" /> " /> " /> " /> هلمند تر ټولو پراخ پلټونکي عمليات پيل سوه – لراوبر ویب پاڼه
کور / سياسي / هلمند تر ټولو پراخ پلټونکي عمليات پيل سوه video

هلمند تر ټولو پراخ پلټونکي عمليات پيل سوه video

دهلمند داوږده سيند ترغاړي په ټولو پرتو سيموکي دافغان ملي اوردو
ملي پوليسو ،ايساف او امريکايي مرين ځواکونو له لوري د ډيرو پراخو پلټونکو عملياتو
نه چي تيره شپه پيل سوي څو ساعتونه اوړي دګرشک ولسوالي نه ترګرمسير ولسوالي پور ي
ټولي هغه سيمي چي دهلمند دسيند ترغاړي پرتې دي دبهرنيو او افغان ځواکونو له لوري
ترسخت څارلاندي دي په هوا کي دجيټ الوتکو ترڅنګ زياتي هلکپتر په ډيره ټيټه ارتفاع
الوتني کوي او دخپلو سرتيرو په سرونو باندي ګرځئ دګرشک ولسوالي دسپين مسجد په سيمه
کي ځاي اوسيدونکي دبهرنيو او افغان ځواکونو سره دسختو نښتو ددوام خبر ورکوي او
دناوې ولسوالي دخرابي اوسيدونکي وايي سيمي ته دبهرنيو ځواکونو خورا زياتي نوي شوبلي
داخليږي ناوه ولسوالي چي دهلمند په جنوب کي دهلمند دسيندترڅنګ پرته پراخه ولسوالي
ده .

دخلګو په خبره يي دالومړى ځل دى چي دبهرنيو په دومره شميره کي
دځواکونو او چورلکو ورتګ ګوري که څه هم ددې عملياتو يوه برخه ترګرمسير ولسوالۍ پور
هم رسيدلې خو دتليفون دمزو دخرابتيا له امله ونه توانيدولو چي د هغه ځاي حالت
راواخلو دنادعلي ولسوالي دچاه انجير دسيمي او سيدونکي وايي دبهرنيو ځواکونو توري
چورلکي يي دتوتکيو په څير په کليو ګرځئ او دامريکايي ځواکونو نوي ځنځيردرلودنکي
ټانګو لکه ياغي حيوانان ددوي په کروندو کي ګرځي او درختي يي ترسينو لاندي کوي
دهلمند دوالي وياند محمد داود احمدي وايي پيل سوي عمليات بۀ وکولى سي چي په سيمه کي
امنيت ټينګ کړي او دټاکنو ترڅنګ به دخلګو لپاره دژوند امکانات هم برابرسي چي داحمدي
په خبره ددې عملياتو وروسته به دبياروغوني يو شمير لوىي پروژي هم په سميه کي تدبيق
سي که څه وړاندي تر دي ډول ډول عمليات ددې ولايت په بيلا بيلو سميو کي ترسره سوي وه
خو دالمړى ځل دى چي په دومره پراخه سيمه کي له دومره زيات تجهيزاتو سره دبهرنيو
ځواکونو له لوري عمليات کيږي .

که څه هم تر دي دمه دعملياتو په مخکي مالوم مقاومت دوسلوالو
طالبانو له لوري نه ليدل کيږي خو دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي خبري ورکو ي چي په
ناوه ولسوالي کي يي تيره ورځ ناوخته ١٦تنه بهرنيو سرتيري او دوه ټانکونه له منځه
وړي دي چي تر دي دمه په هلمند کي ميشتو بهرنيو او کورنيو مسئولينو رسينو ته څه نه
دي ويلي .

وېډيو :