کور / سياسي / د افغانستان په نا امنيو کې د روسيې ګټې

د افغانستان په نا امنيو کې د روسيې ګټې

روسيه چې په سيمه او افغانستان كې د روانو حالاتو په اړه تل بې توپيره نه ده پاتې شوې او په سيمه په تېره بيا افغانستان كې يې په روانو حلاتو اوبدلونو كې پوره ونډه لرلې ده، اوس هم په افغانستان كې په روانو حالاتو او ستونزو كې پراخ لاس لري.


همدا اوس اوس رسنيو داسې رپوټونه خپاره كړي دي چې روسيه په افغانستان كې د امريكا د ولسمشر بارك اوباما دتګلارې ملاتړ كوي او دا په افغانستان او پاكستان كې د ستونزو حل لار بولي، داچې دبارك اوباما نوې ستراتيژي چې له سخت دريځو سره جګړه، له منځ لارو سره خبرې او په افغانستان كې د پوځيانو زياتول يې بنسټيز ټكې دي، ولې دروسيې دملاتړ وړ كرځيدلې؟ بېلابيل لاملونه لري، كابو درې اوونۍ وړاندې په ملګرو ملتو كې دروسيې دايمي استازي ويلي وو چې له سياسي انزوا نه د طالبانو ايستل په هيڅ ډول روسيې ته دمنلو وړ نه دي، چې دا په افغانستان كې دروسيې پلوه كسانو له دريځ سره هيڅ توپير نه لري، دروسيې او په افغانستان كې ديو شمېر كړيو په ډېرو مسايلو كې دنظر يووالى ددغو ډلو او روسيې ترمنځ دقوي اړيكو ښـكارندويي كوي، چې روسيه دهمدوى پرمټ په دغه هيواد كې خپلې ګټې ساتي او دغه ډلې هم دروسيې په ملاتړ په افغانستان كې تل په بدلونو كې پوره ونډه اخلي، دروسيې له خوا له سياسي انزوا دطالبانو دمشرانو نه ايستنه هغه خبره ده چې په افغانستان كې يې يو شمېر كړۍ كوي. دغه كړۍ او روسيه چې غواړي طالبان تل په سياسي انزوا كې وي او تل همداسې له افغان دولت او نړيوالو سره په جګړه كې وي، ددې تر شا خپلې موخې لري او په جنګ او سياسي انزوا كې دطالبانو دساتلو لپاره به تر خپل وروستي بريده هڅه كوي، ځكه كه طالبان له سياسي انزوا او له افغان دولت اولوديځ سره له جنګ څخه ووځي نو دافغانستان په سياسي فضا كې به دروسيې پلوه ډلو شتون ترسيوري لاندې راولي او ورسره سم به په افغانستان اوسيمه كې دروسيې ګټې له ننګونې سره مخ شي. او دا هغه څه دي چې روسيه او روسي پلوه ډلې به يې تر وروستي بريده دمخنوي هڅه وكړي.

داچې ولې اوس روسيه داوباما دتګلارې ملاتړ کوي دا هم ځانګړې لاملونه لري، داوباما تګلاره په عملې اړخ کې له سولې ډېر پرجنګ را څرخي او دا د روسيې او په افغانستان کې دروسي پلوه ډلو يوازينۍ هيله ده، ځکه روسيه او روسي پلوه ډلې غواړي امريکا تل په جنګ کې ښکيل وي. او ددې تر شا دوى خپلې موخې لري، يوداچې امريکا په جنګ ګڼ زيانونه ويني، دا جنګ بۀ امريکا له اقتصادي پلوه کمزوري کړي، پوځيانو ته به يې ګڼ تلفات واوړي او بلاخره په سيمه او اسلامي نړۍ کې به امريکايي ضد احساسات لا زيات شي او دا هغه څه دي چې دوه لسيزې وړاندې پخوانى شوروي اتحاد يا ننۍ روسيه ورسه مخ شوه. دوهم داچې په دغه جګړه کې به اسلام پال هم درانه زيانونه وويني او په دې عملياتو کې چې همدا اوس په پښتونخوا کې روان دي لويه برخه هغه چچين، ازبک او تاجک جنګيالي دي چې کلونه کلونه دروسيې په ضد جنګيدلي او لاهم جنګيږي، چې ددوى ځپل هم روسيې ته ګټه لري. درېيم داچې په افغانستان کې دروسي پلوه ډلو سرسخت مخالفين بۀ تل په جګړه کې وي او هيڅکله به سياسي فضا ته را نه شي، او دهمدغه سرسختو مخالفينو شتون به روسيې پلوه ډلې په لوديځوالو ديو فشار په توګه کاروي او تل به په سياسي ډګر کې خپل فعال شتون ساتي او دهمدغه فعال شتون په وسيله به دخپل بادار(روسيې) ګټې ساتي.

حتې په دې وروستيو کې خو ډېر کسان دا هم وايي چې ددولت ځينو مخالفينو ته د روسيې له اړخه مرستې او وسلې د همدغو روسي پلوه ډلوپر مټ رسيږي، که په دې برخه کې کوم کره ثبوت لاس ته راشي نو دا به هم دروسيې له چل او ول نه ډک دريځ په روښانولو کې اغيزمن ثابت شي.

له دې ټولو څرګنديږي چې روسيه په افغانستان کې دسولې اوټيکاو راوستلو له پاره داوباما د تګلارې ملاتړ نه کوي بلکې ددې ترشا خپل ټاکلې موخې لري چې هغه د امريکې کمزوي کول او په سيمه او افغانستا کې دخپلو ګوډاګيانو پرمټ خپلې ګټې خوندي کول دي.
                                                      په درنښت