کور / سياسي / انتخاباتي رسوايي او خطرناکه عواقب يې

انتخاباتي رسوايي او خطرناکه عواقب يې

هر څوک چي د جمهوري ریاست انتخابات وګټي د مشروعيت او قانونيت له سوال سره به خامخا مخامخ وي. څرګنده خبره ده چي انتخابات نهایت بد اداره سول، بې نظمي ډېره وه، او په راتلونکي کي به حتما سياسي او قومي ستونزي لا ډېري کړي. د انتخاباتو هدف داوو چي د کابل حکومت ته مشروعیت او قانونيت ورکړي ، خو له بده مرغه لا يې ور خراب او لړازنه کړ. په انتخاباتو کي له مخکني اټکل سره سم عامو افغانانو ډېر ه کمه برخه واخیسته. د انتخاباتو په جریان کي،امنیتي وضع تر پخوا لا مغشوشه او خطرناکه وه. په انتخاباتو کي د حامد کرزي دحکومت پرېمانه ټګي برګي د انتخاباتي پروسې ټول مشروعیت او موثريت تر سوال لاندي کړ، او ټول ملک او حکومت يې و يو بل انتخاباتي او سياسي بحران ته ور ټېله کړ. اوس، پوښتنه دا ده چي ایا یوازي په پنځو کالو کي يو ځل انتخابات يوه غله او بېکاره حکومت ته مشروعيت او قانونيت ورکولای سي ؟ او که د مشروعيت د ګټلو لپاره کار او خدمت، خيال او فکر، ښه پلان، تکړه ټيم، او کاري سابقه هم ضروري دي؟


په افغانستان کي، زما په ګومان د ایران په شان يو واکمن خو منفور حکومت انتخابات غلا کړل. د احمدي نژاد په تعقيب حامد کرزي هم په انتخاباتو کي د زړه له اخلاصه ټګي برګي وکړه. مګر د ايران او افغانستان توپير پدی کي دی چي که څه هم هلته يوه مذهبي ديکتاتور ي چلېږي، خو یو مستقل سياسي نظام چي پر داخلي عایداتو باندي تکیه لري ، حکومت کوی. ايران د تيلو پيسې لري او چا ته اړ ندی. په بل عبارت، ایران کولای سي چي ووايي: برو کاکا، دلم بایسکلم. مګر د حامد کرزي شرايط ډېر محدود او بین المللي ملاتړ يې نامطمينه دی. هغه د لالا په چاندو، بخشش، او تر ټولو مهم د امریکايي عسکرو د وسلو په زور چلېږي.


بلخوا، ددې سراسري تړاو او وچ مجبوریت په پام کي نیولو سره، ټولو مهمو کاندیدانو په انتخاباتو کي د حامد کرزي په ګټه د پراخو درغلیو رسمي تورونه لګولي دي. ځينو کاندیدانو خو همدا اوس لا په رایو کي د پراخ تقلب په اړه قانع کونکي اسناد او شواهد وړاندي کړيدي. ډاکټر عبدالله چي په اغلب ګومان به په دوهم پړاو کي د حامد کرزي سره مخامخ سي په رایو کي عامه ټګي برګي او له حکومتي منابعو څخه د حامد کرزي په ګټه د کار اخيستلو بېشماره مثالونه یادوي. ډاکټر بشردوست انتخاباتي پروسه ګرد سره “ټوکی” بولي، او داسي رايي يې پيدا کړي دي چي اصلامسلسل نمبرونه نلري. دغه راز، ډاکټر اشرف غني، ښاغلي یاسيني او نور کانديدان هم په انتخاباتو کي د حامد کرزي په نفع د جعل کارۍ الزامونه لګوي. په دننه او بهر کي ازاد مطبوعات هم د حامد کرزي په ګټه راز راز لاسوهني او غلا تاییدوي.


که څه هم د ښاغلي اوباما حکومت هڅه کوي چي انتخابات معتبر او د افغانانو د ازادي ارادې ښکاروندی يې وگڼي، خو عيني شرايط او واقعیتونه ددې ادعا پر خلاف پرېکنده حکم کوي. د اوباما حکومت معذور او مجبوره دی چي انتخابات یوه کامیابي او پرمختګ وبولي، ځکه په بل صورت کي به د یو لړ جدي داخلي او خارجي مشکلاتو سره مخامخ وي. دمګړی په امریکا کي د عامه افکارو نوي سروې ښيي چي اکثره امریکایان د افغانستان په متعلق د اوباما د پاليسیو سره مخالف دي. هغوی همدا انتخابات سم او منصفانه نه ګڼي. په امریکايي مطبوعاتو کي په زتاتېدونکي توګه افغانستان او ويتنام سره مقايسه کېږي. افغانستان د اوباما د باتلاق په نامه یادېږي. يو اوږد او بایللی جنګ ورته ويل کېږي. او د افغانستان انتخابات د يوې خطرناکي مرحلې پیل بولي. په انتخاباتو کي تخمینا ۵۰۰ میلونه ډالره مصرف سول، او دوهم پړاو به څه نوري پسې هم وغواړي. و به کتل سي چي د اوباما حکومت به تر څه وخت پوری د یوې څرګندي انتخاباتي رسوايي دفاع وکړای سي.


