کور / علمي / د انتوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب شپږمه برخه

د انتوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب شپږمه برخه

د بري کلتور


د بدلون ورکوونکو ټکو ځواک او نړيوال تمثيلونه
ليکوال: انتوني رابېنز
ژباړن: انبيا ژمن


آيا تر اوسه په ژوره توګه د چا د خبرو تر اغېز لاندې راغلي ياست؟ آيا تر اوسه د جان، اېف کنډي، وېنسن چارچېل، يا مارټين لوټرکېنګ ټکي په ياد راوړئ؟ دې اشخاصو په خپلو نافذو ژبو سره نه يواځې زه او تاسو، بلکه يو بشپړ ملت تر اغېز لاندې راوست، او آن له مړينې وروسته يې هم تر اوسه د هغوى خبرې نورو ته ټکان ورکوي.


خو آيا کله هم په دې فکر کې شوي ياست چې کوم ټکي چې په عادتي ډول ور څخه استفاده کوئ د مثبتې روحيې يا غم او مايوسۍ د رامنځ ته کولو لپاره د څه جادويي ځواک لرونکي دي؟ آيا هغه ټکي چې کاروئ يې، رغوونکي دي که ورانوونکي؟ آيا په تاسو کې هيله رامنځ ته کوي که نهيلي؟ د دې لپاره چې د روحيې په بدلون کې د ټکو اريانوونکى اغېز ومومئ دا ځل مو چې وغوښتل خپل احساسات څرګند کړئ، په پوهې سره د ټکو په ټاکلو کې، غور وکړئ.  


ټکي داسې ځواک لري چې کولى شي جګړيز اور بل او يا سوله ټينګه کړي، اړيکې وشلوي او يا هغه ډېرې پياوړې کړي، د هر څه په اړه زموږ پوهه او احساس له هغې مانا سره تړلي چې هغه څيز ته يې ورکوو.ټکي، هغه کلمې چې په پوهې يا ناپوهۍ سره يې د يوه حالت د روښانولو لپاره ټاکو له واټن پرته د هغه مانا زموږ په پام کې بدلوي او په پايله کې زموږ احساس ته تغير ورکوي. که د يوې پېښې د تعريف په اوږدو کې هغه (ناورين) ونوموئ او يا هغه (لږ مايوسوونکې) وګڼئ د هغه په اړه ستاسو احساسات توپير نه کوي؟ که پېښه (لويه ستونزه) او يا (ووړ ربړ) په ګوته کړئ، آيا د هغې په اړه ستاسو د احساساتو شدت يو شان دى؟ که يوه داسې موضوع چې په هغه باندې ايمان لرئ له ما سره شريکه کړئ او زه ووايم اشتباه ده څه؟ که ووايم افکار دې په بشپړ ډول ناسم دى څه؟ له دې نه بد که ووايم (دروغ وايئ) څه؟ آيا د خبرې کړلو دا روش زموږ اړيکې نه پيکه کوي؟ 


کلونه مخکې، مې داسې موندنه وکړه چې د تل لپاره يې زما په ژوند اغېز وکړ. په يوه اداري غونډه کې، له خپلو دوو تنو همکارانو سره ناست وم چې يو بد خبر مو تر لاسه کړ. د هغه خبر په اړه زموږ د هر يوه د احساساتو شدت توپير درلود. مهمه دا چې موږ هر يوه، خپله انګېرنه په بېلو ټکو سره څرګندوله. ما ويل (په غوسه يم) دويم ويل (خواشينى يم) او دريم څرګندوله (ناآرامه يم). په ياد مې دي چې د داسې حالت د روښانولو لپاره د (ناآرامه) ټکى زما په آند ډېر احمقانه برېښېده! زه ناآرامه نه وم او هېښنده دا چې نه مې داسې احساس درلود او نه مې د هغه د بيانولو لپاره له داسې ټکي څخه استفاده کوله. له خپل ځان سره مې فکر وکړ که دا ډول ټکو ته چې کاروو يې بدلون ورکړو، آيا زموږ په عاطفي بېلګه کې به هم بدلون راشي؟


