزیران د جنګي پالیسی دتغیر دپاره وروسته له دی چې ولسمشر د یاسین د کلا تیر کړل امریکا ته د زړه د غوټي خلاصولو لپاره پر ولاړل او پر بیرته راغلل
رسنۍ چې په ډیر امید د هغو راتلو ته سترګې په لاره وه هغوی يې د راتلو په مهال ګورۍ مورۍ ونیول چې د سفر د لاسته راوړنو په هکله د هغو د خولې څه واوري .
خبریال: تاسو خپلي لاسته راوړنې مو ږ ته په ګوته کړئ؟
هغوی خپل بکسونه ورته خلاص کړل او ویل يې دا دي زموږ لاس ته راوړنې
ته دا ډالۍ وګوره کلملاغونه وهی
ته دابیزو وګوره خبری کوی
خبریال: موږ دا نه یادوو
– ښه نو دادی زموږ ډالرونه وګوره دا جیبونه ډک دی ګوره ! بنچه بنچه
 
بل خبر یال :زموږ موخه دا ده چې په کومو سترګو يي تاسو ته وکتله
 
یو ویل: هغو موږ ته د زړه په سترګو وکتل د امریکا تر ټولو په لوړ
هوتل کې يي ځای راکړی وو چې ان افغانستان ترې مالومیده
بل ویل: هغوی موږ ته هوټل په افغاني سرو غالیو فرش کړی وو
بل ویل : هغو ټوله ښار موږ ته چراغان کړی وو
بل ویل: عجبه ‌میلمستیا یې کړی وه چې ولاکه مو د خپل مور په واده کې لیدلې وي. ژوندی ژوندی چنګاښان یې راوړې وه وایې هغه یوازې درنو میلمنو ته راوړی
 
بل خبر یال: ستاسو هلته څوک ولیدل ؟
موږ ټوله خلک ولیدل هغوی زموږ د عکسونو یو البوم راکړ تاسو دا کتلای شی دا د افغانستان د لوی سفیر کور دی دا سفارت دی دا ….
بل خبریال :: تاسو هلته خپله د زړه غوټه پرانیستله
– یا هغو ویل بوی مه جوړوئ
بل خبریال :ښه دخبروپایله څه شوه؟ آیا تاسو په هغه غونډه کې چې په دی پار جوړه شوې وه ګډون وکړ
– یا موږ يې د وسلو نندارتون ته بیولې وو
هغو ویل ،چې موږ يې ددې لپاره ورغوښتي یو چې تورژبې يې ملامت نه کړی
خبریال :یانی تاسو ناکامه راغلاست لاسته راوړنه نه لري؟
بل خبریال :یانی هیڅ مو ونه ویل ؟
ټولو په یوه سلا وویل: ولی چې راتلو کې مو میلمه پال ته وویل:
تانکیو وری مچ