کور / علمي / ننۍ پېښې د معاصر تاریخ په هنداره کې

ننۍ پېښې د معاصر تاریخ په هنداره کې

د افغانستان په معاصر تاریخ کې ځنې تاریخي پېښې کټ مټ نه بلکې په لږ توپیر بیا بیا را غبرګې شویدي:

۱- د تیمور شاه له مړینې وروسته د هغه د یو شمېر زامنو تر مینځ چې کله واک ته د رسېدو په سر اخ و ډب پیل شو نو له بابته یې د احمدشاه ابدالي ستره ټولواکمنۍ ټوټې ټوټې شوه. د سدوزیو سردارانو خپل مینځي جنګونه لا پایته نه ورسیدلي چې د بارکزیو وروڼو سیاسي لوبه هم توده شوه. دغو وروڼو ته د سدوزیو له دربار نه واک او ځواک له جمال خان نه راواخله تر سردار پاینده خان پورې په میراث پاتې وو او دغه سیاسي باور د وزیر فتح خان تر مهاله پورې وغوځېد. ولې د خپلې بېباکۍ له کبله یې د وزیر فتح خان له مړینې وروسته یو ځل بیا خپل مینځي خونړۍ جګړې پیل کړې چې د سدوزیو او بارکزیو سردارانو تر مینځ دغه جګړه ییزې پېښې دومره تودې شوې چې ان د پنجاب سکانو او انګرېزانو ته د دې زمینه برابره شوه چې په افغانستان باندې برید وکړي.

شاه شجاع چې د انګرېزانو لخوا واک ته رسېدلی وو ډېر ژر پوه شو چې زه د انګلیسي ښکېلاکګرو یو لاسپوڅی یم. له یوې خوا د بشپړ واک څښتن نه یم او له بلې خوا د ملت له ملي احساساتو سره لاس او ګرېوان یم.

شاه شجاع د دې لپاره چې د اولس باور تر لاسه کړی وي وې غوښتل چې د غازیانو له ملي آتلانو سره ځان د افغانستان وګړو ته نږدې کړي. ځکه چې شاه شجاع او د افغانستان اولس پخپلو سترګو لیدل چې شاه شجاع تش په نوم د کابل په بالاحسار کې د پادشاه په نوم ایسار دی او د انګلیس استازی مکناټن عملا د افغانستان د سلطنت نایب او د صدارت چارې پر مخ وړي الکساندر برنس د کورنیو چارو د وزیر په بڼه اومو نشي موهن لال بیا د استخباراتو دنده په غاړه لري.

اولس ډېر زر وپوهېده چې هېواد اشغال شویدی نو هغه وو چې لومړی په زرمت ،خوګیاڼیو د حصارک په غلجیو او یو شمېر نورو سیمو کې پاڅونونه پیل شول. په ۱۸۴۱ کال کله چې د اڅکزي عبداله خان په کور کې د ملي مشرانو تر مینځ یوه دولس کسیزه شورا جوړه شوه او لا کله چې وزیرمحمد اکبر خان کابل ته راورسېد په پای کې عمومي پاڅون پیل شو.

شاه شجاع له نایب امین اله خان سره اړیکې د دې لپاره ټینګي کړي چې ځان سپین کړي چې ګنې زه د انګرېزانو مخالف یم ولې حقیقت داسې نه وو.

۲ – د افغان او انګلیس په دویمه جګړه کې امیر محمدیعقوب خان له یوې خواغوښته چې له افغان مجاهداولس سره اړیکي ټینګې کړي او له بلې خوا یې زیار اېسته چې له رابرتس سره خپلې دوستانه اړیکي وپالي.

امیر د مومندو ،ماماخېلو ،ګردېز او له یو شمېر غلجیو او منګلو قومونو سره اړیکې ونیولې چې د انګرېزانو په وړاندې ودریږي. دا د دې لپاره چې د خپلې ناپوهئ له کبله یې چې کوم باور د انګلیس د واکمنو په وړاندې له لاسه ورکړی وو پدې چل یې غوښته د اولس باور تر لاسه کړي. ولې له نیکه مرغه اولس پدې خبر وو چې امیر د کوګناري (کیوناري=کمناري) له وژنې وروسته رابرټس ته یو لیک لېږلی وو چې له لاسه وتلی باور بېرته تر لاسه کړي.

پدغه لیک د کونګاری په مړینې خواشیني ښودلې وه چې ګنې یو ډېر خوږ دوست یې له لاسه ورکړی دی… په همدې پلمه یې بیا یو پلاوی چې مستوفي جبیب اله وردګ او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد رابرتس ته د کتنې په موخه ولېږه چې امیر ته یوه څه وخت ورکړي چې د نوي پوځ لیکې ټینګې کړي.

