کور / کیسه / معلم کبیر

معلم کبیر

معلم صیب چی نوی ټولګی ته ننوتی وو د شاګردانو لخوا د ولاړ سی په ویلو سره بدرګه شو. که څه هم چی معلم صیب کبیر ټولګی د راتګ تیاری هم نه درلود خو ددی لپاره چی ناسوب (غیرحاضر) ونه بلل شی، ټولګی ته راغی او له ټول ګنسیت او بی خوبی سره سره یی کتاب واز کړ او له یوی انجلی یی وغوښتل چی پرونی درس تکرار کی
” شکریی لورکی”
“بلی معلم صیب ”
“ته خو دصنف مخی ته راشه او پرونی درس را ته ووایه ”
“ښه ده معلم صیب ”
له دی خبری سره بیا شکریه د ټولګی مخی ته ودریده او پرونی درس یی له یاده ووایه.
دا اوس د هری ورځی خبره وه، معلم کبیر به هره ورځ د ټولګی یو متعلم جګ کړ او تری به یی د پرونی درس پوښتنه کوله نو له دی کبله ټولو زده کوونکو به د تاریخ درس د معلم د راتګ مخکی دوه دری ځله تکرار کړ ترڅو چی بیا د هم ټولګیو په مخ کی کم رانشی.
دا کار به معلم کبیر ته وخت ورکړ تر څو د نن ورځی د درس صفحه پیدا کړی او په لنډ وخت کی ځان تیار کړی. کله به خو د معلم کبیر د هغه زده کوونکی چی د تختی مخی ته ولاړ وو، حتی آواز هم نه اوریده او دا ځکه چی دی به په خپل ځان او درس کی مشغوله وو. بیا نو شاګردانو به یو د بل غلطی نیولی او معلم کبیر به کله یو اوکله بل ته شابسی ورکاوو.
***
معلم کبیر که څه هم ډیر خوارکښ انسان وو، خو بیا هم د کورنی جنجالونو، ستونزو له امله یی نه شو کولای په وخت او زمان سره درس ته تیاری ونیسی او کله به یی خو حتی د کور د ستونزو په هکله د خبرو وخت هم نه درلود او هغه ځکه چی دی به سهار تر بیګاه په منډو وو او کله به چی کورته راغی، نو ترڅو چی ډوډی تیاریده دی به بیا ویده وو.
معلم کبیر چی د ادبیاتو له فاکولتی فارغ وو، د نجونو په یوه لیسه کی یی د لس کالو را پدیخوا د معلم په صفت کار کاوو. د معاش دوه چنده به یی په هر میاشت کی له هټی والو پور اخیسته. دده د پور اخیستو لړی دومره اوږده شوه چی یو وخت یی د خپل له پلاره پاتی نیمه مځکه خرسه کړه. که څه هم چی ټولی دومره پیسی ونه شوی چی د ده ټولی ستونزی حل کړی خو بیا هم دومره وشو چی خپل پورونه ادا کړی او یو څه پیسی په کور کی د کومی ناوړی پیښی لکه ناروغتیا، تکر، زلزله، سیلاو او داسی نور… لپاره پسره کی، چی خدای دی موږ ټول تری وساتی.
خو سره له دی هم چی معلم صیب پیسی د ناوړو پیښو لپاره ساتلی وی خو داسی وخت راغی چی کله د هغی ښځه ناروغه شوه او د درملنی لپاره معلم صیب مجبور شو هغه پاکستان ته یوسی، د هغه ټولی پیسی هم بس نه وی خو تر څو کیده ټولی راوړی پيسی یی په میرمن ولګولی او کله چی روغتون ورته ځواب ورکړ نو دی مجبور شو بیرته یی کابل ته راولی او په یو بل روغتون کی یی بستره کړی. که څه هم چی ده د میرمنی د ژوندی پاتی کیدو هیڅ امید هم نه درلود خو بیا یی هم غوښته چی ترڅو ژوندی ده باید پری مصرف وکړم او نور یی نو خدای پاک پوهیږی او کار یی.
