کور / سياسي / د ډېورند په پوله روسي طالبان راښکاره شوي !

د ډېورند په پوله روسي طالبان راښکاره شوي !

29/05/2009
اندرې سېرېنكا

 دلیکونکی په برخه کی :
 ( اندرې نېكلاېوچ سېرېنكا) د معاصر افغانستان د څېړنيز مركز شنونكې
روسيی د ځينوپښتنو وسلوالوطالبانو د ګروپونو د مشرانو سره چې د( ډېورند)د کرښی دځنیوبرخو كنترول په لاس كې لري مشتركه ژبه پېدا كړې ده،دا نوی خبر په (۲۰۰۹) كال دمی په میاشت كې د افغانستان په پلازمينه كابل كې د جراوبحث يوه توده موضوع وه ، که څه هم چې تر اوسه كوم جوت او ټاكلي اسناد نه شته يوازې اوازه ده.
د معاصر افغانستان څېړېنيز مركز خبر وركوي دا اول ځل دې چې د افغانستان په پلازمينه كابل كې ګونګوسې را پورته كيږي چې د ( روسانو منډ ) د ډيورنډ کرښي ته څېرمه  وزیرستان ( شمالي اوسوويلي اېالاتو )كې چې څو مېاشتې وړاندې كله چې طالب جنګيالود خېبر په لار كې هغه پل چې افغانستان ته به پر د ایتلافی ځواكونو اكمالاتي بارونه وړل كېده والوزاوه راپورته كېږي.

دیادولو وړده چې د قرغزستان په پلازمينه بېشكېك كې دامريكا د نظامې هډې( ماناس ) د تړلو فېصله او په خېبركې د پله الوزول چې په ېو وخت او يوه نېټه كې رامنځ ته كيږي ددې دواړو واقعاتو ېعنې د امريكا د نظامي هډې (ماناس) تړل او په پالكستان كې دخېبر په ساحه كې دپله الوزول دځينوشنونكواوسياست كونكو دپام وړ ګرزېدلې دې اوهم د(روس شنونكو)
په هغه وخت كې ټولو داسې انګېرله چې قرغزستان دكريملن په اشاری سره هم په بېشكېك كې د ماناس نظامي هډه وتړله او هم ېې په پښتونخوا كې د خېبر په لاره پل والوزاوه خو په حقيقت كې داسې نه ده او نه داسې كوم اسناد چې ددې دواړ يېښو پخلې دی وكړي چې په دې كې د دروسانو لاس دې نشته.
د مې په مېاشت كې په كابل كې شنونكو د( ماناس) او د خېبر د پېښو په هكله تازه معلومات په لاس راوړل او ښكاره به دا خبرې كېدې چې د پښتنو په منطقه كې چېرې چې طالبان واكمن دي د روسانو لاس دې او دا هم وېل كېده چې د روسانو استازي په دې ورستېو وختو كې توانېدلي دي چې په پښتونخوا كې د ځينو طالبانو د مشرانو سره چې په وزیريستان او خېبردره كې مېشت دي اړيكې ټينګې كړي،په پاېله كې كله چې  ډيورنډ کرښې ته څېرمه سيمو كې د طالبانو په هكله كومې خبرې اترې كيږي بيا وېل كيږي چې دلته په طالبانو كې د مسكو لاس دی او ځيني خو داسې وايي چې په وزيريستان ( پښتونستان) كې د روسانو ګرو پونه فعاليت كوي.


د مې په مياشت كې ( د كرېملېن د طالبانو) د راژوندي كېدو ګونګوسې په افغانستان كې د خلكواوشنونكودعكس العمل په هكله وېلاې شوچې ډېرېې ناوخته كړي وه ځكه د ماناس او خېبرپېښې څو مياشتې مخكې پېښې شوې وې او شنونكو په ډېر دقت د اپرېل د مېاشتې په اخرو كې داسې وانګیرله چې روسانود پښتنو او طالبانوسياسي ژوند ته په افغانستان او پښتونخوا كې توجه راړولې ده.


