کور / کیسه / شپاړلسم نمبر

شپاړلسم نمبر

په دروازه کې ناست پیره دار د ډاکتر د معاینه خانې د زنګ له غږ سره د ټېلېفون ګوشي کېښوده، له خپلې چوکۍ نه پورته شو او د ډاکتر معاینه خانې ته ور دننه شو. له معاینه خانې نه په ډیرې چټکۍ سره بهر راووته او غږ يې وکه:
-” شپاړلسم نمبر! شپاړلمس نمبر! د جناداد خان والا ناروغ څوک دی؟”
د دهلیز له آخر سر نه سپین ږیري خپله امساء پر ځمکه ولږوله، خپل ټول زور یې پر خپلې امساء واچوه او کوپ کوپ د معاینه خانې د دروازې لورته راغی. په دروازه کې ناست پیره دار په قهر جنه لهجه سپین ږیري ته وویل:
-” بوډا! شپاړلسم نمبر والا ته یې؟”
سپین ږیري خپله سینه پر خپلو دواړو لاسونو چې امساء يې پرې کلکه نیولې وه، کیښوده. سر يې پورته کړه، او په داسې حال کې چې سر او لاسونه يې رپېده، په نیولي غږ يې وویل:
-” جناداد خان دی؟”
پېره دار سپین ږیري ته ښکته پورته وکاته. د سپین ږیري ټول غاښونه ګذار شوي وو. زړه سپینه لونګۍ يې پر سر وه. د سپین جاکټ دواړه جبونه يې لادې زړوند وو. پلاستیکي څپلکو ته يې څو ځایه پېوندونه ایښي وو. پېره دار خپله خوله کږه کړه، سر يې وخځوه او په تنده لهجه يې ورته وویل:
-” نه پلار مې. دا یو ساعت کیږي چې چغی وهم. لکه چې غږونه دې کار نکوي؟
سپین ږيري پېره دار ته په ځیر ځیر وکاته او په نرمه لهجه يې ورته وویل:
-” خېر دی زویه! لرې ناست وم. وامې نه ورېده…”
پېره دار د سپین ږیري خبره پرېکړه. سپین ږیري ته يې ورقه وړاندې کړه:
-” شابه هله نو! فیس راکوه چې ناوخته کیږي!”
سپین ږیري خپله زنه د امساء له سر نه پورته کړه. په کیڼ لاس يې ځان په امساء ټینګ ونیوه او ښي لاس يې د جاکټ ښي جب ته وردننه کړه. لکه چې پیسې يې په کوم بل جب کې وې. بیرته يې خپل لاس له جب نه وویسته. خپل لاس يې بدل کړه. په ښي لاس يې ځان کلک کړه او کیڼ لاس يې د جاکټ کیڼ جب ته ننه ایسته. داځل يې هم خالي لاس له جب نه رابهر کړه. پېره دار له غوسې نه کله مخ معاینه خانې لورته اړوه او کله به يې سپین ږیري ته . سپین ږیري خپل لاس د خپلې لمنې لاندې ننه ایسته. لکه چې د کمیس لاندې يې په بنیان کې جب لرلو. سپینه خلته يې ترینه رابهر کړه. بېرته شاته لاړه او دیوال ته يې تکیه وکړه. زنه يې په امساء کېښوده او د دواړو لاسونو په مړوندونو يې امساء کله ونیوله. په لړزېدونکو ګوتو يې د سپېنې خلتې غوټې پرانیستلې. لومړی غوټه ډېره کلکه وه. هر څومره يې چې کوښښ وکړه، مګر ويې نشو کړای چې غوټه پرانیزي. پېره دار له ډېرې غوسې نه ورقي په خپلې چوکۍ کېښودې او د سپین ږیري څنګ ته ورغی.
-” خدای خبر چې تاسو څه قسم بني آدمان ياست؟ تاسو سره مونږ په غم ککړ یو. راکړه دا سپېره غوټه ماته!”
د سپین ږیري له لاسه يې خلته کش کړه او خلاصه يې کړه. له خلتې نه یې په تور پلاستیک کې تاوشوي پیسې راوویستې. پلاستیک او خلته يې ځمکې ته ګذاره کړه. خپله ګوته يې د خولې په لیاړو ککړه کړه او پېسې يې وشمېرلې.
-” راکړه ! سل نورې! ”
-” دا ټولې روپۍ اخلې؟ ”
– ” دا درې سوه دي. د ډاکتر فیس څلور سره روپۍ کیږي”
سپین ږيري پېره دار ته حېران حیران وکاته. یوه شېبه چپ وو او بیا يې ورته وویل:
-” ماسره نورې نشته. خېر دی، سل يې ماته راکړه چې خپله کرایه پرې وکړم او دوه سوه يې ته واخله. دوا به کومه بله ورځ واخلم”
د پېره دار مخ له غوسې نه تک سور شو. ټولې پېسې يې بېرته د سپین ږیري د جاکټ جب ته ننه ایستې. د خپلې چوکې نه يې ورقې پورته کړې. او په دهلېز کې ناستو کسانو ته يې غږ وکړه:
-” ولسم نمبر! ولسم نمبر دې راشي!”