له هغه غونډې وروسته مې له ځان سره ژمنه وکړه چې د لسو ورځو لپاره، هر کله چې ايسار شم، د (غوسې او عصبانيت) د ټکو پر ځاى له (خواشينۍ او نا آرامۍ) ټکو څخه استفاده وکړم. پايله راته اريانوونکې وه. يواځې د هغه ټکي په بدلون سره چې په عادتي ډول مې کاراوه زما د منفي احساساتو شدت ټيټ شو. د دې جملې ويل چې (دا موضوع ما رنځوي) په بشپړ ډول زما مخکينۍ بېلګه وېجاړه کړله. ډېر ژر مې له نورو ټکو څخه هم استفاده وکړه، مثلاً(تاسو زما خلق په تنګوئ). داسې په پام کې ونيسئ چې د چا له لاسه په غوسه ياست او په داسې حال کې چې بې پروا څېره مو نيولې ده هغه ته دا جمله ووايئ.


يو له هغو ټکو څخه چې په معمول ډول يې د خپلو منفي احساساتو د بيان لپاره کاروئ وټاکئ، بيا د هغه په ځاى يو بل ټکى کېږدئ چې مخکينۍ بېلګه له منځه يوسي او يا لږ تر لږه د احساس شدت کم کړي.


کله چې د يوه حالت د روښانولو لپاره له نوو او غير معمولي ټکو څخه استفاده کوئ په هغه حالت باندې نوى لېبل (پېژندپاڼه) وهئ. د دې په شان چې بله حياتي تڼۍ مو کېکاږلې ده. نه يواځې له عقلاني اړخه، بلکه له عاطفي او احساسي اړخه هم بدلېږئ. ټکي، زموږ په بدن کې ماشينونه په کار اچوي. که په دې اړه شک لرئ، په پام کې ونيسئ چې څوک تاسو ته سپکې سپورې وکړي. په دې صورت کې نه يواځې له فکري اړخه، بلکه په ډېر احتمال سره له جسمي اړخه هم ستاسو د بدن په فيزيولوژۍ کې بدلونونه رامنځ ته کېږي.


زه هغه ټکي چې له واټن پرته د عواطفو د بدلون او د احساس د شدت د کموالي او ډېروالي موجب کېږي، (بدلوونکي ټکي) نوموم.


هغه ويي چې عادتاً يې کاروئ او تل له هغه څخه د خپلو عواطفو او احساساتو د بيان لپاره استفاده کوئ، بدل کړئ تر څو له واټن پرته ستاسو د تفکر، احساس او ژوند ډول بدل شي. دا يوه له تر ټولو ساده او په ورته وخت کې تر ټولو پياوړو وسيلو څخه ده چې په يوه شېبه کې د هر چا ژوند ته بدلون ورکوي.
  
موږ ډېرى د ژوند د تجربو د څرګندولو لپاره د معمول په ډول داسې ټکي کاروو چې هغه په ناخبرۍ سره ټاکو. ډېرى د خپلو عواطفو د سپړنې لپاره له داسې ټکو څخه استفاده کوو چې پرته له دې چې فکر وکړو دا ټکي کېدى شي په موږ يا نورو باندې څه اغېز ولري. دا ټکي زموږ د عادتي لغتونو د ټولګې يوه برخه ده او عملاً هغه احساس ته چې د خپل ژوند په اړه يې لرو بڼه ورکوي. 


د بېلګې په ډول ډېرى خلک تقريباً د هر ډول ناخوښه تجربو د بيان لپاره له (سپکو) يا (خواشينۍ) ته له ورته ټکو څخه استفاده کوي. که داسې څه ووايئ چې خوښ يې نشي (سپک يا خواشينى) کېږي. که يې آند وپوښتئ، بيا هم سپک او خواشينى کېږي. هر څيز هغوى ټيټ او خواشينى کوي، ځکه چې د دې ټکو له لېبل څخه تقريباً د هرې تجربې لپاره استفاده کوي. کوښښ وکړئ هغه ويي چې د خپلو عواطفو د بيان لپاره يې کاروئ پراخه کړئ تر څو چې ستاسو ټکي هغه عاطفي او احساسي حالات چې تمه يې لرئ، په نورو کې رامنځ ته کړي. 


د ژوند په درک کې د ژبې ارزښت څومره دى؟ دا موضوع، په بشپړ ډول بنسټيزه ده. هغه ټکي چې له خپلو تجربو سره تړاو ورکوو، په آسانۍ سره زموږ د تجربو په توګه بدلېږي.


