کور / علمي / په تخنيک کې د LCD او CRT پرتله

په تخنيک کې د LCD او CRT پرتله

سريزه :
دطبيعي علوموپوهان په طبيعت کې ماده په څلورومختلفوحالتونوويشي چې عبارت دي له :
جامد (Solid ) مايع (Liquid ) غاز(Gas ) اوپلازما (Plasma ) څخه. جامد مواد د ټاکل شوي کتلې حجم اوشکل درلودونکى دي اوماليکولونه يې تل په خپل جهت باقي پاتې کېږي اونظريوبل ته خپل موقعيتونه اوفاصلې ثابت ساتي ,اويوازې په هادي فلزاتوکې خپلواک الکترونونه دکرستال په شبکوکې تگ راتگ کولاى شي.
مگرپه مايعاتواوغازانوکې ماليکولونه کولاى شي په پرله پسې ډول خپل لورى اوموقعيت ته تغيرورکړي .له همدې کبله ټاکلى شکل نلري.
مايعات چې په هرلوښي کې واچول شي دلوښي شکل غوره کوي او يوه افقي آزاده سطحه جوړوي .
دمايعاتوحجم څه ناڅه بدلون کوي اوغازونه دلوښي ټول حجم په برکې نيسي .
پلازما دجامد اومايع ترمنځ هغه حالت ته ويل کيږي چې دتودوخي په ډيرولوړودرجوکې ( دسانتي گريد په سکيل څوميلونه درجې) دمادې په ټولوبرخوکې د مثبتو او منفي ايونونومقدارد غلظت له مخې سره برابروي.
د تودوخي په داسې لوړودرجو کې په عملي ډول دطبيعت ټول مواد چې په عادي شرايطو کې جامد ګڼل کېږي,خپل حالت بدلوي او سره له دې چې مايع حالت نه غوره کوي، مګر دمايعاتو ځينې خواص ترلاسه کوي لکه : د Laser په دستګاګانو کې، د اتومي چاودنې په ساحه او ياهم د لمراو هغو ستورو په ژورو برخوکې چې د سانتې ګريد په سکيل د حرارت په بيلونونو درجې لري.
مګر په تخنيک کې د تودوخي تر معمولي درجو لاندې هم ځينې داسې مواد وجود لري چې د جامداتو او مايعاتوترمنځ قرار نيولى شي. د نوموړي موادو ماليکولونه کولاى شي چې خپلې لوري وساتي. خو د مايعاتو په څېرپه مختلفو موقعيتونو کې څرخي. له همدې کبله سره له دې چې نه جامد دى او نه مايع، د مايع کرستالونو( Liquid crystal ) په نامه يادېږي. مايع کرستالونه د تودوخي د درجې په مقابل کې حساس دي. که چېري وغواړو نوموړى مايع کرستال په واقعي مايع تبديل کړو ډېر لږ حرارت ته اړتيا ليدل کېږي؛ خو که چيرې وغواړو جامد حالت ته يې واړوو دحرارت زيات مقدار ته اړتيا ده.
مايع کرستال ( Liquid Crystal ): مايع کرستال د اتلسمې پېړۍ په وروستيوکې (١٨٨٨ز) دعضوي کيميا متخصص اتريشي پروفيسور فردريک رينيتزرلخوا په کلستريل بنزول کې کشف شو.
پروفيسور وليده چې په دې ماده کې د اريانتيا وړيوخاصيت شتون لري او هغه داچې: که نوموړی مادې ته د سانتي گرېد تر (١٤٥) درجې پورې تودوخه ورکړو نرمېږي. مګرد تودوخي تر(١٧٩) سانتي گرېد درجې پورې په بې رنګه مايع باندې نه بدلېږي. د تود وخي د پورتني انتروال په منځنۍ ساحه کې مايع کرستال د شېدو رنګ خپلوي او د نيمه هادي مادې په څيرڅرګندېږي.
کله چې جرمني فزيک پوه ډاکټر اتولمان خپله نظريه د مايع کرستالونو پوسيله د ښودنې يا (Liquid crystal display ) تر سر ليک لاندې په قانع کوونکي ډول ارايه کړه
وروسته له هغه د (LCD ) کلمه چې د همدې سرليک لنډيز دى تخنيک ته لاره وکړه. مايع کرستال دواقعي ګټور توب دضريب په لرلوسره وکولاى شوچې په تخنيک کې دېر ژر د (CRT ) ځاى ونيسي.
