کور / سپورټي / په پېښور کې د افغان کډوالو د کرکټ ټولنه جوړه شوه

په پېښور کې د افغان کډوالو د کرکټ ټولنه جوړه شوه

په پېښور کې يو شمېر افغاني ليسو د ښوونکيو لخوا د کرکټ د لوبې د لا پرمختگ لپاره د افغان کډوالو د کرکټ ټولنه (آل افغان رفيوجيز کرکټ ايسوسي ايشن) (AARCA) جوړه شوه، چې غړي يې په دې توگه ټاکل شوي دي.
عبدالمؤمن حقيار مشر (چيف ايگزيکټو)، هارون زاخېلوال مرستيال د غوراوي د کميټۍ مشر (اسسټنټ آف چيف ايگزيکټو اينډ چيئرمين سليکشن کميټى)، محسن صديقي اداري مسؤل او د غوراوي د کميټۍ غړى (مينجر)، محمد صميم جوانمرد د اړيکو مسؤل او د غوراوي د کميټۍ غړى، امداد الحق همدرد د سپورټي چارو مشر او د غوراوي د کميټۍ غړى (سپورټنگ مينجر)، حکمت الله اميني تاويلدار او د غوراوي د کميټۍ غړى، نظيف الله منصف د کورنيو او بهرنيو چارو مسؤل ذاکر الله اکرامي ساپى د رسنيو د چارو مسؤل.
دغه ټولنه پلان لري، چې د افغان کډوالو ترمنځ د کرکټ سيالۍ رامنځته کړي او افغان د کډوالو ځوانان د کرکټ د سيالۍ جوگه وگرځي. دوى به په سيمه ييزه کچه د کرکټ دوستانه سيالۍ کوي.