کور / کیسه / ويرجن مازديګرى

ويرجن مازديګرى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هره شېبه دزړه ستنې ښوروي ، اوددې نيمگړې اوله فسادونوډكې دنياڅخه مې يوې بلې دنياته ، ها دليونتوب اوله هرڅه نه بې پروا ، دنيا ته ورپه مخه كوي. ماپخپل ديرش كلن عمركې ډيرې لوړې ژورې دژوند خوږې ترخى ليدلي، خويوه ترخه خاطره مې هم دومره نه ځوروي لكه ددغودواړومعصومووروڼوشهادت .
هو: آصف اوصميم يادوم، دكومې ورځې نه چې مې دوى دواړه ليدلي وو ، نه پوهيدم چې ولې مې په زړه اوتن كې دهغولپاره يولړبدلون ، يولړناڅاپي بي قرارى اودترحم اوصله رحمى حس پياوړى كيده؟ يوعجيبه غوندې احساس مې دزړه په خونه حاكمېت پيداكاوه. اوزه يې دې ته اړايستم چې كړۍ ورځ له هغوسره په لوبوبوخت شم اوحتَی زړه مې غوښتل چې ورسره داوسپنوپه راټولولوكې برخه واخلم . خير! نه غواړم چې دهغودژوند اوله هغوسره زمادآشناكېدواوورسره د راشه درشه اوږده كېسه وكړم ، يوازې غواړم چې له هغوسره په ژوندانه كې دوروستیْْ ورځې ليده كاته اودهغود دردونكي اوزړه لړزونكي شهادت كېسه درته لنډ په لنډو وكړم اوڅوشيبې مې دځوريدلي اوكړيدلي زړگي (بړاس) وباسم اوتاسودهغوپاكوارواحوته په دعا كولومجبوركړم.
يوه ورځ دتل په شان دسهارپه اووبجوله كوره راووتم غوښتل مې چې دفترته لاړشم، زمونږكورعمومي سړك ته ورڅيرمه په يوه تنگه كوڅه كې وو اودآصف اوصميم دوی كوربيا زمونږدكورترڅنگ و، خودروازه يې عمومې سړك ته وه، داكورچې دوى پكې اوسيدل خپل يې نه و،يوازې يوكال به كېده چې دكابل نه راكډه شوي وو اودلته په كرايه اوسيدل ، دصميم اوآصف موردكابل په جگړوكې شهيده شوي وه پلاريې ليني موټرچلاوه ، دبل چامزدورو، دوى دواړه له خپلې سپين سرۍ اناسره اوسيدل، بل څوك يې نه درلودل، پلاربه يې په مياشتو مېاشتوكورته نه راته ، دوى به په كوركې يوازې وو، صميم به دلسواوآصف به داتوكالوعمردرلود، دكورنۍ داقتصادي ستونزوله امله دوى د واړه وروڼه دښوونځي اودزده كړې له نعمته بې برخې وو، سهاروختي چې به زه د دندې په لورراورن شوم، دوى به هم له كوره راووتل، خيرن خچن به وو لابه يې معصومې سترگي له خوبه ډكې وې خوداوسپنودراټولولولپاره به يې له گردوډكې بوجۍ په تخرگونوكې نيولي وي اودبازارپه لوري به روان وو.
كله كله به ترهغوله ماسره دكوڅې په خوله كې ولاړووترڅوچې به زمادسورلي موټرله دفترنه راته ، له دوى سره خبرې اترې مې په زړه دملهم په څيرلگيدې، سره له دې چې ددوى شليدلوجامواوخيرنولاسونوزما زړه ډيرځوراوه، خوڅوشيبې چې به له دوى سره وم ځان مې ددې دنياڅخه په بله دنياكې احساساوه، ډيركله داسې هم شوي چې زمادسورلى موټربه راغلى و خوزه به له دوى سره په خبروبوخت وم، عجيبه پوښتنې به يې رانه كولې په وړه اوخوږه ژبه به يې راته ويل: كاكاجانه! مونږهم كولاى شوچې يوه ورځ ستاپه شان لوى سړي شو اوكورته راپسې موټرراشي ؟ بل به يې راته ويل : كاكاجانه ته څنگه داسې لوى سړى شوې زمونږپلارجان ولې ستاپه شان نه دى؟
مابه ورته وويل: بچو! دهرچاخپل نصيب اوقسمت دى، ستاپلارجان موټرچلول زده دى خوزما زده نه دى، ماليك اولوست كړى اوس په دفتركې كاركوم كه تاسوهم زماپه څېرښوونځى ولولى يوه ورځ به تاسوهم لوى سړي شیْ .
