کور / علمي / ځنګلي ايکوسیستمونه او د هغو ساتنه

ځنګلي ايکوسیستمونه او د هغو ساتنه

ځنګل ــ د ځمکې د نباتي پوښ یو اساسي او د راز راز نبا تاتو د ژوندانه د شکلونو ښوونکی جوړښت دی چې تر ټولو مهم رول پکې ونې ، نهالګي او په دوهم قدم کې بوټي ، واښه ؛ خزه ) , ( Moss ګلسنکونه او نور لري .
د ځنګله تر ټولو مهمه ځانګړتیا په دې کې ده چې ؛ د هغه جوړونکې برخې په خپل منځ او د چاپېریال سره نه شلېدونکي اړیکي لري او دا پدې معنی چې ځنکلي فیتوسینوز او چاپېریال یو د بل سره نېغ په نېغه اغېزناک اړیکي لري . په همدا شان د نباتاتو د ټولګۍ د پاره مهمه سر چینه د انرژي هماغه لمریزه انرژي ده، چې په ځنکله کې د ونو د تاج ( crown ) پواسط د فوتوسنتز د عملیې په درشل کې جذب او په پای کې په هغو کې د عضوي موادو په شان زېرمه کېږي . ددې انرژي ډېره برخه د ونو د تاج او دځمکې د سطحې پواسط بېرته اتوموسفیر ته لېږدول کېږي او لږه برخه ئي د Transpertion په عملیه کې مصرف رسېږي .
ځنکلونه د ایکولوژیکو سیستمونو په شان په ډېرو مواردو کې مهمی او په زړه پورې ځانګړتیاوی لري :
لمړی دا چې ځنکل د وچې د هغه تعداد ایکوسیستمونو د ډلې څخه دې چې ډیر په طبعي لحاظ او یو څه د انسان د هڅو پر بنیاد ساتل شوی .
دوهم داچې ځنګل دخپل لوړ حاصلخېز قابلیت له مخې د ځمکې پر مخ د هغو سترو ایکو سیستمو له ډلې څخه شمېر ل کېږي ، چې په هغه کې په لوړه کچه عضوي مواد د لرګیو، دیترات او هیموس په بڼه تولید، او وروسته بیا د انسانانو لخوا د ژوندانه د احتیاجاتو د رفع کولو او په همدا شان د بیوسفیر د هغو برخو د بېرته احیا کولو په خاطر چې د هغوی د اقتصادي فعالیت په ترڅ کې له منځه تللي پکار وړل کېږي .

د نړۍ ځنګلي فوند ( بنیاد)

په ټولیز ډول د نړۍ دځنګلي ځمکو مساحت څلور ملیارده هکتاره اټکل شوی خو په ځنګلونو پټې ځمکې درې ملیارده هکتاره جوړوي ،چې په دې حساب د سړي سر نړیوال ځنګلي مساحت ۰،۸هکتاره ته رسېږي .
دځنګلونو ټولیزه نړیواله ژوندې کتله ( biomass ) ۲۰۰۰ملیارده ټنه اټکل شوې چې په هغه
کې٪ ۱۴-۱۵ د کانادا،امریکا او روسیې د مخروطي ځنګلونو (Coniferous Forest) ، ۵۰-۶۰٪د تروپیکو ځنګلونو او ۲۵٪ د نړۍ د نورو برخو ځنګلونو ونډه حسابېږي .
په لاندې هېوادونو کې د ځنګلونو مساحت او د لرګیو زېرمې د سړي سر په حساب :
کانادا– ۹،۴هکتاره ، ۸۱۵ متره
روسیه— ۵،۲ هکتاره ، ۵۶۰ متره
فنلند — ۴،۹ هکتاره ، ۳۵۱ متره
سویدن — ۲،۵ هګتاره ، ۳۱۳متره
امریکا– ۰،۹ هکتاره ، ۸۸ متره
د روسیې د ځنګلي ځمکو ټول مساحت ۱۱۸۰،۹ ملیونه هکتاره او یا د هېواد د وچې ۶۹٪ جوړوي . دغه هېواد د نړۍ ۲۵٪ دلرګیو د زېرمو او ۵۰٪ د قیمتي مخروطي ځنګلونو لرونکی هېواد دې . د طبیعت پر مخ د انسان د لاسوهنې د مخه د اروپا تقریبأ ټول مساحت ځنګل پوښلې وه ، مګر اوس د هغه د مساحت ۱/۳ کې ځنګلونه ساتل شوي .تر ټولو ډګ اروپائي هېواد فنلند دی چېرته چې ځنګلونو د هېواد ۷۰٪ ځمګه پوښلې او تر ټولو لوڅ او خوار هېواد انګلستان دې چې د مساحت ۶٪ ئي ځنګلونو پوښلې دی . پراخ او لوی ځنګلونه د پخوا په شان د اسیا، ساېبریا په هوارو او غرنیو برخو او په همدا شان په تروپیکو او سب تروپیکو حوزو د جنوب شرق د اسیا کې ساتل شوي دي . دقطبي اوسهیلي امریکا ۲/۳ برخه د مساحت ځنګلونو پوښلی ده . په قطبي برخه کې مخروطي ځنګلونه،په سب تروپیکو حوزو کې مخروطي ، پلنپاڼي ځنګلونه او خرماونې په استوائي حوزو کې همېشه بهار یا لانده (مرطوب ) – تروپیک ځنګلونه . د افریقا د وچې ۱/۴ او د استرلیا ۱/۵ برخه ګڼو ځنګلونو پټه کړې ده .