دکتودي وړانگې تيوب ( Cathode Ray Tube ) : جوليوس پلوکر(J .plocker) وروسته له هغه چې څيړنې يې دهند سې په پوهه کې دهغه د معاصرو پوهانو د قناعت وړ ونه ګرځيده. تجربوي فزيک ته مخه کړه او د خپل مرستيال هنريک ګيسلرGasolier) H. ( په مرسته يې ځليدونکى تيوب جوړکړ. پلوکر وايي : چې د غاز د هدايت وړتيا په تيوب کې د غاز په تراکم پورې تړلى دى.
که چېرې د تيوب د داخل څخه يو مقدار غاز وباسو تيوب په خاص رنګ سره ځلېږي.
د رنګ د دې ځلا څخه کولاى شوپه تيوب کې د ننه د غاز جنس و ټاکو.
که چېري يو ښيښه يې تيوب چې په دواړو انجامونوکې لاتيني الکترونونه لري، د نجيبه غاز لکه : نيون، ارګان ،کرېپتون او داسې نورو څخه ډک کړو او الکترونونه د بريښنا مثبت او منفي ترمينلونو پورې وصل کړو، ددې دورې څخه برقي جريان تيريږي.
مايکل فرادې (M. Faraday) د څيړونوڅخه دې پايلې ته ورسيده چې د فلزي الکترونونو ترمنځ چارج لرونکي ذرې تبادله کېږي او دغاز دماليکولونود روښانولولامل ګرځي . بريتانوي پوه ويليام کروکس ( W.crookes ) دتجربو څخه داسې نتيجه لاسته راغله، چې که په تيوب کې د غاز فشار ډېر زيات ټيټ شي، د الکترونونو د زيات ولتاژ له کبله يو ه نرۍ وړانګه منځته راځي چې د کتود څخه په انود لګېږي، که چيرې د وړانګې د تګ لوري څخه انود لرې کړو وړانګه د ښيښه يې تيوب په وروستۍ برخه لږېږي اود ټکرڅخه وروسته يوه شين رنګه رڼا جوړوي اودهرهغه جسم سيورى تشکيلوي چې مخې ته يې واقع وي.
په (١٨٦٩) کال ويليام هيتورف ((W.hittorf بريتانوي فزيک پوه دنوموړي وړانګې انحراف په مقناطيسي ساحه کې پيداکړ.
په (١٨٧٩ز ) کال کې کرمول مورلي (C. Morley ) وښوده چې نوموړې ذرې منفي برقي چارج لري .
ژان پرن ) J.perrin ) فرانسوي فزيک پوه وښوده چې نوموړې وړانګې کولاى شي فلزي لوحو ته منفي چارچ ورکړي.
فيليپ لينارد (P.lenard ) دنازي دکتاتوري نظام کلک پلوی اودبرلين د پوهنتون دفزيک د څانګې پروفيسوردڅيړونوله مخې ثابته کړه چې نوموړې وړانګه د هغه لوحوڅخه په آسانۍ سره تيريږي چې ددې وړانګې دحرکت په تګ لوري کې قرارلري.پرته له دې څخه چې په لوحوکې سورى وباسي.په پاى کې بريتانوي پوه اودمانچستردپوهنتون دفزيک استادجوزيف،جان. تامسن( J.J.thomson ) په عملي اوهر اړخيز ډول وښوده چې نوموړي ذرې د الکترونونو څخه عبارت دي , اوله امله يې دنوبل دجايزې ګټونکى شو.
څرنګه چې نوموړى د موج خاصيت لرونکي ذرې دکتودڅخه خپل د ژوند دوره پيلوي
دکتودي وړانگې په نامه ونومول شوې. اوتيوب د ( Cathod ray tube ) يا په لنډ ډول دCRT په نامه يادېږي.نوموړې دستګاه ډېرژرد تخنيک اوطبابت ساحې ته داخل شو.
