کور / سپورټي / په کابل کي د ولايتي سياليو دپاره د لوبغالي د جوړولو کار روان دئ

په کابل کي د ولايتي سياليو دپاره د لوبغالي د جوړولو کار روان دئ


د يوې مياشتي راهيسي په کابل کي  د ولايتي سياليو دپاره  د کابل پر لوبغالي کار ښه په درز کي  روان دئ .


د افغانستان کرکټ بورډ اړونده مسولينو ته دنده ورکړې چي  د کوچني  اختر څخه وروسته د ولايتي شل اوريزو سياليو دپاره  د کابل لوبغالى چمتو کړي، کرکټ بورډ پتېيلې چي  له هري  تيري   سوي  سيالۍ راروانه شل اوريزه ولايتي سيالي د کرکټ په معياري شکل په هيواد کي  د کرکټ مينوالو ته وړاندي کړي.


ولايتي شل اوريزي سيالۍ به د کوچني  اختر څخه وروسته د سپټمبر د مياشتې په ۲۵ نېټه پيل کيږي او ۲۴ ولايتي لوبډلي  به پکښي  برخه اخلي.


د کرکټ بورډ تخنيکي مسؤلين وايي چي  په راتلونکي شل اوريز ولايتي سياليو کي  ۲۴ لوبډلي ګډون کوي، دا لوبډلي به په ۸ ګروپونو ويشل کيږي.


اوس مهال په لوبغالي کي  په ليولنګ کار روان دئ، د ليولنګ دپاره  يې ۷۰ وړې لارۍ شګلنه خاوره راوړي.


همدارنګه کرکټ بورډ د کابل د کرکټ په اکاډمۍ کي  د تمرينونو دپاره  دوه پېچونه جوړ کړل چي  ځيني  لوبډلي پکښي   د سياليو په وخت کي  هم   خپل تمرينونه کوي.


کرکټ بورډ د  کابل د لوبغالي د پيچونو دپاره  خاوره د لوګر له ولايته راوړې، د پيچونو خاوره خپلي  ځانګړتياوي لري  ګرد بايد ونلري، شګلنه نه وي او بايد سريښتناکه وي چي  هغه يوازې د افغانستان د لوګر  ولايت د روست ميدان په ډنډ او د پاکستان په ګجراتو کي  پيدا کيږي.


د لومړي ځل دپاره  کرکټ بورډ  د کابل په لوبغالي کي  سکور کارډ يا د معلوماتو توره تخته جوړوي چي  شېبه په شېبه به د کرکټ مينوالو ته د لوبې مخامخ معلومات پکښي   ليکل کيږي. سکور کارډ به له مځکي  ۳،۵۰ متره په هوا کي  ودرول کيږي او د سکور کارډ پلنوالي ۴ متره او اوږدوالي يې ۳،۵۰ متره دي.


د کابل د لوبغالي په چمن هم کار روان دي په کومو ځايونو کي  چي  چمن کمزوري و په هغه ځاى کي  نوي چمن ځاى پر ځاى کړل سو چي  لوبغالي ته ښکلا او د لوبې کولو دپاره  چمتو سي .


د کرکټ بورډ د لوبغالي او کورني کرکټ مسؤلين وايي چي  په لوبغالي کي   د سېل کوونکو يا تماشه چيانو دپاره  له ۲۰۰۰  چوکيو زيات د ناستې ځايونه په پام کي  لري. اوس پرې کار روان دي دوي وايي چي  کوښښ کوو د لوبغالي په شا او خوا کي  د ناستې چمني وړې غونډۍ جوړې کړي چي  په دې شکل به زياتو سيالبينو ته په لوبغالي کي  د ناستې زمينه برابره سي .


په همدې شکل په لوبغالي کي  د توپ اچونکي  شاته سپينه او توره پرده( سايډ سکرين) هم بيا ځلې جوړې سوي  چي  د نورو وختونو په نسبت به توپ وهونکي  ته توپ وهنې کي  ستونزې نه وي.


 د کرکټ بورډ تخنيکي مسؤلينو پتيلې چي  په دې ولايتي سياليو کي  د الف لوبډلي دپاره  لوبغاړي غوره کړي او د هيواد دپاره  د الف لوبډله د لومړي ځل دپاره  اعلان کړي.


شل اوريزي راتلونکي  ولايتي سيالۍ به د شمشاد  تلويزيون مينوالو ته په مخامخ شکل وړاندي کيږي، د شمشاد تلويزيون مسؤلين وايي چي  د راروانو شل اوريزو سياليو دپاره  يې ښه ترتيبات نيولي دي او له تېر ځل څخه به راروانې شل اوريزي سيالۍ په ښه ډول مينوالو ته په ژوندۍ بڼه وړاندي کوو.


د نورو معلوماتو دپاره  په دې شمېره له موږ سره اړيکي  ټينګي کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹


 


د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو څانګه


acb.media@afghancricket.af


afg.cricket.media@gmail.com