کور / سياسي / دامريکا دنوي ولس مشر د تغير يا« چينج » دسياست اعلانو ل

دامريکا دنوي ولس مشر د تغير يا« چينج » دسياست اعلانو ل

 اودافغان ولس نور ټکول


 بازار ګرم دي د لــوبو نــن وجــدان پکښي خرڅيــږ ي
 داڅونه لوي وحشت دي نــن انسان پکښــي خرڅيــږي

 دالــــوبــي دغــليــم دي وافــغــان تـــې لومـــي ايــښـــي
 ژر پاڅي ددې خوبه ، کور دافغان پکښيي خرڅيږي


په دي ليکنه کي به په لنډه توګه په افغانستان کي ديرغلګر ځواک پر نظامي او سياسي هلو ځلو او ددوي پر غولونکو خبرو او کړونو باندي به لږ څه مکث وکړم :

۱ـــ نظامي هلي ځلي :

دايوه معلومه خبره او پوره حقيقت دي ، چه په نړي کښي ټول اجتماعي ، سياسي سازمانونه ، دولتي حاکميتونه او بالاخره جهاني ابر قدرتونه دخپلو خلګو او ګروپي ګټو له پاره ځان ته معلومي او ټاکلي ستراتيژ يګاني لري ۰

چه ودې سترا تيژيوته درسيدو له پاره په مختليفو وختونو کښي د خپل مخ څخه دستونځو دليري کولو له پاره دمختليفو تاکتيکونو، او سياستونو څخه دعامو خلګودتيروتلو دپاره کاراخلي ۰

ځکه نو ددي واقعيت په رڼا کي امپريالستي او استعماري حاکميتونه او ځواکونه په جهان او په ځانګړي توګه زموږ په ګران وطن افغانستان کښي ددې اوو کالو ديرغل په درشل کښي دخپلو بشري او اقتصادي جناياتو دپټولو په مقصد زموږ دولس دتير وتلو له پاره دمختليفو تاکتيکونو او سياستونو څخه کار اخستي او اخلي يي ۰

ولي دخوښي ځاي دادي چه دې زوريدلي ملت ددوي اهداف درک کړي ، او ددوي په چل او ټګماريو باندي نور نه خطا وزي ۰ او په خپل وطن کښي به دخپلو نيکونو او اجدادو په څير هيڅ يو يرغل ته سر ټيټ نکړي ۰ ځکه ددي ولس دادافغاني غيرته ‌‌ډکه ځانګړ تيا نه يوازي سره انګليس او روسانو پوره درک کړي ،بلکه دجهان نورو لويو قدرتونو هم دا واقعيت درک کړي دي ۰ چه دامريکا نوي مشر اوباما هم په يوه مصاحبه کښي کوم وخت چه دافغانستان او پاکستان په وړاندي نوي ستراتيژي جوړول ، وهغه کميسيون ته يي داسي خطاب کړي وو ۰

چه دافغانستان په وړاندي دنوي ستراتيژي دجوړولو پر وخت بايد دافغانانو تاريخ چه دهر اشغال په مقابل کي ډغري وهلي دي ، په نظر کي ونيول سي ۰

بايد وويل سي چه دامريکا تر انتخاباتو څو هفتي مخکي يو تعداد افغاني سياسي کارپوهانو او ډيرو روشنفکرانو داسي فکر کاوه چه په امريکا کښي دډموکراټانو او په ځانګړي توګه داوباما کاميابي به افغانستان ته دصلح دراوستلو او دجنګ دختميدو شروع وي ۰

ولي بر عکس اوباما دتغير دسياست داعلان څخه وروسته وافغانستان ته دښه امنيت دراوستلو ترنامه لاندي د ــــ۲۱۰۰۰ ـــــ نوو عسکرو ليږل امضأ کړل ۰ چه ددي جملي څخه ۳۵۰۰ عسکر دمۍ دمياشتي په آخره کښي کندهار کښي ځاي پر ځاي سوي ، او ۳۰۰۰ به نور هم ورسره يو ځاي سي ، او دجون دمياشتي په آخرکښي به دامريکايي عسکرو تعدادوـــ ۷۰۰۰ ـــ ته ورسيږي ۰په داسي حال کي چه فعلا دکندهار په ولايت کښي ۲۸۰۰ــــ کاناډايي عسکر دطالبانو دسخت مقاومت سره مخامخ دي ۰

او هم په راتلونکولسو ورځوکښي به دهلمند ولايت ته د۱۰۵۰۰ــــ امريکايي نوو عسکرو ليږل په داسي وخت کي تر سره سي چه هلته ۸۰۰۰ــــ برتانوي عسکر دخلګو دکلک مقاومت سره مخامخ په جګړه کي دي ۰