د سردارانو یوه بله ډله بیا د سردار ولي محمد خان او سردار عبداله خان په مشرۍ په زرغون ښار کې له رابرتس سره یو ځای شول چې ځانونه د انګرېزانو ډېر خواخوږي وګڼي.

امیر چې خبر شو لکه د خپل نیکه (دوست محمد خان) په څېر چې هغه څلوېښت کاله مخکې ځان انګلیس ته تسلیم کړی وو دا رنګه نوموړي د جنرال بیکر په کامپ کې پرته له دې چې کومه خیمه یې له ځان سره وړی وای ځای په ځای شو. نور نو دی امیر نه وو. خو د افغان او انګلیس په دویم جنګ کې په زرګونو افغانان او انګرېزان ووژل شول.

۳ – د ۱۳۵۷ کال د غوایي د اومې نېټې کودتا نه وروسته خلقي او پرچمي مشرانو یو د بل په وړاندې زیار اېسته چې د شورویانو باور تر لاسه کړي. نورمحمد ترکي او ببرک کارمل دواړو د شوروي د دوستۍ ډبره په سینه وهله.

ولې هغه مهال چې د دواړو ډلو تر مینځ سیاسي اخ و ډب زیات شو او یو شمېر پرچمي مشران د هېواد د استازو په توګه د سفارت په دندو وګمارل شول خو تر شا یې دا خبرې هم کېدې چې ګنې دوی کودتا کوله نو ځکه خو د سفیرانو په توګه له هېواده ووېستل شول. له بده مرغه چې له هېڅ چارواکي نه د ګوند هېڅ کوم غړي ونه پوښتل چې څوک کودتا کوي نو هرومرو بایده ده چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د استازی په توګه وټاکل شي؟

داسې په سلګونو پوښتنې بې ځوابه دي چې وویل شي:

۱ – د افغانستان د خلق د موکراتیک ګوند ولې جوړ شو او ولې ډېر ژر په دوه برخو (خلق او پرچم) ووېشل شو؟

۲ – هغه مهال چې د سردارمحمد داود خان او برژنف تر مینځ د برژنف د ناوړه چلند له مخې لفظي مشاجره پېښه شوه نو څنګه ډېر ژر په ډراماتیکه توګه د خلقیانو او پرچمیانو لس کلنه دښمني پایته ورسېده او په ۱۳۵۶ کال یې وحدت وکړ؟

۳ – کله چې شوروي سرو لښکرو په افغانستان تېری وکړ او په زرګونو افغانان یا خو ووژل شول او یا کډې کولو ته اړشول. ببرک کارمل چې د دې برید په پایله کې واک ته ورسېد او په ډېر ویاړ به یې دا خبره کوله چې که چېرې شوروي نه وای اوس به افغانستان د نړۍ په جغرافیه کې نه وو. ؛معیار وطنپرستي در سویتیزم است؛ مانا دا چې هېواد پالنه د شوروي اتحاد په غوښتنه کې وه او که څوک به د شوروي دښمن وه یانې د افغانستان دښمن دی…

ولې کله چې همدغه ببرک کارمل د شوروي اتحاد لخوا لکه څنګه چې واک ته رسېدلی وه بېواکه شو او په ځای ډاکتر نجیب اله واک ته ورسېد نو بیا ولې کارمل د شوروي په ضد شعارونه ورکړل چې مرګ په سوسیال امپریالیزم؟

د دارنګه ډېرو پوښتنو ځواب ښایي دا وي چې دا تش په نامه مشرانو ته پدې درې لسیزو کې خپلې ځاني ګټې ډېرې مهمې وې. تل یې ملي ګټې له شخصي ګټو نه قربانې کړې دي. تر هغې به چې بهرنیو ښکېلاکګرو لخوا ساتل کېدل او د هغوې د واک اوځواک لپاره به یې د هېواد وګړي وژل نو د هغو ستاینه به یې کوله او د هغوی د دوستۍ ډبره به یې په سینه ماتوله ولې کله به چې د دوی واکمنۍ ته ګواښ پېښ شو نو بیا به یې د اولس په اوږه ټوپک کېښود او په دښمن (پروني دوست) به یې ډزې کولې.