هو! داجروبحث زمونږ ترمنځ دهرې ورځې په سهارترسره كېده ، زه به يې هڅولم چې پلارته يې ووايم چې دوى په ښوونځي كې شامل كړي اوماهم ورسره ژمنه كړې وه چې پلاريې له خيره راشي نوزه به يې مجبوروم چې صميم آصف دواړه زماله زامنوسره يوځاى ښوونځي ته وليږي خودخدای (ج) رضابل ډول وه دواړه وروڼوداسپيڅلې هيله گورته يوړه.
دپنجشنبې ورځ وه له كوره راووتم ، كله چې دكوڅې سرته راورسيدم غوښتل مې چې له سړكه تيرشم اودسړك په پوري غاړه دموټردراتلوانتظاروباسم ، ناببره مې دصميم اوآصف جوړه غږونه تر غوږ راورسيدل: كاكاجانه ! په مخه دي ښه! كله چې مې شاته وكتل دواړه وروڼه دخپلې حويلى دروازې ته ورڅيرمه لمرته ناست وو، د مني سړې شپې ورځې وى، دلمرسره دخلكومينه زياته شوې وه ، دوى هم له كوره راوتلي وواودلمروړانگوته يې خپل ضعيف بدنونه تودول، ددوى غږونومې په زړه كې داسي انگازي وكړى چې نه شم كولاى په ژبه يې ددغه كاغذ پرمخ وليكم.
بيرته را وگرځېدم ، دوى ته چې كله نږدى شوم ددوى دهيلوډكوسترگواوله مړاوې موسكاڅخه ډكې شونډې چې مې وليدې په ځان كې مې ديولړنه تشريح كېدونكي حالت بدلون احساس كړ،نن دواړه راته ډيرخواږه خواږه ولگيدل، دواړه څنگ په څنگ ناست وو، زړې بوجي يې په تخرگوكې نيولې وې، دساړه دمخ نيوى په خاطريې زاړه خيرن جمپرونه اغوستي وو، زماپه رسيدویې پورته راوكتل پرته له دې چې څه ووايې مايې په معصوموسترگوكې دنورو ورځوپه پرتله ډيرنوي څه وليدل ، داسې معلومېده چې له مانه دڅه غوښتلوهيله لري .
ځكه خومې ترې وپوښتل : بچېوخيرت خودى؟ څنگه د وخته راوتلي ياست؟ صميم وارړومبى كړاوراته يې وويل: كاكاجانه : زمونږانا ناروغه وه ځكه خومونږپرون بازارته داوسپنې راټولولوته تللي نه و اودډوډى پيسي مو ترلاسه كړې نه وې، نن انا راته وويل چې بازارته لاړشوپه كوركې ډوډي نشته اواناموهم ناروغه ده……
لايې خبري ختمې كړي نه وي دده خبري مې په زړه دخورادرانه گذارپه څیر ولګېدې دنوروخبروداوريدوتوان مې په ځان كې ونه ليده، ناببره مې ورټوپ كړدكاغذونودوسيه مې له لاسه ولويده، دواړه مې له ځمكې راپورته كړل اوپه غيږپوري مې كلك ونيول، زړه مې نرى شوى وځكه خومې له سترگو داوښكو لارې رارواني شوې زماپه ليدو دوى هم په ژړاپيل وكړ، كله چې مې ددوى سلگي وهل په خپلې سيني پورې دنيول كېدوپه وخت كې احساس كړې نودزړه درزامې لاهم زياته شوه، وخت لږتيرشوي و كه ډيرخودسورلۍ دموټرهارن دې ته اړكړم چې ددوى ببرسرونه له سينې بيرته كړم ، په خپل لاس مې ددوى له سترگواوښكې پاكې كړې په خپله مې هم په ډيره سختئ دسلگيومخه ونيوه، خپله دكاغذونودوسيه مې له ځمكې راپورته كړه اوډريورته مې دڅوشيبو دريدواوانتظاركولو وويل. جيب ته مې لاس كړدسلوافغانيولوټ مې صميم ته وركړاوورته مې وويل : بچوداواخله اواوس نيغ په نيغه لاړشه وچه ډوډى اونورڅه چې په كوركې نه لرىْ راوړه اودخپلې اناسره يوځاى چاى وڅښىْ .