او هم داسي اوريدل کيږي چه په راتلونکي نوي هفته کښي به ـــــ ۱۲۰۰۰ ـــــ نوي خارجي عسکر په افغانستان کي ځاي پر ځاي ، اودځينو خبرونو څخه معلوميږي ، چه دهلمند دولايت دګرم سير په ولسوالي کښي به يوه نوي نظامي ا‌ډه هم جوړه کړي ۰ داسيمه و دوي ته په ستراتيژيکی لحاظ ځکه د اهميت وړده ۰ چه پاکستان او ايران ته نيژدي پرته سيمه ده ۰ دانوي نظامي اډه په داسي وخت کښي امريکا تر خپل لاس لاندي نيولي ده ، چه په اوس مهال کښي امريکا او ناټو دواړه په افغانستان کښی ـــ ۲۸ ــــ لوي نظامي اډي لري ۰ چه دهغي جملي څخه ۱۳يواخي هوايي نظامي اډي دي ،چه ددي جملي څخه بيا دوي هوايي اډې ډيري زو روري دي ۰ چه ديوي خوا کولايسي په ډيره اساني اسيا، اروپا ، روسيه ، چين ، ايران ، او هند کنترول کړي ۰ اوله بله پلوه کولايسي چه دنفتو اوتيلوهغه زيرمي چه د کسپبين اودپارس په خليج کي دي په خپل کنترول کي وساتي ۰ اوس نودلته داسي سوالونه را پيداکيږي : چه داپورتنۍ نظامي هلي ، ځلي امريکا دڅه دپاره کوي ؟ او ددوي ددې ډيري پانګي اچوني څخه چه په نظامي او سياسي اړخونو کيي پکار اچوي ، هدف يواځي دتروريزم او مخدره موادو دقاچاق پر ضد مبارزه ده ، او که نور پټ خپل ستراتيژيکي اهداف مخ ته وړي ؟ په داسي حال کښي چه ددوي د انظامي هلو ځلونه يوازي دمنطقي هيوادونه بلکه دجهان لوي نظامي او اقتصادي قدرتونه دسختو تشويشونو سره مخامخ کړي دي ۰ ځکه نو ددوي نطامي اډي په مرکزي اسيا کښي يو په بل پسي دتړل کيدو پر حال دي ۰ ګرچه د۲ـــ۶ــــ ۲۰۰۹ ـــ تاريخ باندي دقزاقستان په مرکز کښي دافغانستان او قرغيزستان دسفير انو په ګډ ملاقات کښي دافغانستان دجمهور ريس وړانديز دقرغيزستان جمهو ريس باقييف ته د يو په يو ملا قات په هکله دافغانستان دسفير له خواه څخه دقرغيزستان سفير ته ورکول سوو۰ اوداسي معلومه سوله چه ددي ملاقات اصلي هدف په قرغيزستان کښي دامريکا دنظامي اډي دبيرته پاته کيدوله پاره وو ، ولي وڅنګ ته يي په افغانستان کښي دبيا جوړوني له پاره دهمکاري غوښتنه هم ځيني سويو ه ۰ په داسي حال کښي چه اوباما يوه هفته مخکي و عربي نړي ته دخپل رسمی سفر په وخت کښی دمصر دجمهوريت دقاهري د الا اظهر په پوهنتون کښي په يوه مفصله بيانيه کښي دا په ښکاره وويل چه ، دافغانستان او پاکستان د مسلي حل دنظامی لاري څخه شتون نه لري ۰

اوس نو که وګورو دامريکا دمشر تابه څرګندوني ،اوديرغلګر ځواک عملي قدمونه په څونه متقابل جهت کښي قرار لري ۰ځکه نو داسي سوال پيدا کيږي چه ددوي څرګندوني او عمل ولي يو ډول نه دي ؟

ددې مهمي پوښتني دتوضيح او جواب له پاره به زه څه نا څه په راتلونکي ليکنه کي د « ايا امريکايي او افغاني واکمنان دافغان ولس په وړاندي رشتيا وايي » تر عنوان لاندي په ځينو افغاني ويب پاڼو کي ونشر ته وسپارم ۰

۲ ــــ سياسي هلي ځلي :

که په لنډ ډول سره ووايو، چه دامريکا تر رهبري لاندي يرغلګرو په افغانستان کښي دخپلي خوښي سره سم سياسي حاکميت دخپلو غربي تيکنوکراتانو او جنګ سالارانو څخه جوړکړي ۰ او ددې حاکميت اساسي قانون يي هم دخپلو ګټو تر شعاع لاندي دملت دريښتيني ارادي څخه ليري په اصطلاح په لويه جرګه باندي تصويب او پر دې زوريدلي ملت باندي يي په زور وټپي ۰او د مملکت حاکميت په ښکاره ډول د يوي خارجي او داخلي مافيا په لاس کښيوت ۰ چه داوو کالو په تيريدو سره د دې لاس پوڅوتر حاکميت لاندي داسي بشري جنايات تر سره سول ،چه په نتيجه کښي په لس هاوو زرو افغانانو ـــ کوچنيانو ، ښځو ، زړو ، ځوانانو ،) خپل ژوند دلاسه ورکړي او په زرهاوو کورونه او کلي يي په کنډ والوباندي تبديل سوي دي ۰ ددې حاکميت کړونو نه يوازي داملت دفقر او دبي امنيو و ګواښونو ته ور پوري واهه ، بلکه په اوس مهال کي يي ټوله منطقه د بي امنيود ګواښونو سره يي مخامخ کړي ده ۰