مارک ټواين يو وخت ويلي وو (وړ ټکى يو ډېر ځواکمن کړونى دى. هر کله چې وړ کلمه کاروو هم په جسم او هم په روح اغېز کوي او سړى د برېښنا په شان له ځايه الوزوي.)


کوم ټکي په تاسو باندې ځواکمن اغېز لري؟ ناز ورکوونکي ټکي؟ ستايونکي؟ هېښنده؟ زړه وهونکي؟
 
ډېرى خلک له څو زره څخه زياتو ټکو سره بلد ندي. که په پام کې ونيسئ انګليسي ژبه چې د لغتونو د شمېر له اړخه د نړۍ تر ټولو بډايه ژبه ده د ٥٠٠ او ٧٥٠ زره تر منځ ويي لري، پام مو کېږي چې موږ په معمول ډول د خپلې ژبې له دوه سلنې څخه زيات ټکي نه کاروو! بده دا چې ډېر خلک د خپلو تلپاتو عواطفو د بيان لپاره له لس، پنځلسو او حد اکثر له شلو کلمو څخه ډېره استفاده نه کوي چې له هغې جملې څخه نيم يې هم منفي دي.


آيا د خپل احساس د بيان لپاره (څه د ځان لپاره يا د نورو لپاره) په معمول ډول له څو لغتونو څخه استفاده کوئ؟ څو ټکي همدا اوس کولى شئ د کاغذ پر مخ راوړئ؟


آيا که وغواړئ يوې لويې غونډې ته د خلکو په مخ کې خبرې وکړئ عصبي کېږئ؟ آيا په زړه مو پرده راځي؟ نفس مو تېزېږي؟ د زړه ورځېدنه مو جګېږي؟ لاسونه مو لړزېږي؟ دې احساساتو کلونه د کارلي سيمون ژوند ګډوډ کړ. خو نورو کسانو زده کړي چې څنګه له دې احساساتو څخه په خپله ګټه استفاده وکړي. مثلاً بروس اسپرينګسټين دغه جسمي احساسات عصبي لمسون نوموي او هغه د حالت رامنځ ته کولو لپاره چمتووالى، طبيعي او مثبت ګڼي. دغه احساسات هغه ته په ياد راوړي چې همدا اوس بايد د زرګونه کسانو لپاره ډېر هېښنده پروګرام جوړ کړي. د هغه په آند د زړه د ورځېدنې لوړېدل د انسان دښمن نه دى، بلکه د هغه ساتندوى دى. 


دا ځل چې د ټوليزې پاملرنې په مرکز کې واقع شوئ او د وينې د هورمون کچه مو لوړه شوله د هغه نوم عصبي لمسون کېږدئ نه ډار.


کله مو چې په کوم څيز باندې ځانګړى لېبل وواهه د هغه په اړه ځانګړى احساس هم پيدا کوو. دا موضوع په تېره بيا د ناروغيو په اړه رښتينې ده. څېړنو ښودلې چې د سرطان او زړه درېدنې ټکي ډېرى ناروغان په وېره کې اچوي او هغوى داسې بې چارې او اندېښمن کېږي چې عملاً يې د بدن دفاعي سيسټم ګډوډېږي. پر عکس روښانه شوې ده چې که ناروغان، له ځينو لېبلونو څخه رامنځ ته شوې اندېښنه له خپل ځان څخه لرې کړي او پوه شي چې د هغوى جسم د ودې لپاره کومو کارونو ته اړتيا لري د هغوى دفاعي سيسټم په وار وار فعالېږي.


ډاکټر نورمان کازېنز د (بدلون ورکوونکو ټکو) په اړه د بحث په وخت کې ويلي دي (ټکي کېدى شي د ناروغۍ يا مړينې موجب شي. نو هوښيار ډاکټران له ناروغانو سره په خبرو کې بايد ډېر ځير و اوسي.)


د خپلې جسماني سلامتۍ د بيان لپاره ټکي په ځيرکۍ سره وټاکئ.


هغه کسان چې له کمزورو ټکو څخه استفاده کوي، عاطفي ژوند يې هم کمزورى دى. او هغه کسان چې د لغتونو زېرمه يې ځواکمنه ده د ژوند بکس يې په واک کې دى چې تجربې يې نه يواځې د نورو لپاره، بلکه د خپل ځان لپاره هم ډېرې رنګينې ځلېږي.


