کور / سپورټي / له ۶۴ ښونځیو څخه څلور لوبډلې نیمه پایلوبې ته بریالۍ شوې

له ۶۴ ښونځیو څخه څلور لوبډلې نیمه پایلوبې ته بریالۍ شوې

د افغانستان کرکټ بورډ او د مسلم هینډ مرستندویه مؤسسې د یوې میاشتې راهیسې په هیواد کې د ښونځیو په کچه د ۴۶ ولایتو تر منځ لوبې په لاره اچولې وي چې د هغې د جملې څخه تر دې دمه ۴ پیاوړې د ښونځیو لوبډلې نیمه پای لوبې ته بریالۍ شوي دي.

د هیواد د ښونځیو ۸ غوره لوبډلې په لاندې ډول دي:
د کابل ولایت د احمدشاه بابا مېنې لسم بلاک لیسې د پروان ولایت د یوزباشي لیسې ته ماتې ورکړه.
د کابل ولایت غازي عالي لیسې د پکتیا ولایت د پوهاند عبدالحي لیسې ته ماتې وکړه.
د ننګرهار ولایت څخه د شهید عبدالوکیل عالي لیسه د غزني د کوچیانو لیسې ته ماتې ورکړه.
د لغمان ولایت څخه د قطب زي عالي لیسه د کابل مهراب الین لیسې ته ماتې ورکړه.
د پورته څلورو ښونځیو پیاوړ لوبډلو تر منځ د دې سیالۍ نیمه پایلې د پنجشنبې په ورځ او پایلوبه د جمعې په مبارکه ورځ ترسره کیږي.