کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کرکټ بورد يا سياسي ډګر؟

کرکټ بورد يا سياسي ډګر؟

د پسرلي ګل چې کله خپلې غوټې را وسپړي، نو د ماليار او معشوقو پام ځانته راواړوي، دلته د ماليار او معشوقو تر منځ سيالي و نښلي، ماليار کوښښ کوي چې د نوي غوړيدلي ګل خيال وساتي ولې معشوقې چې د خپل يار د راجلبولو په لټه کې وي، نو ښکاره ده چې سينګار کوي، ګلونه په کمڅو او اوربلونو کې ټومبي، نو همدا ده چې نوى غوړيدلى ګل له خپل بدنه په بې رحمۍ سره پرې او په اوربل کې يې ټومبي، مطلب مې د هيواد کرکټ ملي لوبډلې ده چې نوې غوړيدلۍ وه خو دا چې څه ورته پيښ او پيښيږي، غواړم په هکله يى يو څه د قلم په څوکه تاسو ته ووايم.دغې لوبډلې په تيرو څو محدودو کلنو کې وکولاى شول د نړېوالۍ کرکټ شورا،نړيوالو کرکټ لوبډلو او خلکو په زړونوکې ځاى پيدا کړي.


د هيواد کرکت ملي لوبډلې په کال دوه زره دريم زيږديز کې د اي سي سي غړيتوب ترلاسه کړچې ورسته يې خپله لومړې بريا په کال دوه زره او شپږم کې په منځنې آسيا کې يې لاس ته راوړه.په همدې ډول په همدغه کال يې په ام سي سي سياليو کې هم بريا ترلاسه کړه،همدا راز د انګلستان په سياليو کې يې وکولاى شول په اوو سياليوله جملې څخه شپږ سيالۍ د ځان په ګټه پاى ته ورسوي.او د دوه زره او شپږم زيږديز کال ورستۍ بريا د د اي سي سي دريم پړاو سيالۍ وې.همدا شان په دوه زره او اوم زيږديز کال کې د شلو اورو سياليو او اي سي سي سياليو برياوې.


په دوه زره او اتم زيږديز کال کې د نړۍ پنځم ډويژن سياليو بريا،د څلورم ډويژن کرکټ سياليو بريا ،په همدغه کال کې د دريم ډويژن کرکټ سياليو بريا،او په ياد شوي کال کې د اولس کلنو ځوانانو کرکټ لوبډلې بريا.


په دوه زره او نهم زيږديز کال کې د کرکټ ليګ دريم ډويژن سياليو بريا،په همدغه کال کې په نړيوالو سياليو کې د هيواد کرکټ ملي لوبډلې دنړۍ کرکټ لوبډلو په قطار کې پنځم مقام لاس ته راوړ، چې له دې سره يې وکولاى شول د نړۍ شل اورو سياليو کې د ګډون حق ترلاسه کړي.همدا شان د نړيوالۍ کرکټ شورا لخوايې د لکونو ډالرو مرستو ژمنه هم ترلاسه کړه. له دې سره د نولس کلنو ځوانانو کرکټ لوبډلې هم وکولاى شول د کويټ کرکټ په سياليو کې دويم ځاى خپل کاندي.


يادې شوې برياوې په ثبوتونو ولاړې او په ډاګه دي او ټول افغانان په دې برياوو وياړي.


زه فکر کوم چې د څو کلنو راهيسې د هيواد کرکټ ملي لوبډلې د له منځه وړلو هڅې روانې وې چې اوس يي عملي بڼه غوره کړه.تاسو د کرکټ ملي لوبډلې ته څه آسانتياوې په واک کې ورکړي دي چې لا اوس يې د مشرۍ لاس ته راوړلو په تکل کې ياست.دوى وکولاى شول په تشو لاسونو د هيواد نوم د نړۍ غوره لوبډلو په قطار کې و دروي.دا لوبغاړي دي چې د هيواد نوم لوړوي نه دا چې د کرکټ بورد يا فدراسيون د مشر نوم دې واخيستل شي.اوس مهال د کرکټ بورد په يو سياسي ډګر بدل شوى دى چې هره سياسي څيره به وکولاى شي خپلې سياسي تګ لارې د کرکټ بورد له ليارې ترسره کړي.د خداى په لحاظ د کرکټ ملي لوبډلې مخه مه نيسې دا د ټولو افغانانو په ملي ګټې بدله شوې ده او په راتلونکې کې به تاسو دغه لوبډله په نړيوالو سياليو کې و وينې.خو که چيرې دغه راز خپرونې د کرکټ ملي لوبډلې او په تيره د بورد لپاره روانې وي هغه څه چې د هيواد کرکت ملي لوبډلې د يو کال نه لږڅه زياته موده کې لاس ته راوړې ده، له خاورو سره خاورې کړې.


تيره اونۍ اعلان وشو چې د هيواد کرکټ فدراسيون د ولسمشر کرزي لخوا په رسمي بڼه په کرکټ بورد بدل شو.خو دا څه موده وړاندې هم په بورد بدل شوى وو،ولۍ د دويم ځل لپاره د بورډ بدليدو اعلان يې وشو؟


د يوې باوري سرچينې له خولۍ په هغه ناسته کې چې ولسمشر کرزي د کرکټ بورډ له مسولينو سره درلوده د کرکټ بورډ اوسنى مشر الله داد نوري په غونډه کې شتون نه درلود.ورسته له هغې چې د هيواد کرکټ ملي لوبډلې په تيرو سياليو کې بريا ترلاسه کړه د نړېوالې کرکټ شوار لخوا يې د لکونو ډالرو مرستو ژمنې هم ترلاسه کړلۍ خو داسې ويل کيږي چې اوس کرکټ شورا پنځه ويشت سلنه پيسې بيرته اخيستې دي دا ځکه چې هغوې د هيواد کرکټ بورډ څخه خوښ ندي او هغه تګ لارې چې يې ورته ورکړې وې پلي کړي يې ندي.دا خو لا څه کوې چې د بدني روزنې ملي کميټې مشر هم د هيواد د کرکټ ملي لوبډلې د روزنکي کبير خان د ليري کولو ټټر هم وهلى دى او ويل کيږي چې نوموړى به هم د خپلې دندې څخه لاس په سر کړي.خو پوښتنه دلته ده چې آيا دا د بدني روزنې د کميټې مشر دنده ده که د کرکټ بورډ؟


کرکټ بورډ که چيرې په خپله رښتيا هم بورډ وي نو کولاى شي په خپله فيصله وکړي او د کرکټ چارې په خپله پر مخ يوسي.


هر څو ک بايد په هربرخه کې چې وړتيا لري بايد خپله دنده پر مخ يوسي که سياست وال دى ،که ښوونکى دى که بل کسب لرونکى…


په پاى کې زه غواړم چې د هيواد کرکټ بورد ولکه دې لومړي يو افغان،صادق،پرهيزګار او په وطن مين کس ته وسپارل شي چې په ورته وخت کې په کرکټ هم پوه وي او وکولاى شي د کرکټ په نړوال ډګر کې د افغانستان کرکټ لوبډلې لاس ته رواړى نوم نور هم لوړ کاندي .سياسي کسان دې خپلې سياسي چارې پر مخ يو سي نه سپورټ.


په درنښت

تبصره نسته