کور / سپورټي / ننګرهار: د کرکټ پر نړیوال سټډیم کار پېل شو

ننګرهار: د کرکټ پر نړیوال سټډیم کار پېل شو

د څو ورځو راهیسې د افغانستان کرکټ بورډ دننګرهار په ولایت کې د کرکټ په معیاري سټډیم کار پېل کړ او په پنځه میاشتو کې به د سټډیم لوبغالی د لوبو کولو لپاره پکې چمتو شي شي.
د افغانستان کرکټ بورډ په په دوو راروانو کلنو کې په پلان کې لري چې د دوه معیاري کرکټ سټډیمونو، د ۶ څخه تر ۸ معیاري لوبغالو جوړول او د ۱۰ څخه تر ۱۵ روزنیزو کرکټ اکاډمیو جوړول دي.

د ننګرهار د کرکټ سټډیم لپاره د افغانستان ملي سوداګر حاجي نجیب زراب ۳۵ جریبه ځمکه د غازي امان الله خان په ښارګوټي کې ورکړي ده، ښاغلي نجیب زراب د مځکې برسېره د دې سټډیم د جوړولو لپاره مالي مرسته کړی او دا يې هم ویلي ((کچیرته د کرکټ بورډ او زموږ پیسې د پلان شوي لپاره کافي نشوي نو نوره مرسته به هم وکړو)).

د ننګرهار د کرکټ د سټډیم د جوړولو چاري د نجیب زراب ساختماني شرکت پر مخ بیايي، د همدې شرکت د ښارګوټو د پلان انجینیر فضل احمد فضلي او د کرکټ بورډ د پرمختایي څانګې مسؤلینو د ننګرهار د سټډیم د جوړولو لپاره په لاندې شکل پلان لري:

فضلي وايي چې په ۵ میاشتو کې به د ننګرهار د کرکټ سټډیم د لوبو کولو لپاره چمتو وي او زیاتې اسانتیاوي به پکې د لوبې کولو لپاره هم وي.
نوموړی زیاتوی چې اوس د ننګرهار د سټډیم په نقشه کار روان دی او په ۴۰ ورخو کې به مکمله شي، همدارنګه موږ په پام کې لرو چې داسې یو معیاري سټډیم جوړ کړو چې په ګاونډیو هیوادونو کې تر اوسه نه وي جوړ شوی.
– اوس د سټدیم په کیندولو کار روان دی، د ډیرې څیړنې وروسته مو پرېکړه وکړه چې د نورې نړې په څېر باید د سټډیم لوبغالي لپاره مځکه وکیندل شي مځکې کیندل مو پېل کړي چې د ۴۰ څخه تر ۶۰ ورځو پورې به سرته ورسیږي.
– د معدنونو د وزارت سره مو د ننګرهار د سټډیم لپاره د ساه کښلو خبره کړي چې په زرونه ډالره قمیت لري.
– د لوبغالي مځکه ۳۵ جریبه ده اوس په لوبغالي کې ۱۰۰ کارکوونکې کار کوي، په راروانو څو ورځو کې به د کارکوونکو شمېر ۲۰۰ تنو ته وخیېژې.

– په سټډیم کې د لوبغالي د پلنوالي اوږدوالي اندازه ( شعاع) ۹۰ متره ده، د لوبغالي د پولې سره به په دې ۵ میاشتو د اوسپنې کټارې هم جوړیږي، د اوسپنې د کټارو سره به د اوبو د وتلو لار او د هغې سره جوخت به د پښو د ګرځیدلو لار او د هغې شاته به د ناستې ځایونه جوړیږي.
– په دې ۵ میاشتو کې به د ۷۰۰۰ نندارچیان ځای ناستی جوړول هم پای ته رسیږي. فضلي وایي چې کولای شو چې په راتلونکې کې د نندارچیانو ځای ناستی د ۶۰۰۰۰ او ۷۰۰۰۰ پورې هم جوړ کړو خو اوس ځانګړې شوې بودیجه کافي نه ده.

د پنځو میاشتو په پای کې به د ننګرهار د سټډیم په لوبغالي کې ۴ معیاري د ځغاستې ځایونه( پیچونه) هم لوبې کولو ته چمتو شي.
د افغانستان کرکټ بورډ له اوسه پتیلې چې راتلونکې روژه کې به د روژې جام په نوم سیالۍ د ننګرهار په لوبغالي کې ترسره کوو.

افغان کرکټ بورډ په پام کې لري چې په هیواد کې د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره په دوو کلنو کې ۲ نړیوال معیاري د کرکټ سټډیمونه( کابل، ننګرهار)، د ۱۰ څخه تر ۱۵ د کرکټ ښوونیزې د کرکټ اکاډمۍ او په هیواد کې ۸ د کرکټ معیاري لوبغالي جوړ کړي.