کور / نوې غزل / عادل اڅکزی

نوې غزل / عادل اڅکزی

 



زمـــــا له زړۀ ستــــــا لـه لېــمو وريږي
ويني او  اوښــــــکي به تر څو وريږي


د   ماتي   ســــوي اينې    پر وجـــود
پښتـــون تصوير مي پر چاکو وريږي





اوس د باران پر ځــای قسمته ؛ دلته
لمبې د ســــــوات پر منــــظرو  وريږي
 
د امتحــــــان  او د جـــانان په منځ کي
رنځور خيـــــــــــالونه پر نېزو   وريږي
 
په تنهــــايي کي يې صورت اوبه سو
عــــادل د ميني  پر  ورشـو   وريږي
 
 
٨  می   ٢٠٠٩م کال  
عادل اڅکزی / چمن محکومه پښتونخوا