نن څنګه کولى شئ د خپلو (عاطفي رنګونو بکس) ته رنګونه ور زيات کړئ؟ کوم مثبت او روحيه بښونکي ټکي کولى شئ عادتي ټکو ته ور زيات کړئ؟ که تل له دې ټکو څخه استفاده وکړئ ستاسو ژوند تر کومې کچې ډېر خوږېږي؟ 


آيا داسې کسان پېژنئ چې له حده زيات نېکمرغه وي او له خوښيو ډک ژوند ولري؟ دا کسان د خپل ژوند د تجربو لپاره له کومو ټکو څخه استفاده کوي چې وکولى شئ هغه بېلګه وټاکئ او په پايله کې د هغوى ځينې عاطفي بېلګې تجربه کړئ. 


آيا هغه وخت نه دى رارسېدلى چې د خپلو کمزورو کوونکو عادتي ټکو پر ځاى له بدلون ورکوونکو ټکو څخه استفاده وکړئ او غوره روحيه پيدا کړئ؟ لاندينى تمرين ترسره کړئ:


1. درې هغه ټکي چې د ناآرامۍ په وخت کې معمولاً له هغه څخه استفاده کوئ وليکئ.
2. ځان په ښاد او خوښ حالت کې راولئ. په خپل ذهن کې نوي ټکي پيدا کړئ چې مخکينۍ بېلګه له منځه يوسي او يا لږ تر لږه د احساس شدت کم کړي. هېڅ خنډ شتون نه لري چې له احمقانه، غير عادي، يا ناوړ ټکو څخه چې منفي روحيه له منځه وړي او ښادي او خندا د هغه ځايناستى ټاکي استفاده وکړئ. يو له هغو دلايلو څخه چې زه د (غوسې) پر ځاى له (ناآرامۍ) يا (زړه تنګۍ) ټکو څخه استفاده کوم، دا دى چې دا ټکي زما په آند مسخره ښکاري. هر کله چې د (زړه تنګۍ) اصطلاح کاروم، نه شم کولى له خندا څخه ځان وساتم. 
 
د منفي احساساتو شدت کولى شو اصلي ټکو ته د ټکو په زياتولو سره کم کړو. په (غوسه) ټکي باندې د (رنځ) يا (ناآرامۍ) ټکي پر ځايناستولو سربېره کولى شو له دې عباراتو څخه هم استفاده وکړو: (زړه مې په تنګ دى.) يا (د رنځ احساس کوم.) يا (دا چې اوضاع لږ نا مناسبه ده.)


له خپلو اولادونو سره په کومه ژبه خبرې کوئ؟ غالباً پام مو نه دى چې زموږ ټکي په هغوى باندې څه اغېز اچوي. پر ځاى د دې چې هغوى ته ووايو (ولې دې خوله نه پټوې؟) چې دا ټکي سبب کېږي ماشوم، خپل ځان بې ارزښته وګڼي، کوښښ وکړئ د هغه د حالت د بدلون لپاره له نيمه ټينګې لحجې څخه استفاده وکړئ. مثلاً کولى شئ ووايئ ( که دې کار ته دوام ورکړې، لږ لږ نا آرامه کېږم.) او د دې ټکي د ويلو په وخت کې لږ لږ وخاندئ. داسې څه ووايئ چې نه يواځې د ماشوم پاملرنه، بلکه ستاسو پام د خبرو کړلو ډول او وړ چلند ته واړوي. وروسته بيا په دې ډول وړانديز ورکړئ (ګرانه که دا کار په دې ډول ترسره کړې فکر کوم ښه به پايلې ته ورسېږي.) 


د دې لپاره چې په خپلو خبرو کې بدلون ورکوونکي ټکي وکاروئ، کولى شئ له لاندينيو رواني اړمو (جبل) څخه استفاده وکړئ‌.


