کور / اسلامي / دتقلیدحقیقت (اتمه برخه)

دتقلیدحقیقت (اتمه برخه)

ژباړه : مومن مهاجر
Muhajir222@yahoo.com
دمیرمحمدله خواشیطان لومړی غیرمقلدبلل
نوموړی لیکي چي په تاریخ کي شیطان لومړنی غیرمقلدوو. دی خپله داادعاداسي بیانوي :
بایدپوه شئ چي شیطان لومړنی شخص ووچي په ډاګه یې دنه تقلیدلاره خپله کړه اوهغه له دې امله چي دالله جل جلاله حکم یې ونه مانه اودخپلونفسي غوښتنوپیروي یې وکړه . راشئ قرآن کریم ته غوږشوچي هغه څه وايي ایاهغه دالله جل جلاله اطاعت وکړاوکه یې دخپلونفسي غوښتنوتقلید؟
الله جل جلاله وايي : فَفَسَقَ عَنْ اَمْرِرَبِّهِ یاني شیطان دخپل رب له امره سرغړونه وکړه . مالومه شوه چي شیطان دخپل رب په نه اطاعت کولوګمره اشوی بلکي ترهرچالوی ګمراه دی .
بل ځای الله جل جلاله وايي : وَمَنْ اَضَلُّ مِمَّنْ اِتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَیْرِهُدًی مِّنَ اللهِ . ژباړه : څوک ترهغه چاډېربې لارې یا ګمراه دی چي له الهي هدایت پرته یې دخپلونفسي غوښتنوپیروي کړې وي؟ . بل ځای الله جل جلاله وايي :
أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ . یاني تاهغه سړی ونه لیدچي خپل خواهش یې الله وګرزاوی اوالله جل جلاله له پوهي سره سره بې لاري کړ . له دغودلائلوموږته دورځې په څېرجوته شوه چي شیطان لومړی کس ووچي دخپلونفسي غوښتنوپیروي یې وکړه،دهغومقلدشواوپه عامه توګه دیوه ړانده مقلدپه توګه راڅرګندشو. احنافوته هم موږهغه نصیحت کووچي الله جل جلاله ټول انسانیت ته کړی دی اوهغه دا چي :
اتَّبِعُواْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلاَ تَتَّبِعُواْ مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُونَ (الاعراف : ۳)
ژباړه : دهغه څه پیروي وکړئ چي ستاسودرب له خوادرته نازل کړای شوي،له هغه پرته دنوروولیانوپیروي مه کوئ،په تاسوکي پنداخیستونکي ډېرکم دی .
بل ځای الله جل جلاله وايي : وَمَااِخْتَلَفْتُمْ فِیْهِ مِنْ شَئٍ فَحُکْمُهُ اِلَی اللهِ (الشوری ۱۰)
ژباړه : په کوم شي کي چي تاسواختلاف کړی دهغه فیصله الله جل جلاله ته وسپارئ! بل ځای الله جل جلاله وايي : وَلاَ تَتَّبِعُواْ أَهْوَاء قَوْمٍ قَدْ ضَلُّواْ مِن قَبْلُ وَأَضَلُّواْ كَثِيرًا وَضَلُّواْ عَن سَوَاء السَّبِيلِ (المائده ۷۷)
ژباړه : دهغه قوم پیروي مه کوئ چي وړاندي بې لاري شوی،نوریې هم ډېربې لاري کړي اوله سمې لارې اوښتي دي .
بل ځای الله جل جلاله وايي :
وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ (البقرة : ۱۲۰)
ژباړه : که دې وروسته له هغه چي علم درکول شوددوئ دهواپیروي وکړه نونه الله ستادوست اونه مرستندوی دی .
داخبره خودورځې په څېرڅرګنده وه چي ادم علیه السلام ته سجده کول دالله جل جلاله امرووخوده له دې سره سره هغه ونه مانی اودخپلې نفسي غوښتنې پیروي یې وکړه .
میرمحمدصاحب وايي چي مقلدین دملائکواوغیرمقلدین دشیطان په څېردي . اوس تاسوووایاست چي ایا مقلدین دملائکوپه څیردي که دهغه شیطان په څېرچي ترهرڅه وړاندي یې دخپل نفس تقلیدوکړ؟
میرمحمدصاحب وړاندي لیکي : غیرمقلدین دشیطان تقلیدپه خوشالي کوي خودامام اعظم رحمه الله له تقلیده تښتي . زه وایم چي مقلدین په ډېره خوشالي دشیطان تقلیدکوي خودهغه چاله تقلیده تښتي چي الله جل جلاله دټول امت امام اعظم بلکي امام الانبیاء ګرزولی دی،دهغه دپیروي امریې کړی اوددې شاهدي په خپله قران ورکړې ده : وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا (لقمان : ۲۱)
ژباړه : کله چي دوئ(کفارو)ته وویل شي هغه څه ته راشئ چي الله نازل کړي دوئ وايي : موږدهغه څه پیروي کووچي پلرونه موپرې موندلي . وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْاْ إِلَى مَا أَنزَلَ اللّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُواْ حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا(المائده : ۱۰۴)
ژباړه : کله چي دوئ ته وویل شي چي دالله جل جلاله نازل کړي(کتاب)اودرسول (احادیثو) ته راشئ دوئ وویل : موږته هغه څه کافي دي چي خپل پلرونه موپرې پیداکړي دي .
نوراشئ موږله الله جل جلاله سوال کووچي څوک ستادنبي پرېکړه نه مني،دامام په قول پوري مښتی وي ستاپه احادیثوترهغوعمل نه کوي چي دامام ابوحنیفه رحمه الله ټاپه نه وي پرېلګېدلې اودهغه له رایې سره موافق نه وي نوایاداسړی درسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي کوي که دشیطان؟ الله جل جلاله وايي :
فَاِنْ لَمْ یَسْتَجِیْبُوْالَکَ فَاعْلَمْ اَنَّمَایَتَّبِعُوْنَ اَهْوَائَهُمْ(القصص ۵۰)
ژباړه : که دوئ ستاخبرونه منله نوپوه شه چي دوئ دخپلوخواهشاتوپیروي کوي .
څرګنده شوه چي مقلدین له ډېره وخته په دې زړه ناروغي اخته دي چي هروخت دوئ قران اوسنت ته راوبلل شي نودوئ مخونه ترې اړوي اودخپل عمل په استدلال کي نېکه ګان اوپلرونه وړاندي کوي الله جل جلاله هم موږته دداسي کسانوپه اړه خبرداری راکړی چي که دوئ دمحمدصلی الله علیه وسلم خبره ونه منله نوباوروکړئ چي داخلک یوازي دخپلونفسي غوښتنوپه طلب کي سرګردان اولالهانددي .