کور / کیسه / غبرګې جنازې

غبرګې جنازې

سهاروختي له كوره راووتم ، لمونځ مې دكلي دځوانانو اوځوان طبيته سپين ږيرو دناستې په ځاى كې چې دكلى دخلكو په منځ كې په چوترې مشهور دى اداكړ !
ريايې مه كړى هماغه دلمانځه په ځاى كې مخ په قبله ناست وم او دمهربان خداى (ج) له درباره مې دخپلو ګناهونودمغفرت هيله كوله ، سهرباد دچوترى ترڅنګ ولاړې دصبرونې په غيږه كې يوې خوا او بلې خواته اړولې را اړولې ، شيبې تيريدې ، دسپيده داغ تيارې خپله واكمني ورو ورو سپين سهار ته سپارله ، ښه شيبه تيره شوه ، په كلي خوره چوپتيا ورو ورو دالوتونكومرغيوپه چغهاركې ډوبيده اودمرغيو چغهار ورو ورو دماشومانواو ښځوپه ويراوژړا كې ډوب شوه ، زما فكر يې هم ځا نته ورواړاوه ، يوې اوبلې خواته مې وليدل ، دژړاآواز دكلى په منځ كې دبهادر آكا له كوره را ترغوږوشوو ، له ځان سره مې وويل :
خداى (ج) خبر چې بياد خواركۍ زرلښتې پرسر دچا لخوا ټكه راپريوته چې په دغه شنه سهار يې كوكارې تر دې ځايه راورسيدى ؟ خداى (ج) دې پرې ورحميږي نور به څه ووايم ؟ !
پروامې ونه كړه بيا مې دفكرونوټال بلې خواته وزنګاوه ، لابه څو شيبې نه وې تيرې شوې چې دژړاګانو غږډير شو او دكلى په منځ كې دماشومانو او نارينه و ګڼه ګوڼه زياته شوه .
سره له دې چې دبهادر آكا په كور كې دخواركۍ زرلښتې وهل ټكول او دهغۍ ژړا او فريادونو اوريدل زما او دكلې دخلكو لپاره كومه نوى خبره نه وه ، خودخلكو ګڼې ګوڼې دې ته اړ كړم چې دكلي په لور وخوځيږم ، له ځايه پورته شوم څادرمې وڅانډه او په ستړو ګامونو دبهادر آكا دكور په لورى ور روان شوم، لايې دكور څنډلي ته نه وم رسيدلى چې دكلي ملا امام ( خواجه صاحب ) مې مخې ته راغى ، خپل دمڼې ګل دسمال يې خولې ته نيولې و، اوپه رنجو تورې سترګې يې په ژړا سرى كړې وې او لايې هم دمخ په اننګو داوښكولارې روانې وى . دهغه په ليدو مې په زړه كې تيره شوه چې ښائې دكورنۍ كوم غړى يې دشپې مړ شوى ، ورمنډه مې كړه دواړه لاسو نه مې دهغه په اوږوكيښودل او په حيرانتيامې ترې وپوښتل :
ملاصاحب ! خيريت خودى ، كومه بده پيښه شوې ، كور كې خو دې خيريت دى؟
ملاصاحب ډير ژړلى وو ، ستونى يې له غريو ډك وڅه يې راته ونه ويل ، يوازې دلاس په اشاره يې دبهادر آكا كور راته وښوده او ورسره سم يې په ستونى كې غوټه شوې غريو تم نه شواى كړاى او دسلګيو په بدرګه يې دژړا غږ له خولې راوه وت او زما لاسونه يې له خپلو اوږو ښكته كړل او راڅخه روان شو .