1. له خپلو دريو تنو دوستانو سره تړون وکړئ چې د ځينو عادتي ټکو او عباراتو په ځاى له نوو ټکو او عباراتو څخه استفاده وکړئ.
2. خپل چلند د لسو ورځو لپاره تر پام لاندې ونيسئ. هر کله مو چې پام شو له زړو ټکو څخه کمه استفاده وکړئ، له واټن پرته په نوو ټکو سره هغه بېلګه ګډوډه کړئ. او که مو پام شو چې په غير ارادي ډول مو له نوو ټکو څخه استفاده کړې، له واټن پرته خپل ځان ته بدله ورکړئ.
3. د خپل چلند د سمون لپاره له خپلو دوستانو څخه مرسته وغواړئ تر څو هر وخت يې چې پام شي له زړو ټکو څخه استفاده کوئ تاسو ته ووايي. (مثلاً عصباني شوي ياست يا په تنګ) (مايوس شوي ياست يا صميمي.


آيا تل بايد د خپلو منفي عواطفو شدت کم کړو؟ البته نه؛ ټول بشري عواطف په خپل ځاى اړين دي. مثلاً ځينې وخت شونې ده څوک د بدلون رامنځ ته کولو لپاره، اړيتا ولري چې دغوسې احساس وکړي. خو زموږ خبره دا ده چې د هر عمل د ترسره کولو لپاره سملاسي له منفي عواطفو او شديدو احساساتو څخه په غير اړينه او نا وړ توګه استفاده ونکړو. موخه دا ده چې په با خبره ډول شرايط را ټول کړو چې لږ د رنځ او ډېر د خوند احساس وکړو.


له بدلون ورکوونکو ټکو څخه استفاده نه يواځې د رنځ د بېلګو د له منځه وړلو لپاره مرسته کوي، بلکه کولى شي د خوند کچه هم ډېره کړي. په دې تمرين سره د خپلو مثبتو عواطفو شدت زيات کړئ.


1. درې هغه ټکي يا عبارات چې معمولاً يې د مثبتو احساساتو د بيان لپاره کاروئ د کاغذ پر مخ وليکئ. آيا دا ټکي په بسيا توګه سا ورکوونکي دي؟
2. درې داسې ټکي يا عبارتونه چې په بشپړ ډول ښادي بښونکي وي وټاکئ.
3. له خپلو دوستانو څخه مرسته وغواړئ تر څو تل د مخکينيو ټکو پر ځاى له نوو او ځواکمنو ټکو څخه استفاده وکړئ. مثلاً (مايل ياست يا ډېر علاقه مند؟) (راضي ياست يا مشتاق؟) که په لسو راتلونکو ورځو کې له رواني اړم څخه استفاده وکړئ، لږ لږ مو عادت ګرځي چې دا ټکي په اغېزناک ډول وکاروئ.


نه يواځې ټکي زموږ پر عواطفو ځواکمن اغېز لري بلکه د لغتونو ځانګړې ټولګه (چې هغه د تمثيل په سرليک کاروو) له حده زيات او بدلون ورکوونکى ځواک لري. مثلاً کېدى شي وواياست (د پلانکي له لاسه عصباني يم.) يا وواياست (پلانکي له شاه نه په چاړه ووهلم.) کومه يوه له دې دوو څرګندونو څخه ځواکمنه ده؟ ښکاره ده چې د چاړې احساس چې له شاه نه يې ووهي، ژور اغېز لري.


له تمثيل څخه د استفادې په وخت کې ورته پېښه نه سپړو، بلکه هغه له بل څيز سره پرتله کوو. معمولاً زموږ تمثيلونه له واقعيت څخه ډېر ځواکمن دي. پلانکي په رښتيا سره څه کړي دي؟ مثلاً کېدى شي ژمنه ماتونه يې کړې وي، خو ژمنه ماتونه له دې سره چې څوک له شا نه په چاړه ووهې ډېر توپير لري.


تاسو د خوږمنو يا ناآرامه کوونکو تجربو لپاره له څه ډول تمثيلونو څخه استفاده کوئ؟


زدکړه يعنې دا چې د هغه څه چې مخکې مو موندلي دي او هغه څه چې نوي دي، تر منځ اړيکه رامنځ ته کړئ. د دې کار لپاره کولى شو له تمثيل څخه استفاده وکړو.


