کور / سپورټي / د کرکټ افغان لوبډله د لوبې کولو څخه منع شوه

د کرکټ افغان لوبډله د لوبې کولو څخه منع شوه

د رارسېدلو راپورونو له مخې د کرکت بورډ لخوا چې کومه لوبډله د پړانګ پنوم د سند صوبې ته لېږل شوي وه د شپې د پاکستان د استخباراتې پولیسو او سيمه ايزو پوليسو د کتنو وروسته څلور لوبغاړو نه پاسپورټ درلوده او نه افغان مهاجر کارت. چې دغه څلورو لوبغاړو ته سمدستي د سند صوبې د پرېښودلو حکم وشو او ورته وويل چې ورسره به قانونې کړنه نه کوې او نه به دوۍ بنديانوي. خو د دوۍ بايد پوليس همدا اوس لدې صوبې څخه وباۍ. دا چې دغه څلورو لوبغاړو ته ستونزه پېښه نشي ټولو لوبغاړې د يوې ګډې پرېکړې وروسته بېرته پېښور ته راستانه شول.
يو لوبغاړې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پړه د کرکټ بورډ پر اداري مشر وراچوله او په خبرو کې يې وويل چې کرکټ بورد خو څه دا لومړی ځل ندې چې لوبغاړي بېرون ته ليږي.
دوى بايد لوبغاړي د قانوني لارو وليږي تر څو ورته ستونزې پيدا نشي همد اراز نوموړي لوبغاړي زياته کړه چې کرکټ بورډ يوازې دوى ته زر افغانۍ ورکړي او ورته يې ويلې چې ژر شئ ځان لوبې ته ورسوئ لکه څوک چې خيرات ته ليږي.
بل اړخ ته د پاکستان جيو تلويزيون خبر ورکړ چې مشکوک افغان کرکټ لوبډله په سنده کې د لوبې کولو څخه منعه شوه په خبر کې ويل شوي چې افغان لوبډلې د ځان سره څلور تنه مشکوک لوبغاړي درلودل.
د يادونې وړ ده چې پخوا هم څو ځل افغاني لوبغاړي پرته له کوم قانوني سند څخه پاکستان ته د لوبو لپاره ليږل شوي دي. شنونکې وايي بايد په راتلونکې کې دې خبرې ته زياته پاملرنه وشي.