کور / اسلامي / دتقلیدحقیقت(څلورمه برخه)

دتقلیدحقیقت(څلورمه برخه)

لیکنه : محمودالحسن الجمیري
ژباړه : مومن مهاجر
Muhajir222@yahoo.com
راځئ وړاندي ځو،که دیوساعت لپاره ومنوچي :
په فَاسْئَلُوْااَهْلَ الذِّکْرِاُنْ کُنْتُمْ لَاتَعْلَمُوْنَ سره تقلیدثابتېږي نوراشئ وګوروددې آیت په اړه داحنافواندڅه دی؟
: فَإِن كُنتَ فِي شَكٍّ مِّمَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ فَاسْأَلِ الَّذِينَ يَقْرَؤُونَ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكَ لَقَدْ جَاءكَ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِیْنَ (یونس : ۹۴)
ژباړه : که ته دهغه څه په اړه شک لرې چي موږدرته نازل کړي نوله هغوکسانوسوال وکړه چي ترتامخکي کتاب (تورات اوانجیل ) لولي،بې شکه تاته حق راغلی نوهیڅکله له شک کوونکومه کېږه .
ایادلته به هم احناف وايي چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته الله جل جلاله دیهودواونصاراوودتقلیدامر کړی دی؟ که داسي نه وي اویقیناده هم نه نواحناف دفاسئل ترجمه په تقلیدنه کولای شي اونه به یې وکړي . قرآن په خپله دخپلوځینومضامینوترجمه کوي نومالومه شوه چي دلته دفاسئلوماناتحقیق دی نه تقلیدلکه احناف اونورمقلدین چي یې دعوه کوي . اودآیت داترجمه موږپه خپله له ځانه نه ده کړي بلکي دآیت مخکینۍ برخه همداوايي :
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ (النحل : ۴۳)
ژباړه : موږترتاوړاندي نه وولېږلي مګرنارینه چي هغوئ ته به مووحې کوله که په دې اړه مالومات نه لرئ نو دعلم له خاوندانوپوښتنه وکړئ ( یاني تحیقیق وکړئ )
که دلته دفاسئلواترجمه په تقلیدوشي نوبیاخویې ماناداشوه چي که تاسودمحمدصلی الله علیه وسلم په نبوت کي شک لرئ نودعلم دخاوندانویاني یهودواونصاراوتقلیدوکړئ . حال داچي هیڅ مفسرله دې آیته دامانا نه ده اخیستې . ان موسي علیه السلام ته هم دقرآن کریم په شتون کي په تورات دعمل کولواجازه نه شته .
اللهم اهدقومي فانهم لایعلمون .
دتقلیدپه ردکي دصحابه کرامورضی الله عنهم ویناوې :
اوس راځئ وګورودتقلیدپه اړه دصحابه کرامورایه څه وه؟
وعن ابن مسعودرضی الله عنه قال : لایقلداحدکم دینه رجلاان آمن آمن وان کفرکفر.
(ارشادالفحول ج ۲ ۳۵۷ اعلام الموقعین ج ۲ ص ۱۶۸)
ژباړه : له ابن مسعودرضی الله څخه روایت دی چي هغه وویل : په تاسوکي هیڅوک بایددبل تقلیدونه کړي چي که هغه ایمان راوړي دی ایمان راوړي که هغه کافرکېږي دی هم کافرکېږي .
وقال ابن عباس رضی الله عنهما : یوشک ان تنزل علیکم حجارة من السماء اقول : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم وتقولون قال ابوبکروعمر. (زادالمعادج ۲ص ۱۹۵)
ژباړه : عبدالله بن عباس رضی الله عنهماویلي دي : ژرده چي پرتاسوبه له اسمانه ډبرې راواوري ځکه زه درسول الله صلی الله علیه وسلم خبره درته کوم اوتاسووایاست ابوبکرداسي ویلي اوعمر.
نن دمقلدینوحالت بالکل همداسي دی کله چي له امامه یوه خبره نه وي نقل شوې نودوئ هیڅکله دهغې منلوته چمتونه وي همدارنګه که له امامه دحدیث پرخلاف کومه خبره رانقل شوې وي نودوئ یې په هیڅ ډول نه پرېږدي بلکي وايي : ایازموږامام ته داحدیث نه وورسېدلی؟ نوچي هغوئ داحدیث نه دی عملي کړی نوموږیې ولي عملي کړو؟ ددوئ مطلب دادی چي زموږامام ته دنبي کریم صلی الله علیه وسلم هرحدیث رسېدلی وو. که یو څوک له دوئ پوښتنه وکړي چي ایاستاسوامام له یولک څلوېښت زره صحابه کراموسره لیدلي وو؟ که وايي چي هو! نودورځې په څېرښکاره دروغ دي اوکه وايي چي نه یې ووورسره لیدلي اویقینایې ورسره لیدلي هم نه وونوبیابه داهم مني چي یقیناټول احادیث نه ورته رسېدلي اوس پوښتنه دادچي له امام مالک،امام شافعي ،امام احمدبن حنبل،امام بخاري،امام مسلم اونورومحدثینورحمة الله علیهم سره چي ستاسودمذهب خلاف کوم حدیثونه دي داهغوئ له ځانه جوړکړي دي،که هغوئ له امام ابوحنیفه رحمه الله سره دښمني درلوده اویایې غوښتل دهغه پرخلاف ځانته مذهب اوډله جوړه کړي؟ حال داچي دصحیح حدیث په مقابل کي دصحابي قول اوفعل هم حجت نه دی . داخبره موږله ځانه نه کووبلکي له سترصحابي څخه یې واوره! عبدالله بن عمررضی الله عنهمادیوچادپوښتنې په ځواب کي وايي :
قال عبدالله بن عمر : ارأیت ان کان ابي نهی عنهاوصنعهارسول الله صلی الله علیه وسلم آأمرابي یتبع ام امر رسوالله صلی الله علیه وسلم؟ فقال الرجل : بل امررسول الله! فقال : فقدصنعهارسول الله صلی الله علیه وسلم .
( رواه الترمذفي باب ماجاء في التمتع رقم الحدیث : ۸۲۴)
ژباړه : عبدالله بن عمررضی الله عنهما(یوه سړي ته چي له ده یې دحج تمتع په اړه پوښتنه کړې وه ) وویل : ته راته ووایه چي که زماپلارله حج تمتع منعه کړې وي خورسول اکرم صلی الله علیه وسلم کړی وي ایاته زمادپلار پیروي کوې که درسول اکرم صلی الله علیه وسلم؟ هغه سړي وویل : نه! درسول اکرم صلی الله علیه وسلم پیروي کوم . نوعبدالله بن عمررضی الله عنهماورته وویل : بې شکه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم داکارکړی دی .
له دې څخه داخبره په ډاګه څرګنده شوه چي دصحابه کرامورضی الله عنهم په اندهم درسول اکرم صلی الله علیه وسلم دحدیث په مقابل کي دیوصحابي فعل اوقول حجت نه دی .نوربیا…