تاسو هر ډول عقيده چې ولرئ کېدى شي قبوله کړئ چې حضرت مسيح يو لوى ښوونکى و. د هغه د ښوونې روش څه ډول و؟ له تمثيل څخه استفاده. کله چې هغه يوه کب نيوونکي ته ورغئ هغه ته يې ونه ويل چې ( زه غواړم ته خلک د مسيحيت دين ته دعوت کړې) بلکه ويې ويل (له تا څخه غواړم چې د انسانانو ښکاري و اوسې.) د ښکار کولو له تمثيل څخه په استفادې سره (هغه څه چې مخکې يې په مانا پوهېده) او له نوي مفهوم سره د هغه اړيکه (د مسيح دين ته دعوت) له واټن پرته هغه ته د کار ډول ور زده کړ. تمثيل کولى شي له واټن پرته تياره او ناسم پوهاوى له منځه يوسي او مطلب روښانه او څرګند کړي.


دا ځل چې د کوم مطلب په اورېدلو سره مو سر ګډ شو، پوښتنه وکړئ (لکه څه شى؟ آيا کېدى شي مثال راوړئ؟)


موږ د ژوند د بېلابېلو اړخونو د روښانولو لپاره تل له تمثيل څخه استفاده کوو، که څه هم ممکن دې موضوع ته مو پام نه وي. تمثيل زموږ د ژوند چوکاټ جوړوي. مثلاً که له تاسو څخه پوښتنه وکړم (ژوند څه شى دى؟) هغه له څه شي سره پرتله کوئ؟ کېدى شي يو څوک ووايي ژوند جنګ دى او بل څوک هغه لوبه او آزمېيښت ونوموي. دغه تمثيلونه ټوليز تميثيلونه نوموو ځکه چې په ورته وخت کې د ژوند په بېلابېلو اړخونو اغېز اچوي.


که په دې ليدلوري سره چې (ژوند جنګ دى) ژوند ته وګورئ هغه به څنګه ووينئ؟ ژوند ستونزمن دى؛ کېدى شي ماتې وخورو يا ووژل شو؛ له هغه وګړي سره چې په سړک مخامخ کېږو کېدى شي زموږ دښمن وي. که ژوند لوبه وګڼو څنګه؟ کېدى شي د ژوند تومنه وي. که هغه موسيقي وګڼو څنګه؟ کېدى شي په هغه کې د ساز نغمه وي.


له کوم تمثيل څخه استفاده سمه ده؟ ښايي ټول تمثيلونه په خپل ځاى کې ګټور وي. کله کله اړينه ده چې ژوند لوبه وګڼو تر څو زموږ په آند خوښي بښونکى وځلېږي. ځينې وختونه اړينه ده چې ژوند يو سپېڅلى سفر و بولو تر څو چې د هغه نعمتونو قدر چې لرو يې مثلاً دوستان، خپلوان او يا د ژوند موکې و پېژنو. کله کله غوره  وي چې ژوند په خپل ذهن کې په آزمېيښتي بڼه راولو او له دې تمثيل څخه په ځانګړي ډول هغه وخت چې له ناورين سره مخ کېږو او په هغه کې هېڅ مثبته مانا پيدا نه کړو استفاده وکړو. هر يو له دې تمثيلونو څخه چې وټاکئ په ناخبره ډول د پېښو په اړه ستاسو د فکر، احساس او غبرګون ډول توپير پيدا کوي.


د ژوند د تعريف لپاره له کومو نورو مثبتو تمثيلونو څخه کولى شئ استفاده وکړئ چې د هغه د رښتينې مانا څرګندوونکى وي؟ هغه د کاغذ پر مخ وليکئ.


د ژوند له ستونزو سره مقابله ستاسو په آند کېدى شي (د برياليتوب له په زينې سره پورته تلل وي) يا دا چې (هڅه وکړئ خپل سر له اوبو څخه د باندې وساتئ) ښکاره ده که د (الوتلو) اصطلاح د (سينه ښويېدنې) اصطلاح پر ځاى وکاروئ له وخت څخه به بل تصور ولرئ. 


د خپلو ورځنيو کارونو د بيان لپاره له کومو تمثيلونو څخه استفاده کوئ؟ دغه تمثيلونه ستاسو په وجود کې څه ډول احساسات رامنځ ته کوي؟ کوم نوي تمثيلونه کولى شئ په کار واچوئ تر څو مو ژوند ډېر خوږ شي.