دافغانستان دغه لاس پوڅي سياسي حاکميت دخلګو په وړاندي دامريکا او ناټو په مستقيمه نظامي حمايه داسي اقتصادي جنايات هم تر سره کړل ، چه دافغانستان تاريخ يي په خپلو پاڼو کي نه لري ۰ هغه داچه دمنفورآزاد بازار او خصوصي سکتو ر دتقوي تر نامه لاندي یی دملت دغيري منقولي شتمني لويه برخه يي خپل تر منځ دملت دارادي خلاف يي په ډيره سخاوتمندانه ډول تقسيم کړل ۰ چه په نتيجه کښي په زرهاووانجنيرانو،معاون انجنيرانو او ماهرو کارګرانو خپل کارونه دلاسه ورکړل ، او سم دلاسه يي دفقر ودروازي ته و درول ۰ ولي دملت په دي شتمنيوباندي دکرزي ترږيري لاندي يو څود غربي استخباراتي کړيو سره موښتي تيکنوکراتانو او لويو جنګ سالارانو په داخل او خارج کښی لوي قصرونه جوړ، او په غربي بانکونو کښي دډالرو د لويو زخيرو خاوندان سول ۰ ولي ددوي ددې جناياتو قرباني هغه غريب انسانان سول ، چه دوچي ډوډي اوژمنيو کاليو دنه درلودلو له کبله هر کال په ساړه ژمي کي په زرهاوو ماشومان او لويان خپل ژوند له لاسه ورکوي ۰


په نتيجه کښي هغه خلګو هم چه ددوي په وعدويي په لومړيوورځو کښي فريب خوړلي وو ، اوس په دې واقعيت باندي پوره پوه سوي دي ، چه امريکا تر رهبري لاندي په اصطلاح جهاني ټولنه په افغانستان کښي هغه څه تر سره کوي ، چه خپله يي غواړي ،اوس افغان ولس ددوي په وعدو او خبروباندی نور نه خطا وزي ۰ ځکه نو په نتيجه کښي دمقاومت هغه کوچني ليکي اوس دمملکت غربي ، جنوبي او شرقي سيمولويي برخي يي هم په خپل غيږ کښي نيولی دي ۰ او داسي معلوميږي چه د شمالي سيموخلګ هم ورځ په ورځ تر خپلو ملي او وطن پالني تر تاثيراتو لاندي راولي ۰ چه دخلګو دا پراخ ملي احساسات نن دامريکا تر رهبري لاندي دناټو زبر ځواک هم دسخت چلنج سره مخامخ کړي دي ۰ چه دناټو تاريخ داسي چلنج په خپل ياد کي نه لري ۰ خکه داسي ورځ نسته چه دوي دي تلفات ونه لري ۰ ځکه نو دناټو دځواک حاکميتونه دخپلو ملتونو تر سختو انتقادونو لاندي راغلي ،او دناټو يو تعداد غړي نور زړه نه ښه کوي چه دخپلو خلګو دارادي خلاف دي نور عسکر و دې بي نتيجي جنګ ته وليږي ۰

دپورتنيو واقعيتونو او دامريکا دتغير دسياست په نظر کي نيولو سره سوال دا پيداکيږي چه ايا دامريکا نوي مشر تابه په رشتيا سره غواړي داد بوش داداري جوړ کړي تراژيدي سريال ته په افغانستان کي دپاي ټکي کښيږدي ؟

ددي سوال مثبت جواب ته مشکله ده چه څوک دي اوږه ورکړي ۰ دا ځکه چه دتاکتيکونو او سياستونو تغيردولسونو او ملتونو په وړاندي دچل او چم يوه طريقه ده ، چه غواړي ددي لارو څخه خپل ځانونه خپلو اهدافو ته نيژ دي او يا ورسوي ۰ ځکه نو افغان ولس داوباما په دي څلورو مياشتوکښي په افغا نستان کښي دجنګ ميدان سوړ نه ، بلکه نور يي هم ګرم وليدي ۰ اوددي نوو عسکرو په ورتګ سره به دافغاني مافيايي حاکميت دوړاندويونوخلاف دجنګ ميدان به نور هم ګرم ، او دجنګ دواړه طرفه به دسختوتلفاتو سره مخامخ ، او دافغان ولس کرکه او نفرت به دامريکا دنوي مشر تابه په مقابل کي دبوش په څيربه ډير ه کړي ۰ تمت باالخير ۰

اخځ :

فارسي رو ويب پاڼه :
تل افغان ويب پاڼه :
لر او بر ويب پاڼه :