کور / سپورټي / ننګرهار: د ملي لوبډلې په وياړ غونډه جوړه شوه

ننګرهار: د ملي لوبډلې په وياړ غونډه جوړه شوه

دعامې روغتيا رياست او ديونسف ادارې لخوا دهيواد دکرکټ ملې لوبډلې دبريا په وياړ په سپين غر هوټل کې يوه غونډه جوړه شوه .
په جوړه شوې غونډه کې دعامي روغتيامسؤلينواو دکرکټ دلوبغاړو سربيره دځوانانوچارو امر نوراغاځواک،دسپين غرهوټل امرعبدالوکيل وقار،دننګرهارملي تلويزيون دنشراتو لوي مدير امروالله روان،استاد شيرحسن کمالزي اويوشمير نورو ليکوالو اودکرکټ مينوالو برخه اخيستې وه .
دعامې روغتيا ريئس دخپلو خبرو په ترڅ کې وويل موږ وياړو چې دهيواد دکرکټ اتلان مو هيواد ته هميشه له برياوو سره راستانه شوي .
ډاکټر باز محمد شيزاد همدا ډول دننګرهار کرکټ اکاډمۍ دلس لوبډلو سره دکرکټ دټولو وسايلو دورکړې ژمنه وکړه او په ويناچې توان يې ولري نورې مرستې به هم دکرکټ له لوبغاړو سره وکړي .
په ورته وخت کې دځوانانو چارو امر وويل زموږ هڅه به داوي چې دکرکټ ملي لوبډله دسياسي ډګر څخه لرې وساتو ترڅو ددوي ټول فکر دکرکټ پرلوبو ووسي .
ځواک دننګرهار له ځوانانو مننه وکړه چې هميشه يې دکرکټ لوبډله چې هيواد ته راستانه شوي بدرګه کړي .
وروسته دلوبغاړو په نماينده ګۍ دکرکټ ملې لوبډلې مرستيال کپتان کريم خان صادق خبرې وکړي او زياته يې کړه چې ددوي هڅې همدا دي ترڅو په هرهيواد کې دافغانستان ملي بيراغ پورته کړي .