لمړې خو د روسانورسمي استازو په وار وار د دېپلماتيكو كانالونو له لارې په پاكستان او افغانستان كې د تروريزم په وړاندې دنړیوال ایتلاف څخه خپل ملاتړ څرګند كړې دې، په ملګروملتونو كې دروسانو دايمي استازي (ويتالي چوركېن)دمی دمیاشتی په ۲۶ مه نیټه د روسیی ددولت هغه غبرګون چی دهری ورځی په تیریدو سره د طالبانو اغیزمنتوب پراخوالی مومی دامنیت شورا غونډی ته وړاندی کړ، ځنیومخورو او غېرې رسمی اشخاصو،چی دولتي لوړو مقامونو او تجارانوسره اړيكې لري بيا د طآلبانونه د ېو سياسي قوت په شكل فاصله ونيوله،ولى برعكس داسى كوښښونه د پارالمان ځينو غړو، ازاد سياسي تحليلګرانولخوا وشو چې د روسي په رسينوكې په حامد كرزي او دهغه د دولتي ادارې په كمزو اړخونو او افراطې ملاېانو نيوكې كوي .


۲: له بلې خوا بيا د روسیي د حکومت په مرسته اونیغ په نیغه دهغه په ګډون د افغانستان او روسيی د مناسباتو په اړه د ګډې جرګې ( فورم) چې د مې په مياشت كې د روسيی په پلازمينه مسكو كې جوړ شوې و، او د روسیی د ډله ایزو رسنیو او مطبوعات دلاری په ډاګه اعلان شوه چې د (۱)جرګې ګډون كونكي اكثرا پښتانه دي چې په دې كړنه د شمالي ټلوالې غوسه را پارېدلې هم ده او په دې جرګه(فورم) كې د افغانستان په ولسي جرګه کی (۲) د ننګرهار ولایت استازی محمد هاشم وطنوال چې د ورځپاڼی( ګازېتا ) د ژورنالست سره ېې په خپله مركه كې وېلی چې زه طالب يم هم ګډون كړې وه دا په ځاې خبره او مثبت كار دې چې د مینځ لاری ډلی طالبانواستازی او پښتنوځينی مشران د جرگې په تالار كې اوهغه هم د روسيی په زړه مسكو كې د دولتي لوړو مقاماتو او سياست كونكو سره چې د پوتين د يوې لارې ملګري دي ګډون كوي.


 اړينه ده چې روښانه شي د مینځ لاری ډلوطالبانو اود پښتنو دمشرانودمی دمیاشتی سفرد روسیی پایتخت ته اوپه جرګه (فورم ) کی دهغوی ګډون په پښتونستان کی خپلی اغیزی اچولی دی، او د ځينو افغان شنونكو له نظره (د افغانستان او روسيی د مناسباتو ګډه جرګه ) د ا فغانستان د حتیځو برخو د پښتنو اوسېدونكو لپاره او خاصتا دهغه پښتنو لپاره چې په پاكستان كې ژوند كوي يو مثبت ګام دې ،هغه هم پداسی وخت کی چې د پاكستان وسلوال ځواكونه دامریکا دمتحده ایالاتو په لارښونه دطالبانو دمرکزونو په وړاندی سوات په دره پوځی عملیات روان دی ، او روسيه د پښتنو اومینځ لاری ډلو مشران اواستازي دلته مسكو ته راغواړی په حقيقت كې دا ېو اشاره يا خبردارې د چې روسان دې ته تېار دي چی د پښتنو او طالبانو نه څخه ملاتړ وكړي او د همدې كړونو له مخې په كابل كې دا اوازه خپره شوه چې روسي طالبان بيا راژوندي شوي دي.


