کور / سپورټي / د پکتیا د سولې د جام د نن سیالۍ لوبه تاند سهر وګټله

د پکتیا د سولې د جام د نن سیالۍ لوبه تاند سهر وګټله

نېټه: اونۍ (( نۍ)) د ١٣٨٩ لمريز کال د زمري ۱۲

په پکتیا کې د سولې د کرکټ د ټورنمټ ننۍ سیالي د (د) په ګروپ کې تاند سهر لوبډلې په ۸ ویکټو وګټله، د افغانستان په وخت نن ماسپښین ۳:۰۰ بجې لوبڅار پچه هوا ته چګه کړه، د سولې د کرکټ د ټورنمټ د (د) ګروپ تاند سهر او زمزم لوبډلو کپتانان د لوبڅار تر څنګ ولاړ و چې پچه به څوک ګټي، پچه ځمکې ته د رسیدو سره د زمزم لوبډلې وګټله.
زمزم لوبډلې توپ وهنه غوره کړه او د ټولو لوبغاړو په سوزیدلو يي په ۱۲ اورونو کې ۱۰۴ منډې هدف تاند سهر ته وټاکه.
د لږې دمې وروسته د تاند سهر ، لوبغاړو په توپ وهنه پېل وکړ، ۱۰ اور روان و ۱۰۳ منډې وي چې د تاند سهر لوبغاړي اسد الله خان شپږیزه ووهله او د نن سیالي یې خپله کړه.
د تاند سهر لوبډلې په ننۍ سیالۍ کې ۲ لوبغاړي د لاسه ورکړي و چې له زمزم لوبډلې يې سیالي وګټله، په پکتیا کې د کرکټ بورډ مسؤل حضرت ولي وايي چې تاند سهر لوبډلې ځان د سولې د کرکټ د ټورنمټ جام وړولو ته نوماند کړی دی،
د نن سیالۍ غوره لوبغاړی د تاند د لوبډلې اسدالله خان شو چې ۵۵ منډې جوړې کړي او د لوبې تر پایه ونه سوزید.