تمثيل کولى شي په انسان کې هيله رامنځ ته کړي. کله چې حالت له غوښتنې سره سم نه وي، ډېرى کسان فکر کوي چې (تل به يې همدا حال وي.) خو ښايي وکولى شئ له يوه غوره تمثيل څخه هم استفاده وکړئ. مثلاً (ژوند هم د فصلونو لرونکى دى او زه اوس د ژمي په فصل کې يم.) همدارنګه په ياد مو وي چې په ژمي کې ځينې کسان يخ وهي او ځينې نور د دړدنګ (سکي) لوبه کوي! سربېره پر دې له هر ژمي وروسته پسرلى دى! همدارنګه له هرې ورځې وروسته شپه ده! لمر څرک کوي او کولى شو نوې دانې وکرو. بيا اوړى او ورپسې منى او د حاصلاتو فصل رارسېږي.


ځينې وخت په رښتيا سره کارونه له پلان سره سم مخ ته نه ځي، خو که يقين ولرئ چې فصلونه خپل ځاى يو او بل ته ورکوي پام مو کېږي چې په اوږد محال کې د محصول د ترلاسه کولو وار هم رارسېږي.


که داسې احساس کوئ چې کوم څيز (تاسو شا ته پرېږدي) يا (کوم دېوال) ستاسو د پرمختګ لار بنده کړې ده، وګورئ چې له کومو تمثيلونو څخه استفاده کوئ. دا تمثيلونه سبب کېږي چې ونشئ کولى د ستونزو د اواري لپاره له خپلو سرچينو او امکاناتو څڅه ګټه پورته کړئ. له دېوال يا نه ليدونکي څيز سره مبارزه چې تاسو شا ته پرېږدي ستونزمنه ده.


له هغه ځايه چې تاسو خپله دا تمثيل ټاکلى دى خپله کولى شئ په خپله يې بدل هم کړئ. که داسې احساسوئ چې (دېوال په سوک باندې وهئ) ولې د سوک وهلو په ځاى دېوال په برمه باندې نه سورى کوئ؟ يا د هغه له پاسه نه تېرېږئ؟ يا د هغه له لاندې سورى نه تېروئ؟ يا ولې ور نه پرانېزئ تر څو له هغه څخه تېر شئ؟ او يا هغه د يوې ډبرينې زينې په توګه په پام کې نه نيسئ؟ د تمثيلونو بدلون له هرې ستونزې سره ستاسو د مقابلې کړنلاره بدلوي. 


د دې لپاره چې په کار کې د ټينګښت ځواک ځان ته ياد کړئ د ډبرتوږي تمثيل ته پاملرنه وکړئ. هغه څنګه يوه لويه ډبره ماتوي او هغې ته بڼه ورکوي. هغه هره کلکه ډبره په ترښځ باندې توږي. لومړۍ ضربه آن يو وړوکى پټ هم له تېږې څخه نشي بېلولى، خو هغه پر له پسې سلګونه يا زرګونه ضربې وهي. آن هغه وخت چې د هغه خوځښتونه بې ګټې هم تر پامه رسي له هڅې څخه لاس نه اخلي، ځکه پوهېږي چې که څوک سملاسي پايلې ته ونه رسېږي مانا يې دا نه ده چې پرمختګ نه کوي. نو هغه د ضربې له وهلو څخه لاس نه اخلي. داسې وخت رارسېږي  چې ډبره دوه نيمه کېږي. آيا يواځې وروستۍ ضربه اغېزناکه وي؟ البته نه. دا د هغه د پر له پسې هڅو پايله ده. 


آيا کولى شئ له دې تمثيل څخه په خپل ژوند کې استفاده وکړئ او خپلې هڅې او په کار کې ټينګښت زيات کړئ؟


د هر يوه ټوليز تمثيل بدلون کولى شي له واټن پرته د ژوند په اړه ستاسو ټوليز آند بدل کړي. زما په يوه سمينار کې يوې مېرمنې شتون درلود چې تل يې په هر څه باندې نيوکه کوله. مثلاً د کوټې هوا ډېره ګرمه وه، وروسته ډېره سړېدله، د وړانديني نفر ونه ډېره جګه وه او دې ته ورته. ډېرى ګډونوالو هغه د (سرخوږۍ) تومنه ګڼله. خو زه چې پوهېدلم هر چلند د عقيدې پايله ده، هڅه مې وکړه هغه عقيده يا تمثيل چې ټول يې ناآرامه کړي وو پيدا کړم. بلاخره هغه مې وموندله (کوچنۍ کمۍ کښتۍ ډوبوي.) که تاسو هم معتقد واست چې هره وړه ستونزه کېدى شي کښتۍ ډوبه کړي آيا له دې پرته مو عمل تر سره کاوه؟


هغه ته مې نوى ټوليز تمثيل ور زده کړ او د هغه چلند بدل او ټولګى آرام شو.