 دریم : په اخرکی دروسیی (کریملین) دپښتنو اوطالبانو په برخه کی دنوی ستراتیژی یوه برخه داده چی د پاکستان د وسلوال پوځ په لوړ پوړه کړیو کی خپلی اړیکی ټینګی کړی،چی ددی خبری ښکاره ثبوت دپاکستان پخوانی دیکتاتور اوجمهور ریس جنرال پرویز مشرف چی دامریکا دمتحده ایالاتو د ډیرفشار په نتیجه کی دواک څخه معذول شوی دمی په میاشت کی په یوغیر رسمی سفرمسکو ته راغلی دی ، لکه څرنګه چی د روسیی ډله ایزو رسنیورپوټونه ورکړل چی د پاکستان پخوانی مشر د روسیی دصدراعظم ولادیمرپوتین سره غیری رسمی لیدنه پلان شوی ده .


په دې كې هيڅ شك و شوبه نه شته چې د پاكستان پخوانې د ېكتاتور پروېز مشرف چې د دطالبانود سياسي اوپوځي اساس ګذارانو څخه شميرل كيږي، دخېبر په منطقه كې د طالبانو هغه ډله رهبري كوله چى دخيبردرى كنترول ئي په لاس كى وه ،او مسكو ته دهغه غيرى رسمي سفر او دروسي د صدراعظم ولاديمر پوتين سره دهغه ليدني اوكتنى به نوې اوازې ،چې ګوېا روسيه د افغانستان او پاكستان د طالبانوسره اړيكى لري راپورته كړي. او له دې هم انكار نه دې په كار چې د روسانو ځيني سېاست كونوكې به د پروېز مشرف څخه چې د امريكاېانوڅخه خفه دې ، د پاكستان د وسلوال ځواك په لوړپوړو كړيوكي،اوهم به د پښتنو دمشرانواوطآلبانو دليډرانوسره داړيكو په ټينګولوكي دځنځيرى كړى په توګه استفاده وكړى.


هيڅ څوك نن نه شي وېلاې چې دروسيى نوې سياسى ستراتېژى دافغانستان او پاكستان په سرحدى پوله كې څومره كاميابه ده، زمونږ په نظرد روسانو سياسي لوبه د طالبانو اوپښتنو د مشرانو او د داسى څيرولكه دجنرال پروېز مشرف سره ډېره خطرناكه لوبه او قمار دې، كېداې شي چې د كرېملين دغه سياسى لوبه په مركزى او سوويلي اسيا كې دستراتيژيكى ناكامي سره مخ شي ،چي ددې څرګندونو د ثبوت لپاره كوټلي دلاېل شته.


اول : روسيه هيڅ وخت د پښتنو په سياسي لوبو كې اساسي لوبغاړې نه وه،په عنعنوي توګه كرېملين په افغانستان كي په تاجكو او اوزبكو( شمالي ټلواله )تكيه كړې .او پښتانه د پېړېو ،پېړېوڅخه راپدي خوا د غرب په خوا اوپه خاص ډول د انګرېزانو د تاثيراتو لاندې وه او په اخرو شلو،پنځه ويشتوكلونوپه اوږدو كې د پښتنو دسيموپه سياسي لوبو كې امريكايان پراخ ګډون لرى، د دې په خاطر چې د لسوګونو كلونوپه موده كې د ډېورند د پولې په شاوخوا را ټوكېدلې سياسي لوبى ته بدلون وركړل شي ، يوازې په مسكو كې د افغانانواو روسانو غونډې اوجرګى، دجنرال پروېز مشرف سره ليدنه كتنه او خبرې بسنه نه كوي، د دې لپاره په منطقه كي سېاسي،اقتصادى اومالى قوي بېز(مدرك) ته ضرورت دي،په كابل،قندهار،اسلام اباد، پېښاور او راولپينډۍ )كى دملاتړ لپاره ډيرو سياسي اوبا اعتماده خلك اوډلى پكار دې ، چى ددي كار لپاره مسكو نه كوم مالى فونډ اونه په منطقه كى دخلكو ملاتړ لرى.


