کور / سپورټي / د کرکټ لوبډله د لوبې کولو څخه منع شوه

د کرکټ لوبډله د لوبې کولو څخه منع شوه

د رارسېدلو راپورونو له مخې د کرکت بورډ لخوا چې کومه لوبډله د پړانګ په نوم د سند صوبې ته لېږل شوي وه د شپې د پاکستان د استخباراتې پولیسو او سيمه ايزو پوليسو د کتنو وروسته څلور لوبغاړ ي د پاسپورټ يا مهاجر کارت نه لرلو په تور سمدستي د سنده صوبې د پرېښودلو حکم وشو او ورته وويل چې ورسره به قانونې کړنه نه کوې او نه به دوۍ بنديانوي. خو د دوۍ بايد پوليس همدا اوس لدې صوبې څخه وباسي.


دا چې دغه څلورو لوبغاړو ته ستونزه پېښه نشي ټولو لوبغاړې د يوې ګډې پرېکړې وروسته بېرته پېښور ته راستانه شول يو لوبغاړې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پړه د کرکټ بورد په مشر حامد شينواري او ادارې وراچوله او په خبرو کې يې وويل چې کرکټ بورد خو څه دا لومړی ځل ندې چې لوبغاړي بېرون ته ليږي. دوۍ بايد لوبغاړي د قانوني لارو  وليږي تر څو ورته ستونزې پيدا نشي همد اراز نوموړي لوبغاړي زياته کړه چې کرکټ بورډ يوازې دوۍ ته زر افغانۍ ورکړي او ورته يې ويلې چې ژر شئ ځان لوبې ته ورسوۍ لکه څوک چې خيرات ته ليږي.
 بل اړخ ته د پاکستان جيو تلويزيون خبر ورکړ چې مشکوک افغان کرکټ لوبډله په سنده کې د لوبې کولو څخه منعه شوه په خبر کې ويل شوي چې افغان لوبډلې د ځان سره څلور تنه مشکوک لوبغاړي درلودل.
د يادونې وړ ده چې پخوا هم څو ځل افغاني لوبغاړي پرته له کوم قانوني سند څخه پاکستان ته د لوبو لپاره ليږل شوي دي.  بايد وويل سي چي تر دې دمه د کرکټ بورډ لخوا په دې اړه رسمي نظر نه دی ترلاسه سوی .