کور / سياسي / دين او سياست ، طالبان او د پښتنو وجايب

دين او سياست ، طالبان او د پښتنو وجايب

دين او سياست دوه جلا پديدې دي . دين مورال يا اخلاق دی او سياست د يو ولس د ګټو د لاس ته راوړلو د پاره يوه لاره يا يوه طريقه ده . د يو ولس د بقا د پاره سياسي او اقتصادي ګټې حياتي ګټې وي . هر ولس دا کوښښ کوي چې د خپل سياسي او اقتصادي ګټو د ساتلو او پراخولو د پاره ستراتيژۍ جوړې کړي او په دې لاره کې کله ـ کله د خپل مورال نه هم تېرېږي .

البته مورال يا اخلاق په ورځېني ژوند ښه خبره ده ، خو په سياست کې حماقت دی .
 


د بېلګۍ په توګه يو دولت ته نښايي چې د خپل ګاونډي هيواد په داخلي چارو کې لاس وهنه وکړي . ځکه مورالاً يا اخلاقاً دغه يو غلط کار دی . خو مونږه ګورو چې ايران ، ماورالنهر او پاکستان د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو د پاره چې په دې سيمه کې يې لري ، د ضعيف او بېثباته افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنې کولې او کوي يې .

دا په دې معنا چې د دوو هيوادونو په اړيکو کې سياست ( د خپل اقتصادي ، سياسي او ستراتيژيکي ګټې په پام کې نيول ) اولويت لري ، نه مورال . او دا خبرې چې ګاونډی هيواد زما همژبی دی ، يا زما مسلمان ورور دی او يا هم دا چې زما همپيمان دی دا هغه اخلاقيات يا موراليټي ده چې په سياست کې ځای نلري .


هغه مشران چې سياست يې په مورال ولاړ دی هغوۍ هېڅکله خپواک سياست نشي کولی او داسې خلګ د سياست په ډګر همېشه د نورو د لاس اله ګرځي . ښه بېلګه يې په افغانستان کې خلقيان ، پرچميان ، مجاهيدين ، طالبان او کرزي خېلان دي .

دا ټولې ډلې د خپل د وخت اډياليستان وو او د يوې خاصې ايديولوژۍ د پياده کولو د پاره راپاڅېدلي وو ، نه د ملي ګټو د ساتلو او پراخولو د پاره .


خو په تاريخ کې هم ډير داسې شوي چې د پښتنو مشرانو خپل سياسي شعور ته تر مورال اولويت ورکړی دی. ښه بېلګه يې احمدشاه بابا دی چې د نادرشاه په اردو کې افسر وو او کله چې د نادر په اردو کې داخلېدلو نو په قران يې سوګند ياد کړی وو چې د نادر اردو ته به وفادار وي . ځکه هر څوګ چې په يو اردو کې د افسر په توګه نيول کېږي ، هغه بايد يو سوګند ياد کړي .


نو سره له دې چې احمد شاه بابا داسې يو سوګند يې د نادر شاه په وړاندې کړی وو چې نادرشاه ته به وفادار پاتېکېږي ، خو بيا هم احمدشاه بابا د وخت په يو معين پړاو کې د وخت او اوضاع په پام کې نيولو او د خپل سياسي شعور نه په کار اخستلو سره حتی د خپل سوګند نه چې د قران په سر يې ياد کړی وو تير شو او د نادر شاه د ظلم او زبېښاک د لمنځه وړلو او د يو افغاني شاهنشاهي د جوړولو د پاره د نادرشاه په وړاندې يې په مبارزې پيل وکړ . دا په دې معنا چې احمدشاه بابا د وخت پېرزوينه يې غنيمت وبلله او د ولس په ګټه يې وکاروله.


احمد شاه بابا به شايد له ځانه سره ويلي وي چې که زه د نادرشاه د اردو يو افسر يم او د هغه اردو ته مې د وفادارۍ سوګند ياد کړی دی ، نو بلا ورپسې چې ياد کړی مې دی . که چېرې زما ولس د نادر لخوا زبېښل کېږي ، زمونږ مځکې رانه اخستل کېږي او ترک او مغول اقوام په کې ځای په ځای کېږي او د پاتې مځکو نه هم د نادرشاه د عياشۍ د مصرف د پورکولو د پاره جګې ماليې ورکول کېږي ، بيا نو قران پرېږده چې که په خدای مې هم سوګند ياد کړی وي ، نو زه به د خپل ولس هوسا او خپلواک ژوند ته تر هغه سوګند چې د قران په سر مې ورکړی وو ، اولويت ورکړم !!!!!


