کور / سپورټي / د ملي لوبډلي روزونکى راشد لطيف خپلي دندي ته دوام ورکوي

د ملي لوبډلي روزونکى راشد لطيف خپلي دندي ته دوام ورکوي

د افغانستان د ملي لوبډلي د توپ وهني روزونکى راشد لطيف خپله پرېکړه بدله کړه او وايي چي د افغانستان د کرکيټ د پرمختګ او ودې د خدمت دپاره چمتو دئ او خپلي دندي ته د افغانستان کرکيټ بورډ سره د روزونکي په صفت دوام ورکوي.
راشد لطيف د څو ورځو راهيسي د افغانستان کرکيټ بورډ چارواکو سره د بيا راتللو دپاره خبري اترې پيل کړي وې، کرکيټ بورډ او ښاغلي راشد لطيف دې پايلو ته رسېدلى چې په هماغه پخواني قرارداد د افغانستان کرکيټ بورډ سره د روزونکي په صفت دنده مخکي بوزي .
راشد لطيف وايي چې ما په خوا ځکه د افغانستان کرکيټ بورډ څخه هغه غوښتنيکړي وې چې په نوره نړۍ کې يې د روزونکو لپاره هيوادونه ورکوي، په دې اړه ما فکر وکړ چي څه وکړم خو اخري پريکړه مې دا وکړه چې بايد زه بيرته د افغانستان کرکيټ بورډ سره خپلې دندې ته د روزونکى په صفت دوام ورکړم او د کرکيټ په ډګر کي د افغانستان خدمت وکړم، نو همدا لامل دئ چي زه د خپلو روستۍ غوښتنو څخه تېرېږم او ډېر زر به خپلي دندې ته راوګرځم.
راشد لطيف اوس مهال په انګلستان کي دئ او د ملي لوبډلي د کينيا سره د سياليو په تمريني کمپ کې برخه اخلي.
نورو معلوماتو دپاره په دې شمېره زموږ سره اړيکي ټينګي کړئ : ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹

د افغانستان د کرکيټ بورډ د رسنيو څانګه
acb.media@afghancricket.af