۲ :د روسانوهلې ځلې چې د پښتنوسياسى لوبو منځ ته ځان ور ننباسي د دې امكانات شته چې د امريكايانو له خوا له جدي بنديزونو سره مخامخ شي او دا هم له امكانه لرې نه ده چې د منځنې اسيا هيوادونه (تاجكستان ،تركمنستان ،ازبكستان ،قازاقستان )به دشمالي اتلانتيك هيوادونو سره يوځاې د ( افغانستان په هكله نقشي اوطرحى ( پراېكت ) چې امريكا او ناټو وړاندې كړې ورسره يوځاى ګډه ژبه پيدا كړي .كه په ريښتيا سره د (روسانو پښه ) په پښتونستان كې ښكاره شي امريكا به د روسانو ددي عمل په بدل كې متقابل ځواب د اسيا په هغه هيوادو كې چې د روسانو دمخامخ اغيزى لاندې دي، وويني ، او دا لا معلومه نه ده چې د بل په ګټو او حريم تعرض كول كوم پس منظر راپېدا كوي.


۳:د پښتنو سره د روسانو لوبه بې له شكه په افغانستان كې د تاجكواو اوزبكو د قومونو چې روسان ورسره دشوروي اتحاد) دوخت څخه راپدى خوا دګډو رواجونو له مخي تاريخي دوستي لري په زړونوښه ونه لګيږي، او د شمالي ټلوالې مشران خو به دا عمل ېو خاېنانه عمل وبولي او همداسې به د ځان لپاره نور سياسي ملګري (امريكا ) ا و د هغې متحدينو ناټو ته مخه وكړي او د روسي د دولت په اندكه سياسي تېروتنې سره به نژدي زاړه ملګري په افغانستان او په مركزي اسيا كې له لاسه وركړي او دا معلومه نه ده چې نوي دوستان به پېدا كړاې شي او كه نه ؟ دالا تر اوسه لوى سوال دي .


۴: په اخر كې د كرېملين تپ او تالاش چې په پښتونستان كي د مخامخ اړيكو له لارى دځان لپاره دپښتنو اومذهبي مشرانو ،د مېانه حالو طالبانو په ګډون اوهم د پروېز مشرف غوندې سياسي څېرو سره سياسى اړيكى درلودل….بې له شكه به دمسكو ،كابل ا واسلام اباد تر منځ اړيكې سړي كړي او په نتيجه كې به د نوي ډيلي سره په اړېكو كې خړ پړتيا رامنځ ته شي ، فكر نه كوم چې دروسيی با مسوليته سياست كوونكې دې داسې راتلونكې پس منظر ته زړه ښه كړي .


په مسكو كي د پروېز مشرف ليدنى، كتني دافغان چارواكوپه زړه ندى لګېدلې او منفي عكس العمل ېې پې ښودلې دې ،حتې د (افغانستان .رو) ژورناليست سره په مركه كې يوه وتلي افغان شنونكې په خندا كې يوه ټوكه هم وكړه ( ممكنه ده چې پروېز مشرف د روسانو ملاتړ تر لاسه كړي وي او دنوې مفكورې سره خپل هيواد ته راستون اوپه اسلام اباد كې دنظامى كودتا په كولو ځان بيا واكمن كړي )


په اخر كې باېد ووېل شي چې د افغانستان او پاكستان تر منځ د ( ډېورند د كرښې ) په پېچلي سياست كې ګوتې وهل كېداې شي ډېر بد عواقب را وزېږوي، په بل عبارت د مطمېن سياسي او اقتصادي سېاست د وړاندې كېدو څخه پرته هرعمل خپله په لوبه كې ځان راګېرول دي.