دخواجه صاحب دغه عمل زما دحيرانتيا پيټى لاهم دروند كړ ، دخپلې كورنۍ ټول غړي مې سترګوته لربر شول ، شيطان وسوسه راواچوله ، هسې نه چې زما دكورنۍ څوك وفات شوي وي او خواجه صاحب را ته دویلو جراْْت کړی نه وی ! حيرت وهلى په ګړنديو ګامونو دكلي منځ ته روان شوم ، دخټين ديوال په ختميدو مې سترګې دبهادرآكا دكور په لويه دروازه ولګيدې ، دكلي دخلكوپه ليدو مې دزړه درزا يو څه كمه شوه ، ځكه وپوهيدم چې غم زمو نږ له كوره بچ دی او هره ټكه چې ده دبهادر آكا په كور رالويدلې .
كله چې خلكو ته ورنږدي شوم له چا څخه دپوښتلو ځواك مې له لاسه وركړى و، نيغ په نيغه دلویې دروازې په لورى ورغلم له دروازې نه مې دننه انګړ ته نظرواچاوو ، انګړ دكلي دښځواو نارينه و څخه ډك و، واړه ماشومان مې وليدل چې د خوبه ډكې سترګې راویښ شوي وو ، لږ څه وړاندى ورغلم ، دكلي دځوانو او زړوميرمنو په منځ كې مې په كټ كې يوه جنازه ترسترګو شوه چې خيرن خچن پړونۍ پري غوړيدلى و، پړونۍ راته آشنا ښكاره شو، ښه ورته ځير شوم بيا مې په ځاى راوړ ، داهغه پړونۍ وو چې دكلونو را په دې خوا مې دخواركۍ زرلښتې په سر ليدلى واو دوروستي ځل لپاره يې هم ورسره ميړانه وكړه او دهغې ستر يې وساته او دهغې په بيروحه جسد خور شوى و .
دزرلښتې په وژل كيدو خو هغه وخت لاهم ښه يقيني شوم چې دهغې دكټ سرته مې دهغې خيرنه او خچنه لورچې اوس يې داوه كلنى غاښونه لويدلى وو په خيرنو ، شليدلو جاموكې تورسر وليده چې دباران په شان دخپلو معصوموسترګو څخه دموردمړينې په غم كې اوښكې تويوي او دزرلښتې مور هغه په غيږ كې نيولې وه. ددغې دردوونكې صحنې ليدل دكلي نارينه واو ښځينه و لپاره څه آسانه خبره نه وه ، ځكه ځوانيمرګې زرلښتې له كله نه چې خپل ښې او كيڼ لاسونه پيژندلى وو او هغه دچا خبره دځوانۍ خوږي مرحلې ته رسيدلې وه ، نو دخوشحاليو لړى يې ختمه اود وير ، ماتم ، وهلو ټكولو ، په او ركې سروشويو وسپنوباندى یې دوجود داغلواو په لسهاو نورو كړاوونو لړى پيل شوى وه .
هغه خواركۍ دبدو رواجونو ښكار شوى وه ، پلار يې پاينده خان چې دبركلي نامتو جوارګرو هغه يې په دولس كلنى كې دكلي دجرګې دپريكړې له مخې دبهادر آكا دوروردوژلو په بدل كې چې دجوارګرى په ميدان كې په جګړه كې دپاينده خان لخوا په جاقو ووهل شو اوبيا وروسته مړشو په بدو كې وركړې وه !!
دكلي جرګې داپريكړه هم كړى وه چې زرلښته به ترڅو چې ژوندى وى دپلار كره نه ځي ! ځكه خو به كله چې سخته ورباندى راغله او ياخوبه يې دخواښې خسر او دكورنۍ دنورو غړودوهلو او ټكولو دزغملوتوان له لاسه وركړ نو لنډه منډه به يې زمونږ تر كوره راو كړه ، او مونږ كره به يې پنا راوړه ، لابه دمه شوې نه وه چې دبهادر آكا دكورنۍ بد سترګي هلكان او دهغه شيشكه ميرمن به يې دوحشي ليوانو په څيرراورسيدل او خواركۍ به يې نا هيلې په كشولو او ډبولو منډه به يې زمونږ تر كوره راو كړه ، او مونږ كره به يې پنا راوړه ، لابه دمه شوې نه وه چې دبهادر آكا دكورنۍ بد سترګي هلكان او دهغه شيشكه ميرمن به يې دوحشي ليوانو په څيرراورسيدل او خواركۍ به يې نا هيلې په كشولو او ډبولو زمونږ له كوره وويسته ، ما به هيڅ هم نه شوكولاى ځكه رواجونو دانساني عاطفى په وړاندى لوى لوى ديوالونه جوړكړي وو ، دهيچا هم دبل په ښځو كې كار نه وى !! دغو رواجونو زما لاسونه هم په خپلو وسپنيزوځنځيرونو تر شا ه تړلي وو .
