کور / سپورټي / کابل: د ښوونځيو اتو غوره لوبډلو لوبې پيل کړې

کابل: د ښوونځيو اتو غوره لوبډلو لوبې پيل کړې

د کابل کرکټ په ملي لوبغالي کې د هیواد د ښونځیو ۸ غوره لوبډلو لوبې پېل کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د کابل کرکټ په ملي لوبغالي کې د هیواد په کچه د ښونځیو د غوره ۸ لوبډلو لوبې نن پېل کړي او د نومبر تر ۲۴ به دوام وکړي.
دا لوبې یوه میاشت مخکې پېل شوې وي چې د هیواد د شپږو ولایتونو ۶۴ لوبډلو پکې ګډون کړی و، د کابل ولایت څخه ۲۴ لوبډلې او نورو ۵ ولایتونو څخه ۶ ښونځیو لوبډلو پکې لوبې وکړي.
د کابل ولایت څخه ۳ او د نورو ۵ ولایتونو څخه یوه یوه لوبډله سوپر ۸ ته بریالۍ شوي چې نن ېې منځ لوبې پېل کړي.
دغه سیالي د لومړي ځل لپاره په هیواد کې په لاره اچول شوي دي، دا سیالۍ د مسلم هنډ مرستندویه مؤسسې په مالي لګښت او د افغان کرکټ بورډ په تخنیکي همکارۍ مخکې بیول کیږي.
د مسلم هنډ مؤسسي موخه د دې سیالۍ څخه په هیواد کې تنکې ځوانان د نشه یي توکو څخه لرېکول او په هیواد کې د کرکټ د لوبې له لارې سوله خورول دي.
هغه ښونځي چې په اتو غوره لوبډلو کې لوبه کوي په لاندې ډول دي:
د کابل څخه ( د احمدشاه بابا مېنې لسم بلاک لیسه، د غازي عالي لیسه او د مهراب الدین عالي لیسه ده).
د ننګرهار څخه د عبدالوکیل عالي لیسه.
د پکتیا څخه د میخانیک عالي لسیه.
د لغمان ولایت څخه د قطب زي عالي لیسه.
د غزني ولایت څخه د کوچیانو عالي لیسه.
د پروال ولایت څخه د یوزباشي عالي لیسه.