کور / سپورټي / د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله سکاټلنډ ته ځي

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله سکاټلنډ ته ځي

نېټه: اونۍ (( نۍ)) د ١٣٨٩ لمريز کال د زمري ۱۲

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا سهار ته د انټر کانټینټل د سیالیو جام ته روانیږي
ملي لوبډله سبا سهر ته د کابل له هوائي ډګر څخه دوبۍ ته په صافي الوتکه او له دوبۍ څخه سکاټلینډ ته په برټش الوته کې سفر کوي.
د کرکت بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري د کرکټ بورډ لپاره نوی قانون جوړ کړي چې یوه ماده يې رسمي دکرکټ بورډ چارواکي سفر نه کوي، دا لومړی ځل دی چې د کرکټ بورډ له ادارې لخوا داسې یوه قانون پلی کیږي، سبا ته به سکاټلینډ ته ۱۴ د ملي لوبډلې لوبغاړي، دوه روزونکي، ویدیو څیړونکی، ډاکټر او د ملي لوبډلې مدیر سفر کوي.
د دې سیالیو لپاره ۱۵ لوبغاړي غوره شوي و چې ایریلینډ ته سفر وکړي خو د انګلستان سفارت ۱۴ لوبغاړو ته ویزې ورکړي او د خالقداد نوري د ویزې کار لا په جریان کې دی.
د ملي لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی وایي چې د منتظرو لوبغاړو څخه مو د عزت الله دولتزي د ویزې چارې هم روانې کړي دي چې که کوم لوبغاړی ټپي شي نو یو لوبغاړی به سکاټلینډ ته د لیږولو لپاره تیار وي.
د افغانستان لومړۍ څلور ورځینۍ سیالي د سکاټلینډ سره په ۱۱ د اګست پیل کیږي او تر ۱۴ د اګست پورې دوام کوي، دوه یوې ورځینۍ سیالۍ یې په ۱۶ او ۱۷ د همدې هیواد سره دي.
ملي لوبډله به د سیالیو له پای وروسته په ۱۹ د اګست هیواد ته راستنیږي.