کور / اسلامي / اسلام اوساینس(نر، ښځه اوکه یوهم نه!!!)

اسلام اوساینس(نر، ښځه اوکه یوهم نه!!!)

دجنس(نراوښځې ټاکل)یواځی دنرمسئولیت دی!!!
(نهمه برخه)
خاص الله لره ده سلطنت پاچایی داسمانواودځمکې، پیداکوی (الله) هرهغه شی چی اراده ئې وفرمایی، بښې دپاره دهرچاچی اراده ئې وفرمایی لوڼې اوورکوی (الله) دپاره دهرهغه چاچی اراده وفرمایی زامن یاجوړه ورکوی (لوڼې اوزامن دواړه) دوی ته (الله) اوګرځوی هرهغه څوک چی اراده وفرمایی (الله) شنډه (وچه، بې اولاده) بېشکه دغه (الله) دی ښه عالم (په فایدودهرچا) ښه قادر(په هرشی باندی چی اراده ئې وفرمایی)۔ (سورت الشوری 49ـ 50)۔
زه ودې لیکنې ته هغه مهال وهڅول شوم چی کله می په رسنیوکی داسی څه ولوستل چی وماته ئې ډېرتکان راکړاوترمبارک دین (اسلام) دمخه ئې دمشرکانواوجاهلانوحال راپه یادکړ، داسلام دسپېڅلې دین نه وړاندی دمکی اویثرب (مدینې) جاهلواومشرکویوه مفکوره پخپل دماغ کی درلودل اوهغه داچی ؛ ښځه مطلق دیوه حیوان په بڼه سره ژوندکوی، اودښځې پیدایښت یواځی لعنت، پېغوراودنفسی خوهشاتودترسره کولویوه سرچینه ده۔ دانجلۍ پیداکېدل په یوه فامیل کی پېغوروو، دیوې انجلۍ ورکول په نکاح سره وبل چاته پېغوراوشرم وو، له همدې کبله دوی (جاهلومشرکانو) یوه سزاهم ورته ټاکلې وه، ددوی په اند چی ددې لعنت څخه نجات ومومی؛ هغه داچی که به یوې ښځې انجلۍ وزېږوله نودلومړی ځل لپاره به ئې پرهغې ډوډۍ ، خوراک اوڅښاک بندکړل، ترڅوچی کمبله ئې ټولیږی، یابه ترهغه وخته مجازات کیده چی ترڅویوهلک زیږوی، اوکه به ښځه ډېره ورباندی ګرانه اوقوم اوټبرولاوه نوکله چی دامعصومه ماشومه د(3ـ 7) کلونوشول نوخپل پلار، اکااویابل خپل په یوه لیری صحراکی یوه کنده چی کوچنی کوهی ئې ورته وایه وکیندل اودادګل په شان، بې خبره، معصومه ماشومه به ئې دمامادکور(یابه بله بهانه) رهی کړل؛ دموراوښکې به دسیلاب په شان بهیدې اوافسوس اوژړابه ئې عرش لړزاوه خوهیڅ امکان ئې دژغورنې نه درلودی، داځکه دمورئې هیڅ په وس کی نه وه، نوکله چی دادګل په شانه ماشومه به ئې ودې کندې ته نژدې کړل په یوه تکان سره ورټېل وهله اوورسره به هغې ژړا، دبابانارې، دمورجانې چغې ، لاسونه غورځول، پښې غورځول ترڅویوڅوک ئې خبره واوری اونجات ومومی خوددې معصومی ماشومی ددې ټولوهلوځلوځواب به په بې رحمه ډبرو، شګو، ریګو، وهلو، ټکولو، په ډبرودویشتلواوپه پایله کی په وژلوسره شو، چی دډېرقهرڅخه به داسمان رنګ هم سوروګرځیدی، قاتل به دخپلې لورپه وژلوسره څه دارام احساس وکی، داځکه داشرم ووچی یوڅوک راشی اودده لورواده کاندی۔ دجهالت دوختوهغه کندی اوڅاګان اوس هم شتون لری اوکیدای شی چی حاجی صاحبانولیدلی وی، ددې کوهیانوانځورونه اوپوره معلومات خپاره شویدی، اوهرڅوک ئې لوستلای شی، که په مکه معظمه کی ویوچاته معلوم نه وی، نودمسجد الحرام په باب الفهد باندی پرمخامخ سړک باندی چی ولاړشی اوڅه مخته ولاړشی نود(مقبره شبیکه) په نامه سره یوځای راځی چی دلته یوه میدانې معلومیږی اوهمدامیدانی ددې کوهیانوځای دی، چی اوس دنمونی په شکل سره ساتل شویدی، چی جاهلانوخپل ژوندې لوڼې پکښې ښخولې۔
الله جل جلاله په قرانکریم ددې په هکله داسی فرمایی:
اوکله چی له انجلۍ (چی ژوندۍ ښخه شوی وی) وپوښتیدله شی (داسی) چی په کومی ګناه وژلی شوې ده (داانجلۍ) (التکویر 9)
قران خبرورکوی چی ددې مظلومانوڅه ګناه وه، چی تاسووژلې، اوپه کومه ګناه موژوندۍ ښخولې؟؟؟ داسی ئې مه ګڼې چی داستاسواولاد اوهرڅه چی موزړۀ غواړی هغه په کولای شی بلکه داولادتوب له پلوه ستاسوداجرم لادرنیږی۔
زه اوس غواړم چی دوومیرمنوهغه ریښتنې کیسې درته دبېلګې په ډول سره درته ولیکم چی قلم هم ورباندی ژړلې دې، بلکه هرهغه لوستونکی چی دالیکنه وګوری نوضروروبه یواحساس ورسره پیداشی چی (1400) کاله وروسته هم داڅنګه حیوانیت دی؟؟؟!!!
دکلثوم بی بی دواده اوخوښۍ مراسم په ډېرښه اوښکلی ډول سره ترسره شول، ټول خپلوان اودوستان ئې خوښې ولمانځل اوډېرخوښ وودواړه لوری (هم دناوې خپلوان اوهم دزوم خپلوان) دډېرې خوښۍ احساس ئې وکړ، معصومه کلثوم بی بی لادخپل ښکلی ژونددبدلون څپې ښه نه وینی اوهغه څپې دغره ترشاپه یوه لیری دښته کی خپل مزل طی کوی، اوکلثوم بی بی دااحساس کوی چی زه اوس دیوه ښه ژونددرلودونکې اوهرڅه خاونده یمه ، خوازل بل شانته وو، ددې دقسمت هغه زرینې پاڼې مخکی لادبدبختۍ په توررنګ ککړې شوې وې؛ اواوښتې وې،د واده دخوښۍ څخه یوکال وروسته دکلثوم بی بی لورپیداشوه، چی خاوندئې نسبتا خوښ خونوره کورنۍ ئې دغم ټغرغوړولی وو،اودخفګان په زانګوکی زنګېدل، دماشوم دپیدایښت په ورځ په عادی ډول سره هره کورنۍ خوشحاله اودهرچامخ روښانه وی، خوددې کورنۍ دهروګړی مخ توره لمبه کوی اوهرڅوک ئی دومره په غصه کی ووچی خبرې ورسره ناشونې دی، کلثوم لومړې خوښه وه، اوکله چی ئې ددې کورنۍ عکس العمل ولیدی نودژورخفګان ښکارشول، اودافکراواحساس ورسره پیداشوچی کیدی شی دژوندشیبې دی رالنډې شی؛ نوځکه ئې همشېه دلوی څښتن درحمت روازه ټکوله اودانیرااوزارۍ ئې ورته کولې چی نراولاد داینده لپاره راکی، اوکه می ددوهم ځل لپاره لوروزېږوله کیدای شی دژوندپاڼه می نورژړه اویاهم ورژیږې۔
