کور / علمي / روح څه شی ده ؟( روح دساینیس له نظره) پرله پسې ۱۶

روح څه شی ده ؟( روح دساینیس له نظره) پرله پسې ۱۶

پوهنمل محمود نظري دځينو ساینس پوهانو په اند که  روح وی نو  اساساً هغه  انرژې ده چې هغه  د لوېدیځ او ختیځ نامحدود حکمت دی
 دځېنو پوهانو په اند    د نړۍ د دینونو د ښوونو په په اساس روح یو طلایي تاردی
 چې دانسان شخصیت  د بدن سره وصلوي .
 دځینو پوهانو په اند بیا روح زموږ د بې سدی ژورتوب دی یا هغه ماتیدونکی شی دی چې ز موږ شخصیت باید هغه ته پام وکړی چې مات یا ورک نشي خو رښیتیا بیا ددې  باورسرچپه دی دا زموږ روح ده چې زموږ شخصیت  ته پام کوی که ترې وغوښتل شي.
 ساینس  پوهانو په اند  دانسان د بدن  فزیکی شکل د تکامل اخیري ټکی دی خو تکامل د شکل  په بشپړ ېدو سره نه دریږي.د روح بیان اساساً د انسان د پوهې د  تکامل بل ګام دی.
د ځینو په پوهانو په اند بیاروح د نفس او مادې جسم  ارتباطی  اړیکه ده یا د مادې او نفس د دوستي  اړیکه ده .یا روح میانجي یا د پوهې اساسي پل دی.
 ځېني  ساینس پوهان بیا روح د جاذبې قوه بولې چې ټوله شکلونه سره یوځای کوي چې  شایدالوهیت په هغه کې تشریح کیږي.
 ځینې نورو ساینس پوهانو په اند روح له فنی اړخه یو ه  بې رنګه وړانګه ده چې له ځانګړو اهتزازونو او خوځښتونو څخه رنګه کیږي.
د  ځینو ساینس پوهانو  په اند روح انرژی ده د ساینسي تیوری  په اساس  چې انرژي له منځه نه ځي یوازی خپل شکل   تغیر وی نو  روح چې انرژی ده  هغه  یوازې تغیر  د شکل کوی له مینځه نه ځي نو همدا علت دی  چی روح د  جسم  دمړینی وروسته ژوندی پاته  کیږي
 خو هغوی دا  تشریح کړي کړې نه ده  چې  روح څه ډول انرژي ده او څرنګه اندازه کیږي او له نوري انرژې سره د هغه   عمل څرنګه دی؟.
 هغوی وايي د انسان بدن یو بیولوژیکی سیتم دی چې میتابولیزم ، خواړه په استفادې وړ انرژی  اړوی دا انرژی د وینو د پمپولو  ، دبدن ساتنې ، د بدن د تودوخي د ساتنې اوبل نسل ته  د جین په  انتقالولو او داسې نور کړو لپاره  کارول کیږي.  که میتابولیږم خواړه په انرژي بدل نه کړی نو بدن مړ کیږي

ماده او انرژی نژدې اړیکې سره  لري انرژي بدن ته تودوخه ورکوي  نومړ شوی  جسم انرژی  یا  روح ته اړتیا نه لري.
جودی میریل لیکي:دروح د پوهیدو لپاره  باید  د هغه فیزیولوژی مطالعه شي   لومړی باید مغز ، بدن او روح و پیژنو
 تر اوسه  فیزیولوزي د پوهې ( وېښیاری) درې حالته تشخیص کړی دي.
 یوه پوره وېښتیا ( په سد توب) چې په دې حالت کې  زموږ په ماغزو کې ټولې خاطرې او تجربې زیرمه کیږي او ه هر وخت چې وغواړو له هغه څخه  ګټه اخیستلی شو. د انسان فزیکی اړخ نورمال وی او
 د انسان مغلق خواص لکه:  فکر، احساس او غوښتنې دی چې د فزیکی جسم څخه جلا دی هم فعاله وی
بله نیمه وېښتیا( نیم بی سده توب ) د ی چې حالت کې یوازې ځېنې ځانګړی خاطری زیرمه کیږي
 درېیم يي کاملا د بې سدی حالت دی چې ماغز ه کار نه کوي

روح پیژندونکی پوهان وايي:روح دانسان د بدن د دوو ځایو سره اړیکه لري  یوه يي د پوهې (تار یا اړیکه ده) د سر دپورته برخه  سره ده   او  بله يي چې   دژوند ( تار یا اړیکه ده  )د زړه سره ده  موږ په په دواړو ځایو کې هغه  اسانه حسولی شو.


 .
نوربیا