کور / کیسه / مينه

مينه

تکه توره شپه وه…هرې خوا ته تاريکه وه چي خپره وه…داسې معلوميدل لکه د لوی څښتن ټوله مخلوق چي ستړي ستومانه په خواږه خوب بيده وي…لکه غرونه، ميدانونه، ﻻري، درختې، کوڅې، دريابونه ، کاڼی، بوټي او داسې د دوی نور ملګري ټوله د راتلونکي ورځ د پاره د نوي سهار د مصروفيت په انتظار ځانونه هوسا کوي…

هوا هم د ټولو څخه بيګانه چوپه لکه په وﻻړوچي ځنګيدله… داسي برېښېدل لکه چاپيريال چي د خاموشئ په بستر کي پروت په اړخونه بدلولو بوخت وي…لکه وخت چي د دنيا څخه رخصت اخيستی او پټ سوی وي…د مخلوقو رابطه يو د بل څخه پرې سوې وي…لکه يو سحر چي پر نړۍ را لويدلی وي…لکه د هرې زرې روح چي اسمان ته پرواز کړی وي…

جګو جګو خړو خړو سايو د درختو کورونه په غيږ کي پټ کړي وه…لکه اسمان چي د الاهو للو په خواږه اواز باندې دا جهان د ميني په زانګوکي بيده کړي وي…

لوړ په اسمان کي هم خاموشي وه …هلته هم تاريکې خپل زور ثابت کړي و…د اسمان مخلوق يې تر وزر ﻻندې راټول کړي او چوپ کړي وه…په تورزرين اسمان کې هم د ټولو سترګې درنې وې.

په ستورو کي يو کوچنی، سپين مخی، ټند منډ ښايسته ستوری د سپوږمۍ په ننداره و…ستوری ډير په چرت کي و.سپوږمۍ ته يې په ځير ځير کتل مګر سپوږمۍ د ده د سترګو برسيره نور هم د هر احساس څخه بيګانه په ډوب خوب بيده وه.

ستوري يو دم خوله خلاصه کړه او ويې ويل: ((…سپوږمۍ…. سپوږمۍ…سپوږمۍ جاني ….سپوږمۍ!!!))

سپوږمۍ نازک اوږده باڼوګان سره جلا سول او غټي غټي توري سترګي يې ښکاره سوې او ستوري ته يې په ناز او مسکا جواب ورکړ:((بلې …ستوری وروره، ووايه څه شي دي؟))

((يو سوال مې په زرهاوو کالو په زړه کي درته ساتلی دئ…خپله مي هر څه کوښښ وکړ مګر جواب مي نه کړ پيدا…اوس نو نور صبر نه سم کولای…د چورته مې خلاص کړه د کلو بار مي د زړه څخه ليرې کړه خپل په جواب سکون په زړه راپورې کړه…احسان مند به زه ستا يم چي زه و ته يو…وايم ته ولې ستايل کيږي په دنيا کي که څه هم تر موږ ټولو ته کشره يې ….تر موږ کوچنۍ يې…موږ درباندې ډير يو…درباندي غټ يو …زورور يو …روښانه يو …مګر بيا هم د اديبانو پر خوله و پر قلم ته يې …د عاشقانو د جانان مثال ته يي…د ښايست لوړ نښان ته يې … د زرين اسمان د تندي خال ته يې…پر دنيا باندې تر موږ ډيره ګرانه يې…په حقيقت کي خو ته هيڅ هم نه يې … خالي يوه ټوټه سپيره خاوره يې… پر مخ دي يو بدنمايه داغ دی… نور تا کله درلودی… د لمر څخه دي په زاريو اخيستی… په زړونو کي ته يې په نومونو کي ته يې… په کلامونو کي ته يې…په فکرونو، په انځورونو او کتابونو کي ته يې…وايم دا ولې … ولي هر ځای ته يې؟؟؟))، ستوري وپوښتل.

د سپوږمۍ د مخ تبسم نور هم پراخ سو او ويې ويل: (( …ټولي خبري دي منم… صداقت دي په هر توري کي دئ…اوس واوره يوه سوچه خبره زما…حقيقت معلومداره دی لږ فکر په کار دی زما جواب يو سبق دئ و ټول مخلوق ته د الله (ج)

په کاينات کي د هغه قدر کيږي چي ځان يې نيژدې کړی وي مخلوق ته…زه که هر څومره ادنی يم مګر ځان مي نړۍ ته نيژدې کړی…ميينه دومره پر دنيا يم چي شپه او ورځ يې په خلاصو سترګو او پټو سترګو، په ناسته په وﻻړي په سکون او نڅا طواف يې زه کومه…په شپه کي رڼا د بل څخه اخلم مګر د پيرزوينې څخه يې دې ته ورکومه…د زاهد او عابد سره د شپې زه يم ويښه پاته سوې…د عاشق سره په توره شپه کي غم ما دئ شريک کړی…په تياره کي ځان مي ده ته ډيوې غوندې بل کړی…په تاريکه کي مي شاعر ته خپل سپين مخ ورښکاره کړی د الهام پيغام مي ده ته دئ راوړی…

د ماشومانو سره د انا و کيسې ته تر نيمه شپه غوږما دئ نيولی…په ميدانونو او غرونو کي و مسافر ته ما د راتلونکي سهار اميد ورکړی…د ﻻر د ورکيدو د عذاب څخه ساتلی…

زما د خبرو پای نسته بس يوه خبره په ياد ساته چي قدر د هغه کيږي چي خپل ځان هير او بل ته نيژدې کيږي… بې مطلبه يې خدمت وکړي او په بدله کي يې هيڅ رقم هيله نه وي نو به د هغه هم قدر کيږي او هميشه به د محبت ډکې سترګې او زړونه د هغه پر لور کيږي…))

سپوږمۍ د جواب بعده د ستوري څخه روانه سوه ستوري تر هغه مهاله ورته کتل چي دا د لمر په څرکو کي د اسمان په غيږ کي ډوبه او د سترګو څخه نهامه سوه.