کور / اسلامي / دتقلیدحقیقت (شپږمه برخه)

دتقلیدحقیقت (شپږمه برخه)

ژباړه : مومن مهاجر
Muhajir222@yahoo.com
دتېروشویوامامانومذهب :
شایداوس دیوچاپه ذهن کي داخیال پیداشي چي که دتقلیدپه اړه ددې ستروشخصیتونودانظراوفتواوي نوهغوئ ولي تقلیدکاوی؟
نوراشئ اوس زه دادرته ووایم چي هغوئ تقلیدکاوی که نه؟ په یادولرئ چي کله زه وایم فلاني حنفي،یا مالکي،یاشافعي اویاحنبلي نوددې مطلب دانه دی چي هغه تقلیدکاوی بلکي هریوله خپل دلیل اواجتهادسره سم روان ووکه څوک داپوښتنه وکړي چي بیانوحنفي ولي بلل کېږي؟ نوځواب یې دادی چي څرنګه ددوئ داستدال ډول اواستنباط شکل عین هغه ډول وولکه ددوئ دمشرانواواستادانوځکه نودوئ ته حنفي ویل کېږي دامطلب یې نه دی چي دوئ په هرڅه کي تقلیدکاوی .مثلادامام ابوحنیفه رحمه الله لوی شاګردان امام ابویوسف اوامام محمدرحمهماالله ول اودوئ په دې ماناحنفیان ول چي دوئ په هغه مکتب کي زده کړې کړې وې چي مشراوموسس یې امام ابوحنیفه رحمه الله وو.په دې ماناحنفيان نه ول چي دده تقلیدیې کاوی،ځکه دمقلدلپاره په هیڅ صورت داروانه ده چي دخپل امام خبره ردکړي .
سره له دې چي امام ابویوسف اوامام محمدرحمه الله په درې ثلثه مسائلوکي له خپل استادسره مخالفت کړی دی . همدارنګه دامام مالک،امام شافعي اوامام احمدرحمهم الله له فکري مکتب سره تړاودرلودونکي هم دوئ ته منسوبېږي،خومقلدینویوهم نه دی معاف کړی دهریوه په غاړه کي یې دتقلیدرسۍ وراچولې ده .ان شاګردان یې هم دخپل استادمقلدین بللي دي . حال داچي په هغوکي یوه هم نه ځان حنفي بللی نه مالکي،نه شافعي اونه حنبلي . اوکه هغه مسائل راغونډشي چي دغوشاګرانوله خپلواستادانوسره پکي مخالفت کړی نوپنډکتاب ترې جوړېدای شي .تاسوپه خپله وګورئ مقلدین چي کوم ښاغلي دحنفي یاشافعي په نوم یادوي هغوئ دخپل ځان په اړه څه لیکي؟ علامه شامي لیکي :
الائمة الشافعیه کالقفال والشیخ ابن علي والقاضي حسین رحمهم الله کانوایقولون لسنامقلدین للشافعي بل وافق راینارایه ویقال مثله في اصحاب ابي حنیفه رحمه الله مثل ابي یوسف ومحمدرحمهماالله بالاولی وقد خالفاه فی کثیرمن الفروع . (عقودرسم المفتي ۲۵)
ژباړه : شافعي امامانولکه : قفال،شیخ ابن علي اوقاضي حسین ویلي چي موږدامام شافعي رحمه الله مقلدین نه یوبلکي زموږرایه دهغه له رایې سره برابره شوې ده اوداماابوحنیفه رحمه الله داصحابوامام ابویوسف اوامام محمدرحمهماالله په اړه همداسي ویل کېدای شي،ځکه هغوئ په ډېرومسائلوکي له امام صاحب سره مخالفت کړی دی .
همدارنګه امام طحاوي رحمه الله هم په کتاب الاثارکي دامام صاحب ډېرمسائل ردکړي دي . قال الطحاوي لابن حربویه لایقلدالاعصبي اوغبي (عقودرسم المفتي ص : ۲۶)
ژباړه : امام طحاوي ابن حربویه ته ویلي چي تقلیدیامتعصب کوي اویاغبي . همدارنګه دروح المعاني لیکوال علامه الوسي حنفي لیکي :
ان کان للضلالة اب فالتقلیدابوها(روح المعاني ج : ۱ص : ۹۷)
ژباړه : که ګمراهي پلارولري نوتقلیدیې پلاردی .همدارنګه امام نووي شافعي رحمه الله چي په منځلاري توب کي یوبېلګه وه دامام شافعي رحمه الله ډېرهغه مسائل چي دصحیحواحادیثوخلاف ول ردکړي اوصحیح احادیث یې خپل مذهب ګرزولي په خپله دالنووي المجموع وګورئ ! اولیکلي یې دي چي همدادامام شافعي رحمه الله مذهب دی،ځکه دامام شافعي رحمه الله ویناده : اذاصح الحدیث فهومذهبي . یاني صحیح حدیث زما مذهب دی . خودننیواحنافوپه اندڅوک چي دامام صاحب قول پرېږدي په صحیح حدیث عمل وکړي نوهغه له سمې لارې اوړي . دسپکوسپورولائق ګرزي اوپه دې هرڅوک ښه خبردی . پردې سربېره لوی ظلم دادی چي صحیح حدیث په ناسموتاویلونودخپل مذهب تابع کوي دایمان غوښتنه خوداوه چي مذهب دصحیح حدیث تابع شوی وای . رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وايي :لایؤمن احدکم حتی یکون هواه تابعالماجئت به) رواه البغوي في شرح السنة والنووي في اربعینه وقال هذاحدیث حسن رقم الحدیث ۴۱وهوصحیح معنا)
ژباړه : په تاسوکي هیڅوک ترهغومومن نه دی چي نفسي غوښتنې یې زمادراوړي دین تابع نه شي .
په دې لوی جرم داحنافوستروعلماووهم اقرارکړی چي یوپه هغوکي مولوي اشرف علي تهانوي هم دی نوموړی لیکي :
ځيني مقلدین خپل امامان له تېروتني معصوم اودهغوئ پیروي فرض بولي اوپه دې باوردي چي که څه هم دامام صاحب قول هرڅومره دصحیح حدیث مخالف دی دلیل یې له قیاس پرته بل شی نه دی بیاهم په حدیث کي ډېرې نیمګړتیاوې راباسي اوپه ډېرولروتاویلونوسره هغه حدیث ردوي خودامام قول نه پرېږدي داسي تقلید حرام اودالله جل جلاله ددې قول مصداق دی :
اتخذوااحبارهم ورهبانهم اربابامن دون الله یاني دوئ خپل علماء اوپوهان له الله پرته په ربوبیت نیولي ول .نوربیا