ددواړوپه څيروكې مې دخوشحالى نښې وليدې، دوى مې دنانوايې په لوري وليږل اوزه بيرته كورته وگرځيدم، هلته مې خپلې مورته وويل چې دصميم داناپوښتنه وكړي، دزياتي ناروغي په صورت كې دې كلنيك ته ورسره لاړه شي اوخپله بيرته راووتم ، په موټركې سپوراودكارځاى ته راغلم. باوروكړیْ چې دورځې په اوږدوكې مې يوه شيبه هم ددوى ځوريدلې څيرې ، له وښكوډكې سترگې ، سپېرې شونډې زما له سترگويوې خواته نه شوې.
په خپله شعبه كې ناست وم كارته مې لاس نه ورته، هڅه مې كوله چې په هره توگه چې كېږي يوڅوشېبې خوددوى يادله ذهنه وباسم خووه مې نه کړای شول چې دنن سهارصحنه هيره كړم.

ځان مې دوړانگې اونيزې په مطالبوبوخت كړ، يوڅوكرښې چې مې تصحيح كړى په يوه برخه كې مې دمضمون پراړونده تصويرسترگې ولگېدې، په تصويركې يوه زړه مورچې خپل كوچنى يې له لاسه نيولى اودبازارپه منځ كې له خلكوخيرغواړي ، د تصويرپه ليدومې په وجودكې سخت ټكان حس كړ، د وجودټول غړي مې له حركته ولوېدل دهغه چاپه شان چې په خوب كې يې (خپسكې ) لاندى كړي ، په زړه كې بيداروم خونه مې دڅه ويلو،اونه هم دلاس اوپښو دښورولوتوان درلود، سترگې مې په تصويركې خښې شوې ، په تصويركې زړه ښځه په حركت راغله اوورسره كوچنى هم په خوځيدوشو، زړې ښځې اوكوچني ماته مخ راواړوه هغه دصميم انا اوپه خپله صميم وو، په تنكۍ ژبه اوخړوشونډويې له ماڅخه ديوې ډوډئ دپيسوغوښتنه وكړه، انا يې هم له حياډكوسترگوپورته ماته وكتل اوبيايې وويل : زوى جانه واړه لمسيان مې وږي دي مرسته راسره وكړه!
نه پوهيږم چې زه خپل هغه حالت څنگه د قلم په څوكه ،دگوتوپه ملتياوليكم چې ددغې صحنې په وخت پرماحاكم شوى و، لادتصويرسره په كش مكش كې وم چې دشعبې دروازه په زوره زوره وټكول شوه اوبيازمونږداداري نغدي تحويلداردراننوتلواجازه وغوښته:
تحويلدارچې خداى (ج) لويه تنه اولوړغږوركړي وزمااودتصويرترمنځ ټينگه شوي اړيكه يې وشلوله، تحويلدارزمادحالت په ليدورامنډه كړه اوكلك يې په غيږكې ونيوم راته يې په وارخطايیْ وويل : آمرصاحب ! خيرت خودى ولې څه درباندې شوي ؟
زه هم نه پوهيدم چې څه راباندې شوي خوتحويلدارله جيبه كوچنى دستمال راوه ويست اوزمادمخ څخه يې خولې پاكې كړې ، اوږد اسويلى مې وكېښ اوله تحويلدارڅخه مې ديوگيلاس اوبوغوښتنه وكړه ، تحويلدارغوښتل چې نورهمكاران تحویلدارڅخه مې دیوګیلاس اوبوغوښتنه وکړه ،تحویلدار غوښتل چې نورهمكاران راخبركړي خومايې مخ نيوى وكړ،څوشېبې سره كېناستودزړه درزامې كمه شوه اويوڅه په ځان متكي شوم، تحويلدارله جيبه دپيسوبنډل راوه ويست اوبيايې له خپلې دوسيې څخه دمعاشونواستحقاق راويست اودليندۍ دمياشتې معاش يې زمامخي ته كېښود. معاش مې واخيست اوتحويلدارته مې دځان په هكله ډاډگيرنه وركړه اورخصت مې كړدتحويلدارپه تلومې بياپه زړه كې تيره ګړى رادبره شوه له ځايه پورته شوم مخامخ دښارپه لورې روان شوم نيغ په نيغه په بازاركې