ماشوم هغه ګل دی چی فخرالموجودات حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ورته دجنت ګلان ویلی دی، اودائې هم فرمایلی دی که چاپرکوچنیانورحم اوشفقت ونه کی هغه زموږڅخه نه دی، دماشوم ددې معصومې څهرې څخه هرڅوک یوالهام اخلی اوهرڅومره چی یوانسان سټرې اوستومانه وی خوکله چی وکورته ولاړشی دماشوم سره پخپله ژبه سره دزړۀ خواله وکی هرڅه لیری کیږی، چی داطبعی ده، خوودې ماشومې ته هیچادمینې غیږورنکړل؛ دکلثوم دبدبختۍ تورجال نورهم وغوړېدی، په دوهم کال ئۍ بیالورپیداشوه، چی کلثوم ددې پرځای چی خوښې ښکاره کړی، سپینواوښکوئې پرمخ اوزلفوکی لارې لارې جوړې کړې؛ هرڅه ورڅخه پاته وه، دماشومې روزنه، دهغوسره لطف، په مینه ښکولول، دهغوساتنه اونازونه، داټول دتورسمندروتل ته لاهوشول اوس نوکلثوم وپتیله چی که می بله لورهم پیداشول نوضروربه وژل کیږم داځکه داګواښونه مخکی لاورکول شوی وه؛ دکلثوم ټول خوسرګنۍ یوه غونډه جوړه کړل چی بایدوکلثوم ته سزاورکړل شی، چاوویل دابایدطلاقه شی، چاوویل چی دابایددیوه حیوان په شان ووهل شی په بې رحمۍ سره، چاوویل پردې باندی دهرڅه خوښۍ ، خوراک، څښاک بندیزونه ورباندی ولګول شی، کلثوم بی بی مخکی لاڅوواره دخپل خاوند لخوڅخه وهل شوې وه، اوداهرڅه دې پخپلوسترګولیدل، کلثوم نوره هم ترډېرروانی فشارلاندی راغلل چی ددې نړې ټول خواږه ورباندی حرام شول، نه ښه کالی، نه ښه خوراک، نه ښه ژوند، نه ښه کړه وړه، نه ښه سلوک داهرڅه ورڅخه هیرشول اودسپینواوبوڅښل ورته دزهروپه شان وو، داوښکوهغه لارې چی په زلفواومخ کی ئې جوړې شوې وې هرچاته له ورایه جوتېدې، چی داددې دقسمت نښې وې، اوهغه څوک چی دکلثوم بی بی داحالت ووینی ماسوی ددې کورنۍ څخه نوپرهغو باندی هم هرڅه حرام شی، داځکه چی کلثوم بی بی په یوداسی حالت کی ده دسړی زړۀ په پخیږی ولی چی ددې لورپیداشوېده، (افسوس)۔ دادکلثوم بخت اوالهی فیصلی دې چی په دریم ځله ئې بیالوروزېږوله، داځل فیصله ډېره کرغیړنه اوځورورنکی ده، اوکلثوم دخپل ژوندڅخه بې زاره اودژوندشیبې یواځی شمیرې، کلثوم په روغتون کی بستروه، چی خواښې ئې دخپل ځوی په لاس یوه لفافه ورکړې وه، وکلثوم ته راغی، کلثوم چی په تکلیفواوغموکی ډوبه وه، دلېورپه لیدوسره ئې څه زړۀ روښانه شوچی دی پرماپوښتنه کوی، چی هغه له خپل جیب څخه یوه لفافه راکښل چی په هغه لفافی کی یو طلاق لیک وو، اویوبل لیک وو، چی په هغه کی لیکل شوی وه، چی ترتاخوسپۍ لاښه ده چی یونرراوړی، نوته ترهغې بدتره شوې، زموږوکورته رانشی، دروغتون څخه به خپل دچونګوټۍ سره دخپل پلاروکورته ځی، اودطلاق دی مبارک شه!!!(افسوس!!!!)، زه دکلثوم بی بی وخواښې ته دامبارکی ورکوم: (دجاهلومشرکووزمانې ته دی دورتګ مبارک شه!!!!!!)۔
یوه بله کیسه دشُغلې رااخلم اودابه په لنډوکی درته بیان کړم:
