کور / علمي / د خوب او خوب لیدولو راز – لومړی برخه

د خوب او خوب لیدولو راز – لومړی برخه

خوب یوه طبیعي پېښه ده چې په منظم ډول په څلورویشت ساعتو کې یو وار تر سره  کیږي. د خوب لپاره یوه معینه اندازه نشته له  یو چا څخه  دبل چا پورې دا اندازه توپیر لري خلک عموما له( ۵-۱۱) ساعتو پورې ویدیږي  چې منځنی یې( ۷.۷۵ ) ساعته کیږي
 دانسانانو د خوب  اندازه د سن په اساس توپیر لري په یوه شواروز  کې ماشومان او نوی زېږېدلي   (۲۲-۲۰)ساعته،  لو ی ماشومان  اوه  تر لس ساعته او بالغ انسانان اووه- اته ساعته خوب ته  اړتیا لري.
په منځنی ډول د هر انسان یو پر څلورمه برخه  ژوند په خوب کې تیریږي .
د بدن د کار او فعالیت په اساس په بدن کې   څه ژوندینکي ټپي او مړه کیږي نو دژوندینکو د لږیدو  په صورت کې انسان د ستړیا احساس کوي او  دستړیا د منځه وړولو لپاره بیا خوب اړین دی.
 انسان د بې خوبي په صورت کې ستړیا احساسوي، فکری  تمرکز  ورته مشکل  کیږي  او ( پرېکړه ) ورته ګرانیږي.
ډاکټر (شون درومند)  د کلفورنیا د پوهنتون استاد  وایي که تاسو( ۲۱ )ساعته پرله پسې ویده نشئ تاسو لکه د یو مست سړی  حالت غوره کوئ.
انسان د خوب په  حالت کې  کرار کرار خپله هوښياري له لاسه ورکوي  او له خپل چارپیرال څخه نه خبریږي.
د خوب کولو یو دلیل  دا دی چې  د بدن ډیر ژوندینکې مړي،د ا چې د انسان  دبدن ماشین   تل کار  او حرکت کوي نو د بدن  ځېنې ژوندینکې او د وینو سره کرویوات  سولیږي او مړه کیږي او دا چې    دبدن د کار  او حرکت غړي کمیږي نو دا د ژوندینکوکمښت د ستړیا  او بې خوبي  لامل کیږي .
 په بدن کې د ژوندینکو د تولید کارخانه شته چې د انسان د وېښتیا په  حالت کې  غیر فعاله وي  او  انسان په ویدیدو سره  دا کارخانه اتوماتیک په کار پيل کوي  نوی ژوندینکې او نوی سره کرویات  جوړوي.
 په خوب کې  له بدنه  خوشي شوی هورمونونه د وینو بهیر ته ننوځي ، خراب شوی ژوندینکې رغوي او نوی ژوندینکې  پنځوي او په دې ډول  د بدن کمښت  بیرته پوره کوي  چې په دی صورت کې  دخرابو  او مړو ژوند ینکو ځای ځواني  ژوندینکې نیسي.
د خوب  بل دلیل  دبدن زهرجن کیدل دی :
یانی داچي   د وینې   دماهیچو (غړو)  دزهرجن کیدو  په صورت کې  هم   انسان ستړیا احساس  وی   او دا احساس  په انسان کې  دبی خوبی لامل کیږي.
د وینود ماهیچو زهرجن کیدل  په وینو کې د مړو ژوند ینکو او  ذراتو د جسدونو څخه پیدا کیږي نو په خوب کې  د بدن ماشین  د هغو د مینځلو او ایستلو لپاره ځانګړۍ څڅونې ( ترشحات )کوي .
دازهر په دوه ډوله له منځه ځي :
یوه برخه یې د نورو سلولونو اوژوندینکو لخوا جذب کیږي او د کیمیاوی ترکیباتو  په اثر  دبدن لپاره په  ښو خواړو بدلیږي او نور يې د  خولو ، فضولات او ادار په ډول  له بدنه وځي.
انسان په خوب کې کرار کرار خپله  وېښیاری له لاسه ورکوي، او  دمغز فعالیت د   کورتکس   دعصبي رشتو  د پارونکواو مخنیونکو   پیامو تر اغیزې لاندې راځي
او دهغو کیمیاوي  انتقال ونکی «سرتونین» دی
«سرتونین» خوب راوړنکي کیمیاوي مواد دي چې  په خوب کې په مغز کې زیاتیږي.
خوب کول او خوب لیدل  د بشر یو د مجهولاتو څخه دی
په  خوب کې د سترګو تور ډیر تنګیږی، ادار کمیږي، د زړه غورځنګ کراریږي ،تنفس ارام او ژور کیږي، د عصبي دستګاه کارکول او د مغز څپې ( موجوونه) تغیر یږي، هوښیاري له منځه ځي، مغزبهرنیو ټیټو پاریدو ته  ځواب نه ورکوي.
 د خوب په وخت کې مغزی څپې مدام بدلیږی، په خوب کې انسان په  هره خوا اوړي را وړي. په خوب کې هر بالغ انسان پنځه یا شپږ  واري د سترګو تیز خوځښتونه لري.
ډاکټر« هس» سویسي پوه وايي  چې د مغز د « تالا موس» یوه برخه د انسان د خوب  مسووله ده.
 او ځینې نور پوهان بیا  د مغز د ساقي لاندینۍ او باندینۍ برخې او د مغز د نیمي کرې لاندینۍ برخه د خوب مسوولي برخې بولي.


«جیم هوم »د  «لوبرو پوهنتون» د خوب د څیړنې د مرکز مشر وایي زموږ د خوب   داړتیا اندازه  زموږ د خوب  کولو په کچه ده یاني زموږ  د خوب ضرورت هغومره دی چې موږ ورته  اړتیا لرو چې  دورځي  بې خوبه نشو.
پوهان وايي حیوانات هم لکه انسانان خوب کوی د هغو د خوب کچه هم سره توپیر لري لکه :
 پایتون مار( ۱۸) ساعته،ببر(۱۵.۸)،پیشي(۱،۱۲) ساعته،شامپانزی بیزو( ۹.۷) ساعته،پسه( ۳.۸) ساعته،افریقایي فیل( ۳.۳) اوزرافه  (۱.۹) ساعته خوب ته په یوه شواروز کې اړتیا لري،


خوب انسان او ژوو ته  یوازې یو استراحت نه دی  بلکې هغه د ژوند یوه اړتیا ده چې د مغز او بدن دندې لکه  نمو او  وده  اوفیزیولوژیکي عملیې له نه فعالیدو څخه  ژغوري
. خوب یو فزیکي او دماغي  استراحت حالت دی چې انسان اوژوی څه ګړۍ  له  دنیا جلا کوي.
نور بیا