کور / نثر / په ټلیفون

په ټلیفون


هلک :  الو………..
نجلۍ : الو…………..
هلک : ډیره مې یاده شوې وې
نجلۍ : تاسې څوک خبرې کوي؟!
هلک : ستاسې پخوانۍ همکار توریالی
نجلۍ :په دې نو م زه څوک نه پیژنم
هلک :  خو زه تا پیژنم
نجلۍ : دا په ما پورې کومه اړه نلري
هلک : چې تا پیژنم اړینه ده چې په تا پورې به اړه ولري
نجلۍ : دغه فلسفه دې په جیب کې واچوه
هلک : زه ستا په مینه کې په ګریوان تڼۍ نلرم جیب خو ډیرلرې دی
نجلۍ : زه بیخې تا نه پیژنم
هلک :  لازمه نه ده چې ما وپیژنې
نجلۍ : هیله کوم چې بیا زنګ ونه وهی
هلک : زه به ضرور زنګ وهم پورته کول اونه پورته کول یې ستا کاردی
نجلۍ : د خدای په خاطر ته څوک یې؟
هلک : ستا پخوانی همکار
نجلۍ : لما نه څه غواړي ؟
هلک : مینه
نجلۍ : زه په دې نوم تراوسه څه  نه پیژنم
هلک : ستا ټوله فلسفه همدغه ده چې هیڅوک نه پیژنې
نجلۍ : فلسفه څه شي دی ؟!!!!!
هلک : بیا دې خپله وکړه
نجلۍ:  داته څه وایې؟ ، درته مې وویل چې نه دې پیژنم … نه دې پيژنم….
هلک : لږه دغرورله نیلي راکوزه شه وبه مې پیژنې
نجلۍ : تاسې همدومره ادب لري؟!
هلک :  له سترګونه دې پوښتنه وکړه
نجلۍ : سترګې به دهغه چا په اړه څه فیصله وکړي چې نه یې وي لیدلی
هلک :  له پوښتنې مخکې په یوچا حکم مه کوه چې دهوښیارانو له کتاره به ووځي
نجلۍ : یانې لمانه دې هوښیارتیا نفي کړه
هلک : خو کم عقل توب مې درته نه دی ثابت کړی
نجلۍ : دیوچا نه یوه څه نفي کول ، پخپله دهغې څیز د ضد اثبات دی
هلک : تا خوویل چې په منطق اوفلسفه نه پوهیږي
نجلۍ : ولي هر دلیل، منطق اوفلسفه ده ؟!
هلک :  خو هره فلسفه اومنطق دلیل کیدلای شي
نجلۍ : تا زه ډیره ستړې کړم
هلک : ټول عمر راحت د راحت خوند راکموي
نجلۍ : دا درته چا ویل ؟
هلک : د خپلو تجربومحصول مې دی
نجلۍ : لازمي نه ده چې په نورو دي پلي شي
هلک: هغه څوک چې زما خوښ دی همداسې به وي
نجلۍ : خوزما نه یې خوښ
هلک :تا خو تراوسه نه پيژندم
نجلۍ : اوس دې هم نه پیژنم
هلک : نفرت له پیژند لو وروسته راځي، ما به پیژنې ځکه دې خوښ نه یم


نجلۍ : ستا بې ارزښته خبروته وخت نلرم
هلک : خوزه ستا ارزښتاناکه خبرې غواړم
نجلۍ : عمل پرې هم کوي
هلک : بلي .. بلي ..
نجلۍ : ښه نوچې بیا زنګ ونه وهي
هلک : الو .. الو .. الو…
نجلۍ 🙁 تلیفون یې بند کړ)