دټټارانوسراى ته ورغلم ترڅوهلته صميم اودهغه كوچنئ ورور آصف پيداكړم اوله ځان سره يې په موټركې واخلم اوورته داړتياوړتوكې راونيسم اوكورته يې وروړم ، وخت هم ناوخته و دماسپښين لمونځ شوى و مازديگرنږدي ؤ ، په سراى كې مې يوې خوا اوبلې خواته ډيروكتل خودواړه وروڼه پام ته رانغلل، ديوبل تن كوچني نه مې چې هغه هم دوسپنوپه راټولولوبوخت ؤ دصميم اوآصف پوښتنه وكړه، هغه راته وويل : كاكاجانه هغو دواړو وروڼويوساعت وړاندې دزاړه پړاوترڅنگ يوه لويه اوسپنه پيداكړه بيرته دكورپه لوري لاړل دلته سراى ته رانغلل.هغه چې ويلي يې دي : (زړونونه زړونوته لارې شته) ريښتيايې ويلى دي ،نه پوهيدم چې ولې مې ددغې خبرې په اوريدوپه زړه كې يوټكان حس كړ؟خيردټټارانوله كارځايه راووتم موټروان مې رخصت كړاوپه خپله څوشېبې په بازاركې پاتې شوم له ځانه سره مې پريكړه وكړه چې سبادجمعې په ورځ به صميم له ځانه سره بازارته راولم اوداړتياوړتوكې به ورته واخلم . دمازديگراذانونه دښارپه جوماتونوكې وشول ، زه دخپل يودوست سره يوځاى دكورپه لورې وخوځيدم په لاره كې مې دنن ورځې دپيښې اوزړه تنگون په هكله له خپل دوست سره په خبرولگياوم كله چې دخپل كورسل مترۍ ته ورسيدم كوم ځاى ته چې زمونږ كوم ځاى ته چې زمونږ كوراوكوڅه ترې معلومېده دوسله والوپوليسولخواودرول شوم،زمونږ دكورپه لورى تللې لوي سړك يې بندكړى و،موټراوپلي وگړي يې نه پريښودل، له يوتن پوليس څخه مې لامل وپوښته، هغه راته وويل چې: مونږهم نه پوهيږوخوفكركوم چې كومه درنه پيښه شوى .
يوه لوړځاي ته مې ځان ورساوه دخپل كورپه لوري مې وكتل فقط زمونږ دكورترڅنگ دخلكواوپوليسوگڼه گوڼه وه اودروغتون دامبولانسونوسري اشاري پړكېدې ،خداى (ج) خبرچې زماحالت اوڅيره به مې څه وړشوي وي، په ځان نه پوهيدم شيطان رنگ رنگ وسوسې په ذهن اوزړه كې راواچولې، خپل اولادونه ،دكورني ټول غړي په سفرتللي وروڼه مې ،خپل خپلوان ..، راسره ملگرى مې هم راته وارخطا شو، پوليس ته يې ډيرې زارى وكړى ورته يې وويل چې زمونږ دكورپه مخه كې پيښه شوي مونږبايدځانونه ورورسووُ، خوپوليس دخپلې دندې له مخې مونږته دتلواجازه رانكړه هرڅه رانه هيرشوي و، دترهيدلې مرغى په څيرمې يوې خوا اوبلې خواته منډي رامنډې كړې .
يوتن چې سترگي يې له اوښكوډكې وې دپيښې له ځايه راغئ ټول خلك پري ورټول شول اوترينه يې دپيښې په هكله پوښتنې وكړى نوموړى چې زړه يې له ژړاډك و،يوازي دومره وويل چې:د دو تنو كوچنيانو ټوټه ،ټوټه شوي جسدونه مې وليدل چې پراته وونورنه پوهيږم ددې خبرې په اوريدومې صبراوقرارله لاسه وركړ،سل په سلوكې مې وانگيرله چې زمادواړه زامن ضايع شوي ، بيادواړه زه اودوست مې دپوليس په لوري ورغلو، خوزمونږيوې خبرې هم په پوليس اغيزه ونكړه. دملگرى له خولې مې پوليس ته ورووتل چې آخرمامه پريږده دازماملگرى ورپريږده آخرداخوخبريال دى . دخبريالانومخه خوڅوك نيولی نه شي.

