کور / کیسه / تورخالۍ ( انځوريزه کيسه )

تورخالۍ ( انځوريزه کيسه )

یادونه دا کیسه ما د افغاني صیب د شین خالۍ په ځمکه لیکلي ده.

دا یو نوې فورم دې چې باید نوم یې کسیه افغان ناول کېښودل شي ولې چې دا فورم افغاني ورور کشف کړي

د کیسې سر لیک تورخالې او سپین ګل ،لیکوال جمالدین طوفاني

اوله برخه

د سهار اذان نه و شوی چې سپين ګل سوچونو واخیست او په منډه د ګاونډي باغ ته په دیوال ور واوښت او دباغ په ویاله کې یې د هر څه وړاندې خپل مخ او لاسونه ووینځل او بیا یې په خپل خرن او غټ څادر پاک کړل او د باغ څخه د بیرته اوښتو په حال کې یې غوږنو ته د بنګړو شرنګ راغي او په پوره اختیاط سره یې خپلې ګلابي سترګې ور واړولې،که ګوري یوه جینۍ ده او پنځه ګزه یې سور ټیکری په اوږو پروت دی غټې بادمي سترګې یې په باغ کې په خندا وې او سپین مخ یې د ونو د شنو پاڼو په څیر ځلا کوله او غاښونه یې د ویالې له شنو اوبو روښانه و،کله چې سپین ګل هغه ولیده نو حیرانه شو ،خو خیر تاسو فکر مه کوئ الله به فضل وکړي چې مخکې څه کیږي ،ښه نو کله چې سپین ګل هغه تورخالۍ پیغله ولیده نو زړه یې ډېر خوشاله شو ،او ناڅاپي خوله ته دا سندره ورغله ،یوه یادونه کوم چې سپین ګل د هیواد یو معاصر شاعر هم و، ما د سپین ګل او د تورخالۍ بحث داسې راخیستی او تمثیل کړی مې دی.

رکشواله په ښي لاس تاو شه
په څلورم سرک میلاو شه
زما د ښکلي جانان هغلته ادرس دي
نور مه شکوه ګل
دغه ګل دې بس دي
نور مه شکوه ګل
کله چې تورخالۍ دا خبره په سترګو کې سپین ګل ته وکړه نو سپین ګل پوه شو چې دا جینۍ دلته میلمنه راغلي نو بیا جینۍ د خپلوانو کور خواته مخ واړو او دا توري یې له خولې وبهیدل.

زه یم دیار او یار زما دی
شکر دی ماسره پخلا دی
د بنجاري ماما سیخاکی هسې ابس دی
نور مه شکوه ګل
دغه ګل دې باس دی
نو مه شکوه ګل
ـ»»»»»

بیا تورخالې مور ته وایي

»»»
مورې ما پریږده کودر ته ځم
د خپل جانان دلبر ته ځم
زما اوربل کې لونګین لکه اتلس دی
نور مه شکوه ګل
دغه ګل دې باس دی
نور مه شکوه ګل

»»»»»
زما په زړه یې څه چل کړئ
دې طوفاني رانه زړه وړئ
زما په خوله کې چې جوړ نن بیا کړس،کړس دی
نور مه شکوه ګل
دغه ګل دې باس دی
نور مه شکوه ګل

دا وه د تورخالې او سپین ګل کیسه چې ما تاسو ته د شعر په ژبه وړاندې کړه،ما دا پورته کیسه د افغانستان او لندن سینما ته هم ورکړي چې د فلم په شکل یې جوړه کړي او دا پورته کومه سندره چې ده دا مې هم صدیق شباب ته ورکړي چې ډېر زربه د زرينو هېوادوالو ته په حسينو الاتو زمزمه شي ، د دوي په غوږونو کې به يې د تل لپاره انګازې لکه څپڅانده سمندر څپې وهي او د توجو وړ به يې وګرځي