کور / سپورټي / د ښونځیو په کچه د کرکيټ سیالۍ پېل شوې

د ښونځیو په کچه د کرکيټ سیالۍ پېل شوې

د افغان کرکټ بورډ په تخنیکي او د مسلم هنډ خیریه مؤسسي په مالي ملاتړ نن په پلازمینه کابل کې د لومړي ځل لپاره د ښونځیو په کچه سیالۍ پېل شوي.
د ښونځیو په کچه په دې سیالۍ کې د کابل څخه ۲۴ لوبډلې لوبه کوي، د ننګرهار، پکتیا، پروان، لغمان او غزني څخه هم د ۸ لوبډلو په شمېر لوبډلې لوبه کوي. په هر ولایت کې به دا ۸ لوبډلې په خپلو کې لوبې کوي هر یوه چې د ښونځیو په کچه مخکښه لوبډله و د نورو مخکښو لوبډلو سره په کابل کې منځ لوبې ته لاره پیدا کوي.
دا سیالۍ شل اوریزې دي او د افغانستان د ۶ ولایتونو د ۶۴ ښونځیو لوبډلې پکې ګډون کوي. د غه ټولې لوبې به په سخت توپ ( هارډبال) ترسره کیږي.
د ټولو لوبډلو لپاره د مسلم هنډ خیریه ټولنه چې د انګلستان د مسلمانانو لخوا پیسې ورکول کیږي د کرکټ لوبې کولو مکمل کالي( کرکټ یونیفارم) اوهرې لوبډلې لپاره د کرکټ وسایل ورکړل شول.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری پرون د دغې سیالۍ په پرانسته غونډه کې د مسلم هنډ څخه د افغان کرکټ پرمختګ کې مننه وکړه او ویې ویل(( افغان کرکټ بورډ د ښونځیو په کچه په کابل کې کار پېل کړی او ډیر ژر به نورو ولایتونو ته وغزیږي، شینواري دا هم وویل چې افغان کرکټ بورډ ټولو هغو ادارو ته چې غواړي افغان ځوانان د نشه یې توکو او بیکارۍ څخه د ژغورلو پلان لري بلنه ورکوي چې د افغان کرکټ په وده او پرمختګ کې برخه واخلي)).
د مسلم هنډ اجرایوي مشر فضل احمد فضلي هم په پرانست غونډه کې خپل وینا کې وویل(( مسل هنډ ویاړي چې د ښونځیو په کچه د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د کرکټ سیالۍ په لاره اچوي، د مسلم هنډ د ارمانونو څخه یو ارمان دادي چې ځوانان د نشه یې توکو څخه وژغوري او په ټول افغانستان کې د کرکټ له لاري یووالی راولي)).
په دغه سیالۍ کې د کوچیانو ۶ لوبډلې برخه لري، په کابل کې دغه سیالۍ د باګرامیو، پوهنتون او ارزان قیمت د کرکټ په لوبغالو کې ترسره کیږي، دغه لوبغالي د کرکټ مینوالو په ډاګونو کې جوړ کړي او خپله د کرکټ تنده پکې خړوبوي.
دا سیالۍ یوه میاشت دوام کوي، د دې سیالۍ اداره کول او تنظیمول د افغانستان کرکټ بورډ او د مسلم هنډ اداره په غاړي لري.