کور / سپورټي / ١١ اګست افغانستان د انټرکانټینټل جام په څلورمه سیالي کي ګډون کوي

١١ اګست افغانستان د انټرکانټینټل جام په څلورمه سیالي کي ګډون کوي

د افغانستان ملي لوبډله د انټر کانټینټل کرکټ جام د سیالیو په پړوا کې څلورم ځل سیالیو لپاره نن سکاټلینډ ته روانه شوه، لومړۍ څلور ورځینۍ سیالي يې د اګست له ۱۱ څخه تر ۱۴ اګست پورې دوام کوي چې خورا ارزښتناکه ده، دوه نورې یو ورځینۍ سیالۍ یې په ۱۶ او ۱۷ اګست د همدې هیوار سره دي.
د کانټینټل کرکټ سیالیو ته د لومړۍ کچې یا فرسټ کلاس سیالۍ هم وايي، افغانستان په دې سیالیو کې اوس مهال دویم مقام لري.
افغانستان تر اوسه د کانټینټل په سیالیو کې ۴ فرسټ کلاس څلور ورځینۍ لوبې کړي چې ۳ يې له
( هالینډ،ایرلینډ، کانادا) څخه ګټلي او یوه یې د زمبوابی سره مساوي کړې ده.
د انټرکانټینټل په سیالیو کې افغانستان ۵۷ او سکاټلینډ ۶۹ او زمبوابی ۴۳پوانټونه لري. افغانستان، سکاټلینډ او زمبوابی د دې جام پایلو ته نوماند دي.
افغانستان څلور لوبې کړي، پنځمه یې د اګست په یولسمه له سکاټلیند سره او شپږمه يې سیالي یې د کینیا سره په ۲ د اکتوبر ده.
دانترکانتننټل سيالي په ۲۰۰۹ کال کې پيل شوې او د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې به پای ته رسيږي چې پايلوبه به یې د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کې ترسره کېږي.

د انټر کانټینټل سیالۍ دکرکټ نړیوالې شورا لخوا اداره کیږي ، دغه سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ د پرمختګ په موخه په ۲۰۰۴ز کال کې په لاره اچولي، په دې سیالیو کې هغه هیوادونو چې د کرکټ د نړیوالې شورا په دویمه او دریمه ګټګورۍ کې ثبت دي څلور ورځینۍ لوبې کوي.