د ځنګلونو اهمیت

د ځنکله اهمیت د انسانانو او حېواناتو په ژوند کې :

ځنګلونه د ټولنې په اقتصادي وده ، د چاپېریال په ښه والي او د ولسونو د ژوندانه د سطحې په لوړ والي کې ستر رول لوبوي . د بیولوژیکي کتلې (biomass ) تر ټولو غښتلي جوړونکي په خپله ونې دي . دوی د تودوخې (دسوند دموادو) ،او تر ټولو مهم دا چې د ودانولو اود بیاجوړولو،د صنعتي موادو ، دباغي موادو ، درملو ، رنګونو او نورو ګټورو موادو ستر عرضه کوونکي شمارل کېږي . د بېلګې په ډول د چرم جوړولو صنعت د دباغي موادو پرته چې د ونو د پوستکي څخه په لاس راځي نشي کولاې وجود ولري . د لرګیو څخه د شل زرو په شا او خوا کې ډول ډول سامانونه او محصولات جوړېږي . د هغو پرته د اقتصاد هيڅ یوه برخه نشي کولاې پر مختګ وکړي . د لرګیو څخه د پلاستماس ،پارو او چاودېدونکو موادو په جوړولو کې ګټه اخستل کېږي . د لرګیو د بورې څخه د الکولو، سرش ، شکرې په لاس ته راوړو کې ګټه اخستل کېږي .د لرګیو څخه د رېل دپټلۍد کوندو ،دکرېټونو ،صندوقونو او اوه پوسته تختو او په هم دا شان د کاغذ او موبل جوړولو په صنعت کې کار اخستل کېږي . په ځنګلونو کې په سلګونو ډوله ځنګلي مېوې ،دانې او غوزان لرونکي نباتات چې لوړ غذائي ، تخنیکي او درمل ایز ارزښت لري شنه کېږي .
د بېلګې په ډول د ترخې سنزلې (Lycium ) ، ځنګلي ګیلاس (Wild cherry ) ، اصیل ګلاب ( Rosa ) ، Aurea radix ،Currants،Mulfis او داسی نورو نباتاتو څخه د راز راز ناروغیو په درملنه کې کار اخستل کېږي . درمل ایز نباتات د الکالویدونو ،ګلوکوزیدونو ، ساپونینو ،ویټامینو،فیتونسیدونو، د اېفیر او شحمي غوړیو او نورو ګټورو بیالوژیکي موادو لرونکي نباتات دي . د نباتاتو پواسط درملنې ته کولای شو د کومپلکس درملنې نوم ورکړو ، ځکه چې هغه همزمان د ناروغۍ د اصلي عامل د منځه وړلو پرته په بدن کې د موادو د تبادلې د بهیر په ښه کولو سره د هغه دفاعي قابلیت تحریکوي .
ځنګل د حېواناتو (ځناورو) استوګنځاې ، د انسانانو او ځناورو لپاره د خوړو زېرمتون چې هغو ته مېوې، دانې، غوزان ، مرخېړ ي ،خوړونکې نودې ،واښه او ګلسنګونه (Moss ) د خوړو په شان وړاندې کوي . په همدا شان د ځنګل د پرېک او مېده شوو باتشونو سره د ځانګړو مصالو (Specide ) ګډول په مالدارۍ کې په پراخه اندازه د خوړو په جوړولو کې عمومیت پیدا کړی . د ځنګله د پرېکولو په درشل کې څارویو ته د ولې ( Salix ) ،Aspen ، Aser,Fraxinus,sorbus,Corylus او Ulmus د تنکیو نودو څخه مناسب خواړه جوړوي.

په ټولو ځنګلونو کې د صنعتي ځنګلونو په شمول د سوداګرۍ وړ الوتونکي او ځناور استوګن دي . ځنګلي چاپېریال په نړېواله کچه تر ټولو ستر ښکار ځای ګڼل کېږي ، چې لدې ځای څخه ښکاریان سمور ، سنجاب، موش خرما،ببر،تورې او سپینې کیکرې ،طاؤس ،زرين چرګ ،اصیله ګیدړه او داسی نور قیمتي ښکار له ځانه سره راوړي .
پرته لدې ځنګل روغتون او د تفریح ځای ،د علم او کلتور ، د غرو او رغونو دښکلا ، د روغتیا او خوښۍ ،د ښکلا او چاپېریال پېژندې ، د ښوونې او روزنې سر چینه ګڼل کېږي .

نور بیا