سره له دې چې هغه خواركۍ پوهيده چې زه ورسره هيڅ مرسته هم نه شم كولى خو بيا به هم په كراتو مراتورنځ ، ربړ ، ظلم او جبر دې ته اړه كړه چې لنډه منډه زمونږ تر كوره راو كړى او دڅو شيبولپاره ځان له وهلو او ټكولو څخه هوسا كړي .
دبهادرآكا په لويه دروازه كې ولاړوم ، سترګې مې دهغې په جسد كې داسي خښې شوې وې چې دځمبلو لپاره يې له ماسره وس او توان نه و ، دفكر لړۍ مې دهغې خواركۍ دهرې ورځې سرګردانه ژوند تر وروستيو پولو پورې رسيدلې وه ، دهغې غم ځپلې څيره ، شليدلى جامې ، پريشانې زلفې او له مصيبتونو څخه دخلاصون دهيلو ډكې معصومې سترګې مې د فكر په هينداره كې دفلم دصحنو په څير يوپر بل پسې راواوښتې او لامې دفكر لړۍ تر پايه شوې نه وه چې دبهادر آكا دميرمنې دقهراو غضب نه ډكو خبرو دخيال له نړى څخه راوه ويستم.
هغې په داسې حال كې چې له ډيره غضبه يې سترګې سرې شوې وې او غږ يې بند بند كيده په لوړ آواز يې په انګړ كې ناستې ښځې چې دزرلښتې په غم غمجنې شوې وې او په لنډيو كې يې پر هغې تيرې شوي نادودي يادولې، دځان په لورې ځيرې كړې :
بس ، بس ! نوره ستاسو دپوچوخبروداوريدوحوصله نه لرم ، خبردار كه مو زما نوم په خوله واخيست ! كاشكې دداسې چا په مړي وژاړىْ چې په ژړا وارزي ، دې ناولې خوزما په كور اور پورې كړ داسي اور چې آخر يې خپل ځان هم پكې وسوزاوه ، ددى سرخوړلې له لاسه خومونږ ته په كلي كې دسترګو غړولوځاى هم پاتي نه شو ، څه ظلم او تيرى پرې شوى و چې ځان يې په داروځړاوه او زندى يې كړ ؟ او مونږ ته يې دخلكو پيغورونه پريښودل .
دبهادر آكا ميرمنې لا خبرې نه وې خلاصى كړې چې دزرلښتې مور چې دخپلې سر خوړلې لور دجنازې دكټ سر ته ناسته وه او دخپلې لمسۍ سر يې په زنګون ايښى واو دزاړه توررنګه پړوني په پيڅكه يې دسترګونه دراروانو اوښكو قافلې پري تم كولې ، دزړه په تل كې يې دصبر غړوسكه وچاوده اوله قهرنه يې په ډك انداز له ځايه پورته شوه تور پړونى يې له سره وغورځاوه دژړا په بدرګه يې داسې څو په شمار خبرې له خولې راوه ويستې :
بسكه ،،، وايم بسكه … زما لور خودې په ځوانه ځوانې دتورو خاورو كښېئ كړه ، خداى خودې دميراتې غږ راباندى وكړه ! ….. ظلم ، تيرى او نادودې نوره څنګه وي ، څه نادودى نه وې چې تا زما په خواركۍ لور ونه كړې …. اې خلكو ! تاسو وګورى دامكاره وايې چې زما په لوريې هيڅ هم نه دي كړي … تاسو وګورى دخداي لپاره تاسو وګورى چې زما په معصومه لوريې په ژوندونى څه نه دي كړي ؟ ؟؟؟ وګورى ددغو وحشيانو دوحشت نښې نښاني زما دلور په دغه ځوريدلى جسم وګورى …. اې خلكو وګورى وګورى …..!!