نو دلته مورالاً يا اخلاقاً بايد چې احمد شاه بابا د نادرشاه اردو سره وفادار پاتې شوی وی . خو له سياسي لحاظه دا به بيا يوه لويه تېروتنه وه که احمد شاه بابا نادرشاه ته وفادار پاتې شوی وی . نو له دې نه ښکاري چې احمد شاه بابا د يو لوړ او عالي سياسي شعور خاوند وو چې زمونږ په اوسني مشرانو کې نليدل کېږي .


همداسې ميرويس نيکه هم يو لوی سياستوال وو او د خپل ولس په سايکولوژۍ ښه پوهېدلو .

هغه په دې پوهېدلو چې پښتون ولس د غفلت په خوب ويده او په مذهبي جهالتونو کې ډوب دی . هغه پوهېدلو چې د پښتون ولس د پاره ملا د پيغمبر ځايناسته او اميرالمومنين د خدای سوری دی .


 ميرويس نيکه پوهېدلو چې که د اسلام تر پردې لاندې د پښتون ولس باندې هر څومره ظلم وشي ، وزبېښل شي او يا ووژل شي ، نو پښتانه به د ملا او اميرالمومنين په وړاندې وندرېږي .


همدا وجه وه چې ميرويس نيکه له هغه پوهې يې د خپل ولس د سايکولوژي په هکله لرله ، د صفويانو د ظلم او زبېښاک په وړاندې يې د مذهبي احساساتو په ځای د خپل سياسي شعور په کارولو سره او د وخت او اوضاع په په پام کې نيولو سره خپله مبارزه د يو اسلامي امپراتورۍ په وړاندې پيله کړه او د دې د پاره چې خپل ولس د خپلواکۍ د پاره سره يو کړي او خپل شاه ته يې ودروي ، نو د خپل د ولس د مذهبي احساساتو نه يې د ولس په ګټه ، ګټه پورته کړه .

هغه د دې د پاره چې خپل ولس د يو مسلمان دولت د ظلم او زبېښاک نه ازاد کړي ، عربستان ته ولاړ او د هغه ځای د ملا امامانو نه يې داسې يو تصديق خط راوړ چې پښتانه د ظالم او مستبد مسلمان امير په وړاندې د بغاوت اجازه لري .


نو دلته که د ميرويس نيکه سياسي شعور او د هغه وخت د خلګو سايکولوژي سره پرتله کړي ، ښکاري چې ميرويس نيکه د هماغه وخت سياسي اوضاع باندې سم پوهـ شوی وو او دی پوهېدلو چې خپل ولس څنګه د خوبه رابېداره کړي .

هغۀ د يوه مسلمان نه يې تصديق خط واخست چې د دې بل مسلمان په وړاندې د بغاوت اجازه لرې . دې ته وايي سياسي پوخوالی .

نو سره له دې چې ميرويس نيکه لغمانی نه وو خو دغه لغماني صفات يې درلودل.


 


نو د تاريخ په اږدو کې پښتانه مشران همېشه سياسي خلګ وو او د دوۍ سياسي شعور وو چې لوی افغانستان يې منځته راوستلو . خو په دغه معاصر تاريخ کې د سيميز او نړيوالو سياستونو له کبله پښتانه سياسي مشران يا ووژل شول او يا يې په زندانونو کې شپې او ورځې تېرې کړې او خولې يې وتړل شوې . ښې بېلګې يې فخر افغان خان عبداغفار خان ، داود خان ، مجروح يا نجيب الله دي.