شغله په یوه داسی کورکی واده شوه چی خوسر، خواښې، خاوند اویوئې لېوردرلودی، چی هغه لیورئې ددروزامنوخاوندوو، اوددې لېورپه دې باندی ډېرخوښ دی چی درې زامن لری اودلوردرلودل ورته یوعیب معلومیږی؛ دشغلې قسمت ورسره سم تګ ونکړاودواده په لومړی کال ئې لوروزېږوله؛ چی دټول کورغړوورباندی توکړل په دریمه شپه ئې داسی وهل ورکړل چی مخکنی دردونه اوتکلیفونه ئې هېرشول اودائې هم ورته وویل چی که دې په اینده کی زوی ونه زېږاوه سوځم به دی۔
شغله پخپل ویراخته وخپل ګرانې، دزړۀ ټوټې ته هیڅ پام نشته په پنځمه شپه ئې هغه ددې نړۍ څخه رخصت شول، شغله اوس دخپل ژونداومرګ فیصله هرورځ کوی، دشغلې بی بی په لومړی کال داسزاشوه چی دچپه لاسی دوې ګوتې ئې ورپرې کړې، چی په کلی اوهرځای معلومه وی اوهرڅوک ورباندی لعنت اوپسخندووهی، دلوی الله جل جلاله فیصلې دې په دوهم کال ئې هم لورپیداشوه، چی په دې کال کی شغله خپل مرګ حتمی ګڼی؛ په هرصورت شغله لومړې ووهل شوه، اوپه داسی بڼه شول چی چافکرنه کاه چی داانسان دی اوکه حیوان، بیائې چپه لاس په مړوندباندی ورڅخه غوڅ کړ، اوپه زوراوجبرسره ئې دخپل پلاروکورته وشړل، چی دشغلې ژوند، عزت اوداهرڅه دجاهلیت وکندې ته واچول دهغې ټول ژوندئې په اورکی وسوځاوه، لاس ئې ورپرې کړاودانسانیت دفهرست څخه ئې وغورځول۔
داټول ځانونه مسلمانان بولی۔ داڅنګه مسلمانان دی؟؟؟؟؟
پنځه وخته لونځ کوی، روژه نېسی، زکات ورکوی، حج ته ځی اوهغه کارکوی چی دین نه لیری، بلکه حرام ئې ګرځوی، اوشرعابایدداخلک چی داظلم ئې کړی دی مجازات شی، داسلامی کلتورنه لیری، دټولنې نه لیری، له واقعیت نه لیری، دانسانیت نه لیری کارونه کوی، چی هیڅ شرم هم ورته ومخی ته نه راځی، داولی دحیا، شرافت، انسانیت اواسلامیت جنازه ووتله؟؟؟
ایاهلک یاانجلۍ راوړل دښځې په واک کی ده؟؟؟
ایاوښځې ته په دې باندی سزاورکول کیږی چی هلک زېږول ددې کاردی اودې ونه کی؟؟؟
لوی خدای جل جلاله په قرانکریم کی په ښکاره ډول سره ویلی دی لکه دلیکنې په لومړیوکرښوکی چی موږهغه ایاتونه لیکلی دی چی
داټول کارنه وچاته نرورکول، وچاته ښځه ورکول، وچاته دواړه ورکول، یوڅوک (عقیم) شنډ ګرځول داټول دیوه الله جل جلاله په قدرت کی دی، بل هیڅوک ددې واک نلری۔ داسلام سترعلماء کرام اومشایخ داسی مشکلات پردوه قسمه بولی یو(ماتحت الاسباب) چی داهغه کارونه دی چی تراسبابوپوره تعلق لری، اوبل هغه کارونه دی چی( مافوق الاسباب دی) چی داسبابوسره هیڅ تعلق نلری، داولاد راوړل دادځینوخلکودامشکل الله جل جلاله په یوه شی پوری ځوړنده کړی وی، کله داسی خلک ویوه ډاکترته ورشی نوالله جل جلاله ورته اولاد ورکی، اوکله بیاداسی هم وی چی ډېرپاچایان، امیران اوشتمن خلک چی هرڅه ئې په وس کی وی اوهرڅه کولای ئې شی خوالله جل جلاله ورته داولاد اراده نه وی نواولادئې دډېروهلوځلواودارودرمل داستعمال باوجود نه پیداکیږی ۔