دزرلښتې مور دخپلې ځوانيمرګې لورله جسده دهغې زوړاو خيرن پړونۍ ليرې كړ ، په سپين ، خودځور او كړاوونوله نښونښانوڅخه پر ډك مخ يې توري ، خو خيرنې زلفې دوحشي مارانو په څيرتاو راتاوې شوې وې ، سپينې ليچې يې له بنګړيو تشــې ، خو په اور كې سروشويو سيخونوداغونه پكې له ورايه ښكاريدل ، ترټولو دردوونكى او ژړوونكى صحنه خوداوه چې په سپينه غړى كې يې داوګۍ پر ځاى ، هغه پړى ( رسي ) چې پرې زندۍ شوى وه لاهم تړلۍ و ، او داچې خوله او وچې شونډې يې له خندا مسكۍ ښكار يدې ، ښايې علت به يې داو چې هغې ددې فاني نړۍ پر مخ دانسانانو په جامه كې له ځناورانو څخه خپل استقلال ترلاسه كړى و!!
هـــو ، نور مې ددغې صحنې دليدلوتوان په ځان كې ونه ليده او نه مې دخپلو اوښكواو ژړا مخه ونيولی شوه ، دخپلې لنګى شمله مې خولې ته ونيوله پښومې دتلو توان نه درلود دلوى دروازې څخه دزړه په زور راوګرځيدم څوګامه وړاندې ديوې خټينې كلا ديوال ته مې ډډه ووهله او دپښو په سرو كيناستم ، سترګوته مې دزرلښتې په سپينو ليچو كې دداغلو نښې او دهغې ځوريدلى جسم يوې خوا او بلې خواته كيده ، دهغې په لاسونو كې دداغلو نښې نوې وې، ځكه يوازې دوه ورځې وړاندې هغه دتل په شان له وحشيانوڅخه زمونږ كورته په ژړا او انگولا په داسې حال كې چې پړونۍ يې له سره ښوېدلې و او داوږوپر سر يې پروت و دكلا په لويه دروازه راننوتله او مخامخ يې زما په لورې راومنډې كړې او زما تر شا يې ځان پټ كړ ، او دسلګيو په ترڅ كې يې راته وويل :
دخداى (ج) په خاطر ماوژغوره ! هغوى ماوژني كاكا جانه ! هغوى غواړى ما په دار وځړوي ، آخر زما ګناه څه ؟ كاكا جانه پخوا خوبه يې وهلم ټكولم ته وګوره دازما پښې وګوره په اور كې راته داوسپنوسيخونه سره كړي زما پښي يې ورباندي وداغلې تر څو زه له دوى څخه ونه تښتم ، خو اوس هغوى غواړي چې ماووژني .. ما وژغوره كاكا جانه !!
مايې پړونى ورپه سر كړ بيا مې په عاجزى ورته وويل :
لوركۍ ! زرلښتې لورې ! زه له تا سره هيڅ مرسته نه شم كولاى ، بې كسه او غريب سړى يم ، ها بله ورځ يې دكلي سپين ږيري راته راليږلي وو او له ما يې وغوښتل چې نوره حتى زه تا ته په خپل كور كې دڅو شيبو له پاره هم پنا درنه كړم، لوركۍ زه څه وكړم ؟ خو لورې زه تا ته يوه لار ښيم ته داسي وكړه چې همدااوس اوس مخكې له دې چې هغه ځناور دلته درپسې راشي ته ځان ولسوالۍ ته ورسوه او هلته ولسوال ته عرض وكړه! ….