۴ – د بن له پرېکړو وروسته کله چې حامدکرزی واک ته ورسېد په لنډمهاله، مینځ مهاله او اوسمهاله (د بوش د واکمنۍ په مهال) واکمنۍ کې لویدیزوال په سر کې د امریکا چارواکي د ده له ډېرو خواخوږو دوستانو څخه وو. تل یې د هغوی د مرستو یادونه او ستاینه کوله. تر هغې چې بوش د امریکا اولس مشر وو خو ښاغلي کرزي له امریکایانو سره کومه سیاسي ستونزه نلرله او نه یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوله… اوس چې د بوش واک پایته رسېدلی دی او د اوباما په مشرۍ د امریکا نوی حکومت د حامدکرزي اداره په فساد تورنه کړه او پدې ګواښ که چېرې په افغانستان کې اداري فساد ته د پای ټکی کیښودل نشي نو د افغانستان په سیاسي او نظامي پېښو کې ښکېل هېوادونه په سر کې امریکا به له افغانستان سره به د مرستې جوګه نشي … آیا په دې حقیقت سترګې پټې کړو چې زموږ د مشرانو د سیاسي ناپوهۍ له امله وه چې هم په دې سیمه کې پاکستان جوړ شو او هم اوس دا دی له ډېرو ناوړو سیاسي کړکېچونو نه روغ رمټ را اوځي. دا دی اوس بیا امریکا او د لویدیزې نړۍ یو شمېر هېوادونو پاکستان ته مخه کړه او اوس ورته بیا د یوه سیاسي خواخوږي په سترګه ګوري . موږ د تاریخ په رڼا کې یو شمېر چارواکي تجربه کړل او موږ ټولو ولیدل چې زمونږ ځنې مشران تر هغه وخته ښه غلامان وي چې په واک کې وي او د دوی شخصي ګټې خوندي وي خو کله چې له واک نه ګوښه کیږي بیا د همغه هېواد په وړاندې دریږي چې دی یې واک ته رسولی دی.

که چېرې حامد کرزی د وجدان په هنداره کې وګوري چې آیا نوموړي د خپلې اته کلنې واکمنۍ په موده کې دغه څه نه دي لیدلي:

۱ – د ۵۲ الوتکو اور غورځونکي بمونه په چا اورېدل هغه افغانان ووکه بهرني تیري کونکي؟

۲ – د هېواد په ملکي وګړو هوایي بمباریو څومره افغانان ، نر او ښځه واړه او زاړه ووژل چې موږ د ارزګان په ورا باندې ډزې ،د هسکې مېنې په ورا باندې د توغندیو اورول ، د شین ډنډ، بالابلوک، کندهار، هلمند، کونړ، پکتیکا،لغمان ، خوست او په سلګونو نورې پېښې او سیمې د بېلګې په توګه یادولی شو چې حق او ناحقه پرې بریدونه شوي دي.

۳ – په نجونو او هلکانو به د جنسي تیري غمیزې د چا له یاده ووځي آیا د کوم زور واکي زوی ته کومه سزا ورکړ شوېده؟

۴ – د ترور ، تښتونې، غلا او د دارنګه نورو ناوړو پېښو مخه نیول شوېده؟

۵ – د رشوت ، اختلاس ، د ځمکې او کورونو لاندې کول او د اداري فساد مخنیوی شویدی؟

۶ – د فهیم ، قانوني، عبداله او په لسګونو نور جنګسالاران چې د کابل په خپل مینځي جګړو کې ښکېل وو او له پنځوس زرو نه زیات کسان چې پکې ووژل شول ، د پخوانیو رژیمونو د قاتلینو په ګډون کوم یو ستا د واکمنۍ په مهال محاکمه شوی دی؟ آیا دا یو تریخ حقیقت ندی؟ له شرمه ډکه خبره خو دا ده چې حامدکرزي د اکتوبر په ۱۱ نېټه (۲۰۰۹ زکال) په یوه مطبوعاتي غونډه کې په ډاګه وویل چې دا پنځه میاشتې کیږي چې د شپې لخوا الوتکې راځي او د هېواد په شمال کې د نا امنۍ لپاره یو شمېر وسله وال ځای په ځای کوي… د خواشینۍ خبره ده چې په دې پنځه میاشتو کې د داسې یوې پېښې نه یوازې مخنوی نه دی شوی بلکې ورته ګوري چې ته پرېږده څه کوي؟

محترم کرزی صاحب! دا هغه څه کوي چې لتاسو پخوا یې کړي دي او بیا د تاسو په پېر کې د تاسو د سیوري لاندې داسې څه کړي دي چې اوس د افغانستان وګړي ورسره لاس او ګرېوان دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره دا هېواد د بدمرغۍ کندې ته نږدې کیږي.

اوس د افغانستان وګړي له بل هر وخت نه زیاتې ستونزې ګالي او له کړاوونو ډکه ستونزه خو دا ده چې افغان اولس له یوې سترې ازموینې سره مخ دی هغه دا چې د دوه بدو په وړاندې ولاړ دي چې یو ؛بد؛ تاسو او بل ډیر بد عبداله دی نو ځکه خلکو ته به غوره وي چې تاسو خپل اولسمشر وټاکي تر څو چې د عبداله له شر نه ځان وژغوري.