آيا تاسو هم په داسې تمثيل عقيده لرئ چې ستاسو د کښتۍ د ډوبېدو لامل شي؟


ډېرى هغه تمثيل چې په يوه غولي (مثلا شغل) کې له هغه څخه استفاده کوو د بل غولي (مثلاً اړيکې) لپاره وړ نه دى. داسې سړى پېژنم چې له عاطفي اړخه دومره سوړ او ګوښه ګرځ و چې کورنۍ يې هېڅ ډول اړيکې له هغه سره نه احساسولې. هغه هېڅلکه خپل رښتيني احساسات نه څرګندول او تل يې هغو ته ښوونه کوله. د هغه دنده د الوتکې د کنټرول برج د ساتلو ماموريت وه! له دې دندې سره اړينه وه چې تل سوړ(غلى) او بې احساسه پاتې شي او آن د وېرې د څرګندېدو په وخت کې خپل سوړوالى وساتي تر څو پيلوټان ونه پارېږي. او عادت يې و چې تل هغوى ته لارښوونه وکړي. که څه هم دا ډول فکر د هغه دندې د ادارې لپاره اړين و، خو نه يې شوى کولى په کورنۍ کې وکارېږي. 
 
آيا په داسې تمثيلونو عقيده لرئ چې اړينه وي په ځينو چارو کې هغه له نورو تمثيلونه سره بدل کړئ؟
د دې تمرين په مرسته خپل تمثيلونه ومومئ او پر هغه باندې واکمن شئ.


1. څو تمثيلونه چې په ژوند کې يې لرئ وليکئ. هغه وڅېړئ او پوښتنه وکړئ (که ژوند داسې وي د هغه په اړه به څه احساس ولرم؟) دا تمثيل د کومو ستاينو او کميو لرونکى دى؟
2. هغه تمثيلونه چې د ژوند د يوه يا دوو اړخونو (مثلاً اړيکې يا دنده) په اړه لرئ وليکئ. آيا دا تمثيلونه ځواک بښونکي دي که کمزوروونکي؟ په دې تمثيل باندې پوهېدل په يواځيتوب سره کېدى شي په هغوى کې د بدلون سبب شي.
3. د ژوند او د هغه د هر اړخ لپاره چې ستاسو لپاره مهم دى نوى تمثيل فکر کړئ.
4. پرېکړه وکړئ چې په يوه راتلونکې مياشت کې د دې نوو تمثيلونو پر بنسټ ژوند وکړئ. مثلاً تل ځان ته په ياد راوړئ چې شغل يعنې…


ځينې وختونه تمثيل له خلکو سره د مرستې تر ټولو غوره لار ده.


هغه وخت چې زما زوى (جاشوا) شپږ کلن و د هغه يو ملګرى ومړ، او هغه په ژړا سره کور ته راغئ.


هغه ته مې وويل (ګرانه پوهېږم چې څه احساس لرې. خو سبب يې دا دى چې ته تر اوسه يو وريښمين چينجى يې.) په دې ويلو سره د هغه فکر واوښت. وروسته مې تشريح ورکړه چې د ورېښمو چينجى په لومړيو کې د چينجي په توګه وي او کله يې چې په شا او خوا ښنځکۍ راوخېژي، ظاهراً مړ تر پامه کېږي. خو په رښتيا سره داسې نه ده. جاشوا وويل (هو هغه په پتنګ باندې د بدلېدو په حال کې دى.)


ورته ومې ويل (سمه ده او دا د هغه د نوي ژوند پيل دى. ته نشې کولى خپل ملګرى ووينې ځکه هغه همدا اوس له مخکې څخه ښکلى او ځواکمن زموږ پر سر باندې الوځي. ځينې وختونه بسيا ده چې په خداى (ج) باور وکړو، ځکه هغه دى چې پوهېږي څه وخت موږ بايد په پتنګ باندې بدل شو…)