لامې خبري نه وي خلاصې كړې چې دبهادر آكا ميرمن كورته راننوته او په مكارګى يې وويل :
دادى داسر خوړلې بيا دلته رارسيدلى ، آخر او دپاينده خان لورى څه بد درسره شوي چې مونږ سپكوى ، بدخو ستا پلار له مونږ سره كړي چې دګل په شانې ليور يې راته دچړو په څوكو وواژه ، بد خو تا له مونږ سره كړى چې دګل په شانى زوى مې ستا له بده شامته په سين لاهو شو او ځواني مرګ شو ! ….
ما دهغې خبرې ورلنډې كړې :
بسكه ترورې ! هرڅه چې شوي وو هغه شوي ، دخداى به خوښه همداسې وه ، ددې خواركۍ څه ګناه ده ؟ زه ستاسو په كورنيوچارو كې كارنه لرم ، خو زارۍ درته كوم چې په دغه بي وزله نجلۍ ورحميږه او نوره يې مه ځوروىْ !
زما خبرې لاختمې شوې نه وې چې راټوپ يې كړ او زرلښته يې له لاسه ونيوله او دتل په شان يې په كشولوله ځانه سره وويسته او په تلوتلو كې يې ماته هم يو څه سپكې سپورې وويلې.
هــو ! هغه ورځ دهغې خواركۍ پر سپينو ليچودسروشويو وسپنو داغونه ، نـــه وو….! لامې دسترګو په وړاندى دهغې كشولو او ښكنځلوصحنه نه وه ليرى شوى چې دبهادر آكا له كور څخه دكوكو اوفريادونوآوازونه له پخوا زيات شول ، په ځاى كې راپورته شوم ، دبهادر آكا له كوره يې ديوې پرځاى دوه غبرګې جنازى راويستې ، ورپسې دكلي دنارينه واو ښځينه و ډلې را ووتې او تر يوه حده ورپسې راغلل ، خوبيا لكه چاچې ورته حد ټاكلى وې ټول ځاى پرځاى ودريدل او دواړه جنازې زما په لورې رانږدې شوې ، حيران شوم چې دادوهمه جنازه له كومه شوه ؟
دجنازو وړونكي سړي ترما راورسيدل ټول دبر كلي دزرلښتې د پلارګنۍ سړي وو دټولو په څيرو كې دقهر او غضب نښانې له ورايه ښكاريدى ، زمونږ دكلي خلك چې تر مارا ورسيدل ودريدل ، يوازى يو څوتنودګوتوپه شمارسړيوچې دبركلي اوسيدونكي وو دواړه جنازې په اوږه كړې وې اوپه ګړنديوګامونو دبركلي په لورى روان وو ، ما په حيرانتيا دكلي له يوتن سپين ږيرى څخه چې لايې په سترګوكې اوښكې ډنډ ولاړې وې او ددواړو جنازودوړونكوپه لورې يې حيران حيران ليده وپوښتل :
رحيم ګل آكا ! دادوهمه جنازه له كومه شوه او دچا جنازه وه ؟
رحيم ګل آكا چې دډير غم او افسوس څخه يې خپلې شونډې په غاښونو چيچلې را ته يې وويل:
دزرلښتۍ … د. . . مور جنازه وه … !
څــــه ؟ دزرلښتۍ مور ؟ … هغه خو همدا اوس اوس څو شيبې وړاندې روغه جوړه وه !!
رحيم ګل آكا داوښكو او سلګيو په ترڅ كې راته وويل :
روغه جوړه وه … خو دخپلې لور او بد حالت په ليدلو يې … خداى وركړې زړه وچاوده او زاره چاودې شوه . . . .. !