د CRT وړانګې دافقي اوعمودي انحراف دکنترول لپاره په تيوب کې بريښنايز اومقناطيسي قطبونه ځاى پرځاى شول اود الکترون دتوليد لپاره الکتروني ټوپک (Electron gun) جوړاو په تيوب کې خپل موقيعت ترلاسه کړ.
څرنګه چې کتودي وړانګه کولاى شي پرفلورسنس لوحې باندې ترلږيدو وروسته لوحه روښانه او ثانوي پلوشې جوړې کړي , ددې خاصيت څخه په استفادې سره په پرله پسې ډول په تخنيک کې مختلفې آلې جوړې شوې لکه : (X-Ray) تيوب، تلويزيون، کلکوليتر ، کمپيوټر ، التراسونډ ، (C.T scan) او نورو سيستمونو مانيتورونه.
په تخنيک کې د LCD او CRT پرتله :
په پرتله ايزډول LCD)) مانيتورونه د ( CRT) مانيتورونو په مقابل کې يولړګټورتوبونه لري، چې عبارت دي له :
1 _ (LCD ) د (CRT ) په پرتله لږه انرژي مصرفوي.
2 – ( LCD ) مانيتورونه مستوي شکل لري، حال داچې ( CRT ) مانيتورونه محدب شکل لري او د ښې نندارې لپاره ليدونکي بايد د (CRT ) مانيتوراصلي محورد پاسه قرار ولري.
3 – ( LCD ) د (CRT ) په پرتله دنازکوپاڼوڅخه جوړېږي.
له همدې کبله صفا اوشفاف تصوير وړاندې کوي. 4 – مايع کرستالونه د نور د ښه قطبي کولو او دبرقي جريان دښه انعکاس وړتيا لري اوڅرنګه چې نوموړي کرستالونه واقعي مايع حالت نلري، بنا پردې دمايع کرستال ماليکولونه کولاى شي په متفاوتو وضعيتونوحرکت وکړي او وڅرخي.همدارنګه نوموړې ماليکولونه دا توان هم لري چې دمعمولي کرستالونو په څېرخطي او موازي حرکتونه تر سره کړي.
5 – څرنگه چې ( LCD ) د نازکو شيشه اي يامخصوصو لوحو څخه جوړېږي , ناوړه پلوشې منځته نه راوړي او د انسانانو سترگو ته تاوان نه رسوي او نه يي ستړې کوي . حال داچې ( CRT ) چې د الکترونونو د ټوليزې څخه عبارت دی په فلورسنس پردې تر لگېدو وروسته دويمي يا ثانوي پلوشې توليدوي چې په پرله پسې ډول يو څه زيات وخت د تيرېدو په صورت کې دانسانانو دسترگو د ستړيا لامل گرځي او سترگو ته تاوان رسولای شي .
6 – په سوداگريز ډول ( LCD ) د سيستم ټوليزه بيه نسبت ( CRT ) ته لږه ده ځکه چې د ساده موادو څخه جوړېږي او په طبيعت کې په پراخه کچه پيداکېږي .
7 – څرنگه چې د ( LCD ) لوحو پېړوالی د ( CRT ) تر سکرين لږدی بنا پردې ترهغه روښانه تصوير وړاندې کوي .
د LCD خصوصيات او کارونه : مايع کرستالونه مختلف ډولونه لري اودتودوخي ددرجې په مقابل کې دحساسيت اوطبيعي خصوصياتو له مخې کولاى شي په څومختلفو شکلونو او حالتونو کې قرار ولري.
دمايع کرستال هغه ډول چې د(Laptop)کمپيوټرونو، مستقيم سکرين لرونکى تلويزيون سيټونو، د فلمبردارۍ او ثابت عکسونود اخستلو ديجيتل کمرې ، دطبي تشخيصه اود تداوۍ د ماشينونو په مانيتورونو او په سلگونو نوروتخنيکي وسايلوکې کارول کېږي ، نوماديک کرستال (Nomadic crystal ) بلل کېږي.
نوماديک کرستالونه دتطبيق شوي جريان او ولتاژ په مقابل کې چې په دقيق ډول د اټکل شوي پروګرام سره سم غبرګون ښئ، دنده ترسره کوي , په مختلفو زاويو لورى خلاصوي او په آسانۍ سره کنترو لېږي.