او د دوې په ځای اسلامي بنيادګرايي يا اېکسټرېميزم د پښتنو په منځ کې تقويه شو او د پښتنو واک د سختدريځو سياسي ملايانو لاس ته ورغی . او له هغې ورځې چې ملايان په واک راغلي نو د پښتنو په سيمو کې تباهۍ او بربادۍ روانه ده . او د دې طالبانو او ملاصيبانو کړو ـ وړو ته چې سړی ځير شي نو ښکاري چې دوۍ غواړي چې پښتانه دومره شا خواته لاړ شي چې بيا يو بل سره په تيګو وولي او په مغارو کې سره ژوند وکړي . او هغه هم په داسې حال کې چې زمونږ ګاونډيان د اتومي وسلو خاوندان دي .


تاسي وګوري چې د طالبانو د خامو سياستونو له کبله افغانستان د امريکايي بمونو لاندې دړې ـ وړې شو او امريکايي عسکرو ته دا زمينه برابره شوه چې خپل عسکر په افغانستان کې پياده کړي . له بلې خوا همدې طالبانو په پښتونخوا کې د نارامۍ په راوستلو او د جهالت په پياده کولو سره پاکستاني پوځ ته دا زمينه برابره کړه چې خپل پوځ په قبايلي ازادو سيمو کې ځای په ځای کړي . طالبانو په خپلو دغو عمالو سره د قبايلي سيمو پنځه زره کلنه قبايلي خپلواکۍ خرڅه کړه او هغه هم يواځې د اسلامي قوانينو د جاري کولولو د پاره .

ته به وايې چې د پښتنو په سيمو کې اسلام اصلاً وجود ندرلود .

د دې ټولو سره ـ سره طالبانو د پښتنو په راتلونکي نسلونو باندې د زده کړې دروازې تړلي او د اندوالو په اندونو يې زولانې اچولي دي .


طالبانو په خپلو خامو سياستونو سره افغانستان امريکايانو او شمالي ټلوالې ته ، او قبايلي خپلواکې سيمې يې د پاکستان فوځ ته تسليمې کړې او د پښتنو راتلونکو نسلونو د پاره يې دا زمينه برابره کړې چې د پښتنو راتلونکي نسلونه په افغانستان او په پاکستان کې د چپړاسي ، جوالي او د سقاو دندې په غاړه ولري . ځکه د انجينير ، ډاکټر او اديب کيدلو د پاره خو سړی بايد ښوونځی ووايي .


همدا علت دی چې د طالبانو په هويت باندې خلګ شک کوي چې ايا دوۍ به په ريښتيا د احمدشاه بابا، د ميرويس نيکه او د خوشحال بابا اولاده وي او يا دا چې دا يوه پردۍ پديده ده چې د پښتنو د ځپلو او بدنامولو او د خرڅولو د پاره منځ ته راغلې ؟؟؟


نو دلته د يو سياستوال او د يو ملا توپير روښانه کېږي . يوه سياستوال لکه احمد شاه بابا د خپل سياسي شعور په کارولو سره مونږ ته لوی افغانستان جوړ کړ او په ميراث يې پرېښود او يو ملا زمونږ هيواد يې په امريکايانو او شمالي ټلوالې ، او قبالي خپلواکۍ يې د پاکستان اردو ته ورکړه .


نو هغه د چا خبره چې :


ترکاڼي د بيزو کار ندی .


د هغه ملايانو په هکله صدق کوي چې په سياست کې لاسوهنې کوي او يا د واک لېوني دي .

مذهب چې سياسي شو د اپيمو خصلت پيدا کوي . همداسې چې اپيم يو انسان وچوي او غوښې او وينې يې ورته زبېښي او په اخر کې يې وژني ، هماغسې دين هم چې سياسي شي ، د يوې ټولنې بېخ او بنياد باسي او لمنځه يې وړي .


نو زما په اند خو د پښتنو وجايب په دغه حساس او تاريخي پړاو کې دا دي چې دين او سياست سره بېل کړي ، د ملا واک دې د مسجد تر محدودې پورې محدود کړي ، او د جرګو او مرکو له لارې ، د سيميز او نړيوالو سياستونو په پام کې نيولو سره داسې ستراتيژۍ جوړې کړي چې د پياده کولو امکانات يې وي . ځکه دغه د ملاصيبانو او د طالبانو ستراتيژۍ چې جګړه به تر هغه وخته نختمېږي چې ټوله نړۍ نه وي مسلمانه شوي ، د هېڅ روغ انسان او د هېڅ غير اسلامي دولت د پاره د منلو وړ نه ده .