زه او رحيم ګل آكا په همدې خبروكې وو چې ترڅنګ مو دزرلښتې اوه كلنه لور، سرتور سر، پښې لوڅې ، داوښكوډكې سترګې په داسي حال كې چې خپل تور او خيرن پړونۍ يې په لاس كې په ځان پسې كشاوه تيره شوه او دخپلې مور او انا دجنازې پسې يې منډې وهلې او دژړا په ترڅ كې يې ويل :
چيرې وړى ؟ زما مورجانه چيرې وړى ، هغه مه وړى ، ما چاته پريږدى ؟ مور جانې ما مه پريږده . . كه ما پريږدې ، ما به هم ستا په شان زندۍ كړي ، په دار به مې وځړوي ، مورجانې ما مه پريږده ما له ځان سره بوزه !
دماشومې دا خبرې او دا حالت په ليدلو مې په سترګو توره شپه شوه ، په ځان ونه پوهيدم ، دقام او كلي ټول نرخونه ، دودونه او رواجونه مې تر پښو لاندې كړل ، ورمنډه مې كړه اوهغه مې په غيږ كې ټينګه ونيوله ، سينې پورې مې نږدې كړه ، دهغې دزړه درزامې دزړه په غوږو واوريده ، دترهيدلې مرغى په څير ريږديده ، ورته مې وويل :
بس كه لوركۍ .. ..! را زه زما غيږې ته راشه ، را ځه چې مور جانې ته دې ورولم . . . .
ګلولښته مې له ځانه سره خپل كورته بوتله ، هوښياره جلۍ وه ، راته يې ډير وويل چې زمامور دلته نه شته ، هغه يې راته ووژله ، زوړ آبا په پړي وتړله او مړه يې كړه ، ، ،
دهغې دردوونكي حالت او وړو خبرو زمونږ دكورنۍ ټول وګړي ښه شيبه وژړول او له ځان سره يې په ويركې ور ګډ كړو ، ، ، لامې دهغې دسلګيواو داوښكو قافلې مخه نه وه نيولې چې په كلي كې دټوپكوډزا او دراكټونو درزا شوه داسې درزا چې هيڅ يو كلي وال ته يې دكوره وتلو موقع نه وركوله ، ديو ساعت سختو ډزو وروسته دماښام دتیارې دراتلو سره سم دډزو لړۍ هم ختمه شوه ، دکلی خلک یوپر بل پسي له كورونو راووتل ، زه هم له كوره وتم او دكليوالو سره يوځاى دبهادر آكا دكور په لورى ورغلو ، كوروران او كنډواله شوى وو ، په منځ كې يې دبهادر آكا په ګډون دهغه دكورنۍ دټولو نارينه و ، ښځينه وو اوماشومانو ، په وينو او خاورو لړلي جسـدونه پراته وو ، ددغې صحنې په ليدلو سره مې يوازې دڅوساعتونو وړاندې دزرلښتې دمور ښيراوې چې په سرتور سريې دبهادرآكا دكورنۍ دميراتې غوښتنه كوله په غوږونو كې انګازې وكړې ، پروردګاردمظلوم بنده آواز اوريدلى واو ديوساعت په ترڅ كې يې دبهادر آكا كورنۍ ميراته كړه اوترڅنګ يې دزرلښتې پلاراو وروڼو هم خپل سرونه خاورې كړل .
داهرڅه دبدو دودونو او رواجونو نتيجه وه، اوله بده مرغه چې دبدورواجونواو دستورونودغه توره بړبوكۍ لاهم زمونږ په لراو بركې دنڅا په حال كې ده او دهرې ورځې په تيريدو سره په لسهاو زرلښتې په خپله سپيره لمن كې رانغاړى او په لسهاو ګلو لښتې زيږوى .
دزرلښـتې لور ګلولښـته اوس له ماسره اوسيږي او راته په وړه او خوږه ژبه دخپلې بدبختې موردردونكې كيسې كوى ، ، ، . زه به هڅه وكړم چې ګلو لښـتې ته دنړۍ پرمخ ټولې خوشحالى ورپه برخه كړم ، خو يونعمت چې په ژوند كې يوځل انسان ورڅخه برخمن كيږي ، هغه به ورنه شم كړى چې هغه مور ده ! هـو ، مور اودهغې مينه ! ! .