بد مرغي دا ده چي د افغانستان دسیاسي نظام اساس په لمړۍ ورځ په بن کي کوږ او خراب کښېښودل سو. د بن کانفرانس، له جنګي جنایتکارانو ډکي لويي جرګې، او د بش د خاص استازي زلمي خلیلزاد پر لاس د امریکا مستقيمي او زيانمي مداخلې د افغانستان سياسي جوړښت له سره لړزانه او د مشروعيت له سوال سره مخامخ کړ. په بل عبارت، د افغانستان مات سياسي هډ بد جوش خوړلی دی. کله چي یو مات هډ بد جوش وخوري، شکسته بندان هغه هډ هرو مرو بېرته ماتوي او له سره يې سم ورولي. د افغانستان بحراني سياسي نظام په ۲۰۰۱ کي د بش، زلمي خليلزاد، شمال ایتلاف، او د حامد کرزي د بد ليډرشيپ او پالیسیو له کبله بد جوش خوړلی دی، دا نظام بايد یو ځل بيا بېرته له سره مات سي څو بېرته سم جوش سره وخوري. کنې په بل صورت کي هر څونه هلي ځلي، پيسې، او عسکر عبث او بابېزه کار دي.


بلخوا، د افغانستان جمهوري رياست انتخابات پداسي وخت کي وسول چي په ګرده ملک کي امنيت او سوله نه وه. د نويو امریکایي عسکرو د زیاتېدو سره سره، طالبان قريب ۷۰ فيصده خاروي باندي مستقیم او غير مستقیم تسلط او نفوذ لري. یو رپوټ وايي د انتخاباتو په ورځ ۱۳۵ حملې، ګڼ شمېر ځانمرګي بريدونه، بېشماره بمونه ، د کابل په شمول په نورو لويو ښارونو کي منظم جنګونه، او بې شماره تهديدونه وسول. په کندهار کي طالبانو نهه راکټه واورول. په لښکر ګاه کي شل راکټه ولګېدل. په شرق او غرب ، شمال او جنوب کي د امنيتي پیښو خبرونه ورکړه سوي دي. په جنوب غربي او شرقي ولاياتو کي زياتي بې امنۍ د سيمي اکثريت خلک په انتخاباتو کي له برخي اخیستولو څخه را وګرځول. پدې سيمو کي، د رایو په مرکزونو کي خارجي څارونکي نه ول. په غزني کي، د رایو د یوه کارډ بيه یو ډالر وو.


د ۲۰۰۹ د انتخاباتو يو بل منفي اړخ د کمو افغانانو ګډون وو. په ټول افغانستان کي خو په تېربيا په پښتني سيمو کي د پخواني انتخاباتو په پرتله لږو خلکو رایه ورکړه. په کندهار، هلمند، روزګان، فراه، او زابل کي فقط پنځو او یا لسو فيصدو خلکو برخه اخيستې وه. حتی په کابل کي هم عادي افغانانو په انتخاباتو کي برخه وانه خیسته. د ښځو نه ګډون په ټول هېواد کي څرګند وو. ويل کېږي چي له ۱۷ ميلونو مستحقو رايه ورکونکو څخه فقط دوو یا درو ميلونو خلکو رايي ور کړي دي. د پخوا په شاني د ولايتي شورا ګانو لپاره هم پخواني جهادي قومندانان، جنګسالاران، محلي واکمنان، او د حکومت په ملاتړ مشهور قاچاقبران کانديدان ول. اياد خلکونه ګډون د انتخاباتو مشروعيت نه زيانمن کوي؟


زیاتره مبصرين ګومان کوي چي همدا انتخابات به په افغانستان کي روان قومي تاوتريخوالی لا غښتلی او مرګانی کړی. د جنوب او شمال تر مينځ به بدګماني او فاصله لا زیاته کړي، او ددې امکان هم سته چي کورنی جنګ یو ځل بيا پیل سي. حامد کرزي او ډاکټر عبدالله دواړو د قومي اخ و ډب په باب خبري کړيدي. د ښورښ او پاڅون تهدیدونه سويدي. خو څرګنده خبره دا ده چي په یوه انتخاباتو مشروعيت او قانونيت نه سي تر لاسه کېدای. افغانستان بنيادي اصلاحاتو ته اړتيا لري. يا به د افغانستان په ارتباط د امریکا په پاليسو کي بنيادي بدلون راځي، او يا به په هېواد کي يو معقول او څه پاک سیاسي نظام راځي، کنې نو په بل صورت کي به افغانستان ضرور د ښاغلي اوباما په ويتنام باندي بدل سي. والسلام.