نړۍ متنوع ده او له تنوع سره هم ښکلې ښکاري . دا چې د نړۍ ټول انسانان د يو دين پيرو وي ، يو ډول جامې واغوندي او يا دا چې د يو امير لخوا رهبري شي ، ناروغې هيلې دي .


د يو هوسا او خپلواکې پښتني راتلونکي د پاره د يوې ستراتيژي جوړول بايد د سياستوالو لخوا د وخت او عصر په پام کې نيولو سره جوړه شي ، نه د هغه قوانينو په اساس چې د څوارلس سوا کالو مخکې شرايطو د پاره يې قانونيت لرلو .


نو ملا ته که سياست په لاس ورغی هغه به ټولنه د بشري تاريخ لمړنيو پيړيو خوا ته رهبرې کړي او يا دا چې په انګرېز او امرېکا به يې خرڅه کړي . که چېرې همدغه ادعا حقيقت نلري ، نو يو څوګ دې د همدې ادعا برعکس ثابته کړي .


تاسي وګورئ ؛ انګرېزانو په اسلامي نړۍ کې د خپلو سياستنو د پلي کولو د پاره همېشه د ملاصيبانو او د ټولنې د بېسوادو وګړو نه ځان د پاره ګټه پورته کړې ده . ښه بېلګه يې د اماني نهضت په وړاندې د خادم دين ء رسوال الله غازي امير حبيب الله ء سقو استعمالول وو چې امان الله خان يې د يو کافر او ملحد په تور هجرت ته مجبور کړ .

انګرېزانو د روسانو په وړاندې د خپلواکۍ جګړې ته يې جهادي بڼه ورکړه ، ملايان يې تقويه او اکمال کړل او هغه سياستوال چې د روسانو د يرغل په وړاندې يې د خپلواکۍ د جګړې اعلان کړې وه ، په پاکستان کې د هغه جهادي ګوندونو لخوا چې د انګرېزانو لخوا جوړ شوي وو . ووژل شول او يا هجرت ته مجبور شول .


همداسې ای اس ای هم په پښتونخوا کې د طالبانو د غورزنګ په جوړولو سره ځان ته دا زمينه برابره کړه چې د پښتونخوا په خپلواکو سيمو کې خپل نظامي نفوذ پراخ کړي .


نو د پښتنو په سيمو کې چې ننني سياسي حوادثو ته سړی ځير شي ، د سيميزو او نړيوالو هيوادونو ستراتيژۍ دا ده چې د اسلامي بنيادګرايي په تقويه کولو او د اسلامي دولتونو په جوړولو سره د پښتنو په منځ کې يوه سياسي خلا منځته راولي تر څو چې د دې سيمې کنټرول د پښتنو له لاسه ووځي او په خپله پرې حاکم شي . او څنګه چې مونږه ګورو د دغه اسلامي بنيادګرايي او اسلامي نهضتونو لويه لاس ته راوړنه د پښتون ولس د پاره دا وه چې دوۍ افغانستان امريکايانو او شمالي ټلوالې ته ، او په پښتونخوا کې يې قبايلي خپلواکۍ د پاکستان دولت ته تسليمه کړه .


اسلامي بنيادګرايي د پښتون ولس د پاره لکه د يو سرطان دانه ده . او غير له دې چې دغه سرطاني دانه د پښتون د وجود نه پرېکه يا قطع شي ، بله لاره ـ چاره نلري . په دې کې د پښتنو ايماني او وژداني دنده او وجيبه دا ده چې خپلو اولادونو ته داسې روزنه او ښوونه ورکړي چې د ملايانو په ناروغو سياستونو تير ونه وځي . د دې تر څنګ دې داسې ګوند جوړ شي چې په ښکاره توګه د دين او سياست بېلوالی وغواړي .

د پښتنو راتلونکي د لويو چلېنجونو سره مخامخه ده ، او که چېرې همدا اوس د راتلونکي چلېنجونو د پاره سمې ستراتيژۍ جوړې نشي ، پښتانه به د راتلونکي يو بېواکه قوم وي او په ټولنه کې به يواځې او يواځې د چپړاسي ، پنچرمين ، سقاو او جوالي حيثيت ولري .

په درناوي او درنښت