کور / سپورټي / راشد لطيف: افغان لوبډله به ژر د ټيسټ لوبو جوګه سي

راشد لطيف: افغان لوبډله به ژر د ټيسټ لوبو جوګه سي

د افغانستان د کرکيټ د ملي لوبډلي نوى کوچ يا روزونکى راشد لطيف وايي افغان لوبډله به په دوو کلونو کي د ټيسټ لوبو جوګه سي.
راشد لطيف روانه اونۍ وروسته له هغه په رسمي توګه د افغان ملي لوبډلي د روزني چاري پيل کړې چي د پاکستان د کرکيټ اکاډمۍ له رياست څخه يې استعفاء وکړه.
راشد لطيف ويلي هيله لري چي افغان ځوانان به دوه کاله وروسته د نړۍ والو ټيسټ لوبو په ډګر کي د پام وړ لاسته راوړني ولري.
راشد لطيف د پاکستان د ملي لوبډلي پخوانى غړى او کپتان پاته سوئ دئ، چي دوې مياشتي دمخه يې د افغان ملي لوبډلي له پخواني روزونکي کبيرخان سره يو ځاى د ملي لوبډلي روزنه پيل کړه، خو کبير خان تيره مياشت له کرکيټ بورډ سره د ستونزو له امله استعفاء ته اړ سو او د ملي لوبډلي له روزني څخه يې استعفاء وکړه.
د کبيرخان روزني د افغانستان ملي لوبډلي ته په بالينګ کي د پام وړ پرمختګ ورپه برخه کړ، افغان لوبغاړي هيله لري چي د راشد لطيف روزنه به يې د بالينګ په څېر بېټينګ هم پياوړى کړي.