د (LCD) مانيتور دلاندې څلورعواملو پربنسټ خپله دنده ترسره کوي. ١- نورکولاى شي قطبي شي.
٢- مايع کرستالونه کولاى شي قطبي شوي نور ته تغير او انتقال ورکړي.
٣- دمايع کرستال ترکيب د برقي جريان په وسيله بدلون کوي.
٤- شفاف مواد کولاى شي برقي جريان ته هدايت ورکړي.
د LCD ډولونه : (LCD ) دجوړښت له کبله په دوو برخو ويشل کېږي:
١- ساده يا مونوکروم (LCD ) چې په اصطلاح کې ورته تور اوسپين ويل کېږي. په سکرين باندې د تصويرد ښودلو لپاره د تصوير واحد پيکسلونو ته دبرقي چارج د رسولو لپاره د تغذيې دساده شبکوڅخه ګټه اخلي.
د شبکې ايجادول په خپله د يوبشپړ پروسې څخه عبارت دى،چې د دوو ښيښه اي طبقو څخه پيل کېږي. نوموړې طبقې د قالبونوپه نامه يادېږي . يو قالب چې ستنې (ستونونه) فرض کېږي او بل قالب چې د اينډيم د اکسايدوڅخه چې شفافه ماده ده , جوړېږي کرښې ( سطرونه) فرض کېږي. نوموړې ستنې اوکرښې د يو انتيگرېټډ سرکېټ (IC) مدار سره تړل کېږي او هغه جريان چې مخصوصو ستونونو يا کرښو ته لېږل کېږي , کنترولوي.
مايع کرستال د ذکرشوي ښيښه اي لوحوپه منځ کې قرار لري اوپه قطبي ډول دقالبونو په بهرني دېوالونو پورې نښلول کېږي.
د پيکسلونو (Pixels) دروښانولولپاره دجريان ټوليزمدار دمناسبو ستنو له لارې ديو قالب په واسطه ښکته لېږل کېږي اوديوبل قالب دکرښې له مخې چې دشاسئ سره وصل دى فعالېږي.
دغه ستنه اوکرښه د ترنظرلاندې پيکسل سره ټکرکوي اوپه نوموړي پيکسل کې دمايع کرستال د ماليکولي طبقو دخلاصيدو لپاره برقي چارج تخليه کوي.
دنوموړې ستنې اوکرښې ديوځاى کيدو په محل کې دولتاژ دعمل لپاره زمينه برابريږي.
که چيري د (LCD ) ماتريس فعال نه وي.
د (Laptop) دمانيتور پرمخ کله چې نښه کوونکى (pointer ) حرکت کوي د هغه سره سم يوډول سيورى ورپسې حرکت کوي. په همدې ترتيب کله چې ديوټاکل شوي پيکسل دخلاصيدو لپاره ولتاژ عمل کوي، د ټاکل شوي پيکسل په ګاونډ کې نور پيکسلونه هم لږ مقدار چارج ترلاسه کوي چې د اعمل د تصوير دخرابيدو لامل ګرځي اودتوپيرونکي (Contrast) په مقدارکې بدلون منځته راوړي.د دې نقيصې دلرې کولو لپاره فعال (Active) ماتريس استعمالوي.
فعال ماتريس لرونکى (LCD ) د نريو طبقو دترانزيستورونو په وسيله جوړېږي چې
(Thin Film Transistors ) يا په لنډ ډول (TFT) بلل کېږي.
د (TFT ) کندنسرونه او ترانزيستورونه د ښيښه ا ي قالب پر مخ په ماتريسي ډول ترتيب شوى وي. ( ماتريس يو ډول رياضيکي عمليه ده چې مربعي او مستطيلي شکلونه لري.) د يو مخصوص پيکسل دښودلو لپاره لومړى يومناسب رديف غوره کېږي او وروسته جريان د يوصحيح ستنې څخه لېږل کېږي اوحال د اچې په دې وخت کې پاتې کرښې او ستنې چې يود بل سره متقاطع کېږي , خاموشه دي اويواځې د نظرلاندې پيکسل کندنسر چارجېږي.دغه کندنسرکولاى شي خپل چارج د ښودنې تر راتلونکي دورې (سايکل) پورې فعال وساتي.