زه دلته پرتقدیرباندی څه نه درته لیکم خوپه لنډوکی دمفتی اعظم اوشیخ الاسلام حضرت مفتی عثمانی صاحب یوه لنډه جمله درته لیکم: هغه وایی چی هرڅوک بایدپه هرکارکی خپل تروسه تدبیروچلوی چی کله تدبیربې کاره شی نودادتقدیر دی،اوداازلی نویشته ده۔

دجنس (نریاښځې ټاکل کېدل په اسلام اونوی ساینس کی )
Sex Determination in Islam and Modern Science
لوی څښتن جل جلاله په قرانکریم کی فرمایی:
بېشکه هغه نراوښځه جوړه پیداکړه دیوڅاڅکی څخه چی څڅول کیږی (النجم 45ـ46)
دنطفې څخه مطلب دمایع څاڅکی اود(تمنی) څخه مطلب په قوت سره وتل یادنبات اوبوټی په شان کرل، دلته ورڅخه دنارینه منی مراددی، چی په زورسره وځی، اوپه رحم کی کرل کیږی۔
ایاهغه دډیرې سپکې مایع نطفې څخه نه ووچی په رحم کی څڅول کیده، بیاهغه جم شوې وینه شوه، بیاالله جل جلاله ورڅخه بدن جوړکړاودهغه غړي ئې پیداکړ بیائې ورڅخه نراوښځه جوړه پیداکړل۔ (القیامه 37ـ 39)
دلته هم ددې یادونه شوېده چی ډېرلږه مایع (څاڅکی) دنارینه څخه دجنس (نراوښځې) دټاکلومسئلویت په غاړه لری۔ ددې ایاتوڅخه دامعلومه شوه چی دنراویادښځې پیداکېدل دنردمنی څخه دی۔ نه دښځې څخه۔
ساینسی څېړنې:
دجنس په معلومولوکی کرموزوم (Chromosomes) مرکزی ارزښت لری، کرموزوم څه ته وایی:
دحیوانی حجراتو(ژونکو) په هسته کی جوړښتونه چی د (DNA) دمالیکول خطی رشتې چی جینیتکی اطلاعات لېږدوی اود (RNA) مالیکول چی هستونوی په ګاونډکی شته والی لری، یاکه په لنډوکی ووایوکرموزوم دشخص جنسیت ټاکی۔
عموماپه یوه (Genome) جینوم (دجنینوسترمجموعه) کی (46) کروموزومه شتون لری، چی (23) جوړې کیږی، چی په دغه (23) جوړوکی یودپلارکروموزوم دی اوبل دمور، چی داد (X,Y) په نامه سره دی، داځکه چی جوړښت ئې دانګلیسی ژبې د (X, Y) په بڼه سره دی اوورسره مشابهت لری ، هغه جوړه کروموزوم چی نریاښځه ورڅخه پیداکیږی وهغه ته صنفی کروموزوم (Sex Chromosomes) ویل کیږی۔
کله چی دنرنطفه (Sperm) وښځې ته داخله شی نودنرنطفه اودښځې (هګۍ) چی (Ovum) ورته ویل کیږی، ورسره یوځای کیږی، چی هګۍ القاح کوی چی ورته (Fertilized Eggs) یعنی القاح شوی هګۍ، ویل کیږی، دښځې هګې همېشه (X) ده، اودنرنطفه (X,Y) ده، چی و (ایکس کرموزوم) ته ښځینه کرموزوم وایی، اود (وای کروموزوم) ته نارینه کروموزوم وایی دلوی خدای جل جلاله په امرسره که چیری د نر(X Chromosome) (ایکس کروموزوم)دښځې د (X Chromosome) (ایکس کروموزوم)سره یوځای شی نو (Zygote) زایګوټ ( دنارینه اوښځینه ګامیټونودګډېدوڅخه زېږنده جحروته وایی،) ئې (XX) شو اوپه دغه صورت کی ښځه پیداکیږی، اوکه چیری دنر