ددې خبرې په اوريدومې ځان ته پام شودخبريالي كارت مې له جيبه راوكېښ اوپوليس ته مې وروړاندي كړ هغه اجازه راكړه په منډه منډه دپيښي ځاى ته ورغلم خداى (ج) خبرچې زماحالت به په څه ډول و،هلته هم دجنايې كسان ولاړوود پيښې ځاى يې قرنطين كړىو،د مخكې ورتلواجازه نه وه . ځان مې يوڅه قابوكړدپوليسوآمرته مې ځان ورورساوه اوورته مې ځان وروپيژاند بيامې دپيښې په هكله ترې وپوښتل، هغه زمالاس ونيواودپيښې ځاي ته يې وروخوځولم اوپه تلو،تلوكې يې راته وويل :
جنابه داپيښه چې يوازې شل دقيقي وړاندې رامنځ ته شوه اودوه تنه ماشومان پكې شهيدان اويوه كوچنې نجلي پكې ټپي شوې دناچاودوتوكوسره دلوبوكولوپه نتيجه كې رامنځ ته شوى اودادوه تنه كوچني شهيدان دهغه كوراوسيدونكي دي .
(دلاس په مرسته يې دصميم اوآصف كورراته وښود).
پښومې دتلو،لاس مې دښوريدو،اوژبې مې دخبروكولوتوان له لاسه وركړ. يوازى زړه مې په سينه كې په درزاشو، له سترگومې دنياتوره تياره شوه خودپوليسوآمرځان پسي كشكاږلم اولاهم دپيښې دڅرنگوالي په هكله گړيده ، خوزه يې په خبره نه پوهيدم سترگې مې ورو،ورورڼاشوې مخامخ مې وكتل ،صميم اوآصف دواړه دباروتواورسوځولي ، دبدن غړي يې ټوټه ټوټه پراته وو .
دجنايې مديريې زاړه پلاستيكي بوټونه اويولاس چې له جسد نه لږ لري پراته وو راوړل اودجسدترڅنگ يې كېښودل ،لاس اودهغه خيرنه منگول مې وپيژانده هغه لاس وچې نن سهارما پكې دسلوافغانيولوټ ايښى و.
نورپه پښود دريدونه وم دپښوپه سركېناستم سترگې مې دنورڅه دليدلوجوگه نه وې يوازې دصميم اوآصف دببروسرونو،شليدلوگريوانونواوپه وچوشونډونرمه دموسكا څرخيدل يې په برخه وو .
غوږونومې نورڅه نه اوريدل پرته دصميم اوآصف دخوږواوپخوخبروچې هر سهاريې له ماسره كولې اوويل يې :
كاكاجانه ته زمونږپلارته ووايه چې مونږ هم په ښوونځي كې شامل كړي ترڅويوه ورځ ستاپه شان موټركې ځواوراځو. اوبيادنن سهارخبره چې ويل يې : په كوركې موډوډى نه وه ، اناموناروغه ده ، پرون مووسپنه نه وه راټوله كړي ځكه مودډوډۍ لپاره پيسې نه درلودې، ددوى دهرې ورځې خبرې اوحركات زماپرذهن اوفكردومره اغيزه وكړه چې نورپه ځان ونه پوهيدم ، يووخت په خودشوم اوځان مې په خپل كوركې دخپلواولادونوپه منځ كې بياموند.
سره له دې چې ددغې پيښې څخه مياشتې مياشتې تيرى شوي ، خواوس هم دهغودواړوخيرن خچن صورتونه، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان، شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډونري غوندي موسكا، هره شيبه زما دزړه ستنې ښوروي اوددې نيمگړې اوله فسادونوډكې نړۍ څخه مې يوې بلې نړۍ ته ، ها دليونتوب اوله هرڅه نه بې پروانړۍ ته ورپه مخه كوي .
هو! دليونتوب نړۍ ته !