که چيرې پيکسل ته د ورکړل شوي ولتاژ مقدار دوخت پربنسټ ترکنترول لاندې ونيسو، کولاى شو دماليکولي طبقو دخلاصيدو مقدار او په نتيجه کې دنور دتيريدو مقدارترکنټرول لاندې راولي.که چيرې دغه کار په ځيرسره په تدريجي ډول سرته ورسووکولاى شي يوه ايره اي رنگه مقياس منځته راوړي.
په کال (٢٠٠٨ ز) کې چې کوم مانيتورونه جوړشوي دي د ښودنې زيات پيکسلونه په ( ٢٥٦ ) متفاوتو رڼايې سطحو روښانه کېږي.
٢ – رنګه يا ملتي کروم (LCD ) بايد دهر رنګه پيکسل لپاره د درېوو رنګه فلترونو (سره، شين او ابي) درې فرعي پيکسلونه ولري. دعملي شوي ولتاژ د دقيق کنټرول په وسيله د هر فرعي پيکسل رڼاېي کولاى شي د ( ٢٥٦ ) څخه زياته درجه ولري.
دفرعي پيکسلونو د ترکيب څخه څه دپاسه شپاړس ميلونه مختلف رنګونه لاسته راځي.
د داسې رنګه (LCD) دمانيتوردجوړولولپاره ډېرزيات شميرترانزيستورونوته اړتياليدل کېږي.د بېلګې په ډول په يومعمولي Laptop))کمپيوټرکې چې (١٠٢٤×٧٦٨ ) دوضاحت درجه لري.که( ١٠٢٤ ) ستنې د ( ٧٦٨ )کرښو سره ضرب کړو، حال داچې هره کرښه درې فرعي پيکسلونه لري بايد د( ٢٣٥٩٢٩٦ ٣×٧٦٨× ١٠٢٤) په شميرترانزيستورونه موجود وي چې دښيښه اي قالب پرمخ ځاى پرځاى کېږي.
ددې ترانزيستورونوڅخه که چيرې لږترلږه يوترانزيستور خپل کار پريږدي د ښوونې دصفحې پرمخ يو ناقص پيکسل تشکيلېږي.
دتخنيک ماهران د (LCD) دنواقصاتو درفع کولو اودهغه د استعمال دځايونو دزياتولو او عامولو لارې په ډېرزيات شدت سره لټوي او دخپلوهڅو اوهاند حرکت لاګړندى کوي.


پايله :
پوهېږو چې ساينس او تخنيک په هره لحظه کې په مثبت لوري د بدلون په حال کې قرار لري او ساينس پوهان قدم په قدم د انسانانو د ژوندانه دچارو د څرنگوالي دښه کولو , آسانه کولو او دستونزو د ليرې کولو لپاره زيار باسي , څېړنې کوي , نوي او تازه پلانونه طرحه او ترلاس لاندې نيسي چې له دې سره جوښت د انسانانو ژوند په اقتصادي , ټولنيز, سياسي او نورو ډگرونو کې بدلون کوي , يا وده , بشپړتيا او پراختيا مومي . د نوموړي بدلونونو په ترځ کې زاړه سيستمونه ورو ورو خپل ځای نوي سيستمونو ته پرېږدي . دنوموړي بدلونونو څخه يو هم په تخنيک کې د ( LCD ) لوحود اسنعمال دودول دی چې د ( CRT ) زاړه سيستم پرځای دعکاسئ په ديجيتل , ثابت او په متحرکو کمرو, کلکوليتر , سي تي سکن او داسې نورو تخنيکي ماشينونو کې استعمالېږي .
( LCD ) نسبت ( CRT ) ته په ارزانه بيه لاسته راځي , روښانه او ښکلي تصوير ورکوي , بې ضرره دي او ښه کنتروليدونکي کيفيت لري . دهمدې ښه والي له مخې اوس اوس د کمرو برسېره په ( Laptop ) او ( Desktop ) کمپيوترونو, ( TV ) سيټونو او په سلگونو دطبي تشخيصيه سيستمونو په مانيتورنگ کې تر استفادې لاندې قرار لري او دغه لړئ د تخنيک نورو ساحو ته د ننوتو په حال کې .