(Y Chromosome) وای کروموزوم دښځی د(X Chromosome) ایکس کروموزوم سره یوځای شی نو(Zygote) زایګوټ په دغه صورت کی (YX) دی چی په دغه وخت کی نرپیداکیږی؛ نودښځې پرځای په ساینسی لحاظ نرملامتول پکاردی نه چی ښځه داورپه لمبوکی وسوځول شی۔
قرانکریم اونوی ساینس دواړوداثابته کړل چی دجنس ټاکل دنارینه لخوصورت نیسی
Islam and Modern Science(Dr. Abdul Karim Naik Zakir)
G.Science
U.Mecical Journal
Every Day Practical Medical Science
که چیری ویوې مېرمنی ته الله جل جلاله لور ورکړی نوڅه بدوالی پکښې شته؟؟؟
حکیم الامت حضرت مولانااشرف علی تهانوی رحمة الله علیه په پخپل یوکتاب (تحفه زوجین) کی لیکی: کچیری موږلږڅه فکروکړوحضرت خضرعلیه سلام چی کوم هلک مړکی چی کیسه ئې په سورت کهف کی راغلی ده، نوالله جل جلاله وهغې ښځې ته لورورکړل چی دهغې په نسل کی ډېرانبیاء علیه سلام پیداشول۔نوچی الله جل جلاله ویوچاته لوڼې ورکوی الله جل جلاله پکښې حکمتونه نغښتی دی، داچی موږ نه په پوهیږودازموږ نقصان اوکم علمی ده۔
لورنسبتاوموراوپلارته وفاداره وی۔
لورترزوی پرموراوپلارمهربانه اومشفقه ده۔
دلورمینه دموراوپلارسره دزوی په نسبت ډېر ه ده۔
ډېرزامن موږلیدلی دی چی دموراوپلارڅخه بېل شویدی، اوپه کال کی هم ورباندی کومه پوښتنه نه کوی، خولورکه سپین سرې هم شی بیائې هم مینه اوالفت دتل په شان تازه وی۔
زوی وموراپلاراوټولنې ته بدمرغۍ راوړی، لکه جګړه، فساد، دموادمخدره معتاده کېدل، قتل کول، غلاکول اوداسی نور۔
دزوئ په مطلق وتوسره موراوپلارپرېشانه وی، چی که یوڅه په ونه شول، یائی کوم مشکل راته جوړنه کی۔
ډېرځله داسی پېښه شوی ده چی زوی راولاړشویدی اوخپل پلارئې وژلی وی۔
ددې لیکنې څخه می دامطلب نه دی چی زه دزوی دزېږېدوسره مخالف یم خوداپه دې لیکم چی زوی وخپل ځانته ارزښت لری، اولورپخپل ځای کی ارزښت لری، ددې دامطلب نه دی چی لورترزوی ښه ده، خوداسی هم نه ده چی لکه مخکی چی بیان پرې وشودواړه دالله جل جلاله نعمت اورحمت دی، زه اوس غواړم چی دبنی کریم صلی الله علیه وسلم په څو احادیثومبارکانوباندی خپله لیکنه رالنډه کړم هغه داچی زموږخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: چی خیردښځوهغه ده چی لوڼې وزېږوې، اوهمدارنګه بنی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی: چی کوم وخت وکورته یوشی راوړی نولومړی ئې ولورته ورکی۔ دلومړی ځل لپاره بایدهرمسلمان په دې عقیده اوټینګ باوروکی چی داټول دالله جل جلاله په واک کی دی، اوبل داچی اسلام دمشرکینوهغه ټول کارونه چی دلوڼواوښځوپه هکله ئې رواج کړی اوکول ئې په ډېره سختۍ سره بندکړل، که دیوه مسلمان دالله جل جلاله اودهغه داستازی سره مینه نه وی نودی دي په دې پوه شی دی به هلاک کیږی، دالله جل جلاله اودهغه داستازی مینه په دې کی ده چی اطاعت ئې وشی، اودبخاری شری یوحدیث شریف دی چی وایی:
عن ابوهرېرة ان رسول الله قال والذی نفسی بیده لایؤمن احدکم حتی اکون احب الیه من والده وولده ٍ(بخاری، باب الوحی 13)
ژباړه: ابوهریره رضی الله تعالی عنه روایت کوی، چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زمادی په هغه ذات قسم وی، چی دهغه په لاس کښې زماساه ده، ستاسویوڅوک هم ایمانداره کیدې نشی، ترڅوپوری چی زه هغه ته دهغه دپلاراواولادنه زیات خوږ (محبوب) نشم۔
دلوڼوپه پالنه روزنه اوښه مراقبت کولوکی زښته ډېراحادیث مبارکان راغلی دی اودلوڼوپه فضیلت کی زه اوس غواړم چی یوڅودهغوڅخه ذکرکړم:
عروه بن زبیردبنی علیه السلام دټبربې بی عایشې رضی الله تعالی عنهانه روایت کوی دهغې بیان دی، چی یوه ښځه دخپلودوولوڼوسره له ماڅخه یوڅه وغوښتل (سوال ئې وکړ) ماسوی دیوې خُرمابل شی زماسره نه وو، هغه خورماماورکړل چی هغې پخپلودواړولاسووخپلودوولوڼوته تقسیم کړه، (نیمه ئې یوې لورته اونیمه ئې وبلې لورته ورکړه، اوخپله ئې شی ونه خوړی) بیاهغه ولاړه شوه اوروانه شوه بنی صلی الله علیه وسلم چی تشریف راوړی ماورته دابیان وکی، نوحضوصلی الله علیه وسلم وفرمایل، څوک چی دې بچو(لوڼو) ته څه ورکړل اودهغوی سره ئې احسان وکی نودابه دهغوی لپاره دجهنم له اوره حجاب (پرده) وی (یعنی په دې ذریعه به دجهنم نه وساتل شی)۔ (بخاری 933)
دابوسعیدخُدرې رضی الله عنه څخه روایت دی چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
دچاچی درې لوڼې پیداشی، وهغوی ته ادب ورزده کړی، رحم ورباندی وکی، اوښه ورسره وکی، نوددې سړی لپاره جنت دی (مسند احمد)۔
په بل حدیث شریف کی راځی:
هغه څوک چی درې لوڼې ولری، پردوی صبروکی، خوراک ورکوی، اوبه کوی ئې اوکالی ورکوی نوددې سړی اودوږخ ترمینځ به پرده وی ۔( دی به ودوږخ ته داخل نشی)۔ (مسند احمد)
په بل حدیث شریف کی راځی چی یوه صحابی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل که ئې دوې لوڼې وې، نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل که ئۍ دوې وې همداسی دی، هغه صحابی بیاورڅخه وپوښتل که ئې یوه لوروه، نونبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل که ئې یوه لوروه همداسی دی۔
په بل حدیث شریف کی راځی:
نبی کریم صلی الله علیه وسلم وایی: تاسی لوڼې بدې مه ګڼې داځکه چی دوی مینه ناکې دی، اوعزت ورکوونکې دې۔ (مسند احمد)۔