د لسوګونو كالو د سياسي لوبې په مېدان كې پښتانه مشران د سترو قدرتونو په وړاندې دومره پاخه او تجربه كار شوي دي فكر نه كېږي چې خپل سياسي دريځ او لاره بدله كړي ، نن چې هغوې د روسانو دنوې سياسى تګ لارې ته ښه هرکلی واي او زړه ښه کوی، زمونږ په نظر دا د هغوې سياسي چال او لوبه ده چې ددواړو زبر ځواكونو ( د روسانو اوامريكاېانو ) نه غوړه مړې تر لاسه كړي دواړه هيوادونو يعنې امريكاېان او روسان داسې فكر كوي چې يوازې پښتانه په منطقه كې حاكم او د ځنګلى سياست د مېدان اصلي لوبغاړي دي.
 منبع :افغانستان . رو

ژباړه : استاد بازمحمد مسكو روسيه

دژباړونكي يادونه :
۱-دپورتني مطلب په يوه برخه كي راغلى چي دافغانستان په ولسي جرګه كي دننګرهار ولايت استازى محمدهاشم وطنوال د روسيي اوافغانستان په ګډه جرګه (فورم)كى دميانه حالوطالبانوپه استازيتوب ګډون كړى وه ،پداسى حال كي چي لومړي محمدهاشم وطنوال دننګرهار دولايت څخه نه بلكى د ارزګان ولايت انتخابى استازي دي،بل داچي دليكوال لخوا دورځپاڼى نوم اود ژورناليست نوم ندي وښودل شوي چى دكومى ورځپاڼى سره نوموړي مركه كړي ده دمطبوعاتو دقانون له مخى بايد د ژورناليست او ورځپاڼى نومونه وښودل شوى وائي ،ندى وښودل شوى ،
۲-محمدهاشم وطنوال دافغانستان په ولسي جرګه كي دارزګان ولايت انتخابى استازي د ۸۰ ومواو ۹۰ وموپه لسيزوكي دافغانستان دخلكودموكراتيك ګوند دمركزي كميټى غړى اوپه دي وروستيوڅوكلنو كي چي په افغانستان كي اساسى قانون اود سياسي ګوندونودقانونو دنافذكيدوڅخه وروسته دافغانستان دملي ګوند جوړيدو(تاسيس) سره سم دمركزى شورا داجرآئيه هيآت غړيتوب د۱۳۸۷ كال دحوت دمياشتى د۲۸ نيټى پوري دملي ګوند دمرستيال په توګه دنده درلوده،په همدي ډول وطنوال په ولسى جرګه كي د دريم خط وكيلانود فركسيون غړي اوڅه موده ددى كميسون دمشرتوب دنده هم درلوده ،نوپدي خاطر محترم محمدهاشم وطنوال د روسيي اوافغانستان دګډومناسباتو دجرګى په غونډى (فورم) كى دطالبانو په استازيتوب نه ،بلكى د يوسياسى شخصيت په توګه برخه درلوده،
۳-دپورتنى مطلب بله برخه كي داسى راغلى چى دفورم ګډون كونكى اكثره پښتانه دى پداسى حال كي چى په فورم كي دافغاستان دجمهور رئيس مرستيال محمدكريم خليلى ،دافغانستان دحكومت بل وزير جنرال خدايداد اوداسى نورو څيرو اوشخصيتونو ګډون كړى وه چي دپښتنو پوري هيڅ اړيكى نه درلودى ،پورتنى دواړه دولتي لوړپوړى چارواكى د هزارو ورونو دمليت پوري تړاولرى او داسى نور ګډون كونكي چى دافغانستان د اوسيدونكو مليتونو پورى تړاو درلود برخه اخيستى وه ،نه يواځى پښتنو په فورم كى ګډون درلود.
۴-دليكوال اوافغانستان .رو د پورتال څخه قانونى غوښتنه داده چي كله ديوچا په برخه كي غواړى څه وليكى ،لومړى بايد خپل معلومات او اطلاعات په پوره ډول تكميل اوكنترول كړي بيا وروسته دهغه په برخه كي خپلى ليكنى ترسره كړي .
 ژباړونكى