یو څه موده تیره شوه او د ده ټولی پیسی په میرمن مصرف شوی، مجبور شو بیا یی په پور اخیستو پیل وکړ. که څه هم چی هغه ته به هرچا پور ورکاوه خو بیا هم که خلکو ورته پور ورکاو ورسره به یی ورته داسی خبری کولی چی دی به له پور اخیستو هم پښیمانه وو. او کله به یی له ځان سره ویلی هغی ته دا ښه ده چی مړه شی کم تر کمه به خو د ژوند له جنجالو بهر شی. او کله به یی چی د هغی ژوند ته نظر وکړ چی له ده سره یی په یو ځای ژوند کولو سره څومره ناخوالی ولیدلی نو په ژړا به یی پیل وکړ او داسی به یی ژړلی چی تا به ویل د کورنی کوم څوک یی ژوند له لاسه ورکړی دی.
***
لا یی لوست نه وو خلاص کړی چی کوم چا ورته له روغتون زنګ وواهه او هغه یی عاجل روغتون ته وغوښت. لوست یی بس کړ او په یو غوراځه تکسی یی ځان واچاو او په بیړه یی ځان روغتون ته ورساو. داکترانو ورته یوه بله نسخه د ښځی د بستر په سر پری ایښی وه د نسخی په لیدو یی په ځان کی لرزه پیدا شوه او حیران پاتی وو چی اوس به پیسی له کومه کوی. که څه هم یو ملګری ورته وعده کړی وه چی تر هرڅومره پیسی یی پکار وی، دی به یی ورته ورکړی خو بیا هم ده داسی انګیرله چی ملګری یی چی کله ورته پیسی ورکوی نو پری خاندی که څه هم چی د ملګری په زړه کی یی هم داسی خبره نه وه خو بیا هم چی کله به یی هغه لیده نو داسی به ورته ښکاریده چی پری خاندی.
څو زړونه یی یو زړه کړ او ملګری کور ته لاړ. هغه په کور کی نه وو، بیا ورته په کوڅه کی تم شو او ورته یی زنګ وواهه او تری یی وغوښتل چی په بیړه دی وګوری. ملګری یی چی دده له ستونزی خبر وو خپل کار یی خوشی کړ او په منډه یی ځان کورته ورساو. کوڅی ته په رسیدو سره یی له ملګری سره روغبړ وکړ او کور ته ننوت. په تلوار یی له بکسه پیسی وایستی او معلم صیب ته یی ورکړی. معلم صیب په بله تکسی کښی کښیناست او ځان یی په بیړه روغتون ته ورساو، د څنګ درملتون نه یی درمل واخیستل، او په بیړه روغتون ته ننوت.
له څو دقیقو وروسته چی کله د میرمن بستر ته ورسید نو میرمن یی آخری سلګی وهلی او ګواکی د خاوند د لیدو په انتظار وه. په لیدو یی له خولی ماسک لری کړ او په ژړغونی آواز یی وواییل
” سړیه، لکه چی وخت می پوره شوی”
“نه خدای دی نه کوی، زړه مه بایله ”
“زه پوهیږم وخت می پوره دی یواځی می ستا انتظار ایست ”
“چُپه شه، خدای به هرڅه ښه کی ”
“نه دی خدای به همدا رضا وی… زه تری ناراضه نه یم، خو چی دی له ما راضی وی. ”
” انشا الله چی له تا به راضی وی”
“ښه ده خبری ته می غوږ ونیسه ”
“ښه څه وایی ”
” چی زه مړه شوم نو د پلار او مور په خوا کی می ښخه کړه او په ماشومانو دی پام وی چی درنه بی سره نه شی. محمود خو پدا ورځو کی د هیچا نه منی، ته ورسره جګړه مه کوه او په نرمه یی پوه که. له پلارګنی سره می تګ راتګ کوه چی تل دی انتظار وی…. بخشش وکړه.”
له دی خبری سره هغی خپل اخری نفس وایست او ځان یی د دنیا واکدار ته وسپاره.