کور / سپورټي / کندهار: له ۱۵ کلنو ځوانانو څخه د کرکيټ ازموينه واخيستل سوه

کندهار: له ۱۵ کلنو ځوانانو څخه د کرکيټ ازموينه واخيستل سوه

په کندهار کی د ۱۵ کلنو تنکيو ځوانانو دلوبغاړو څخه دسهيل لويديځی حوزی په سطحه د بوست زون دتنکيو ځوانانو دلوبډلی لپاره د کرکيټ ازموينه واخيستل سوه او ترازموينی وروسته د (بوست) دتنکيو ځوانانو لوبډله اعلان سوه.
دافغانستان کرکټ بورډ په پلان کی لری چی د روانی مياشتی ډسمبرد ۲۵ نيټی څخه دافغانستان د پنځو زونو په سطحه په کابل کی د تنکيو ځوانانو سيالی په لاره واچوی چی په دی سياليو کی دکندهار،هلمند، ارزګان،زابل او هرات سيمی لوبډله د بست د تاريخی کلا په نامه ياديږی.
تيره ورځ دکندهار ولايت د کرکټ په اکاډمی کی د تنکيو ځوانانو څخه په دغه سياليو کی دګډون په موخه دلوبډلی دجوړولو لپاره ازموينه ترسره سوه چی پکی په زيات شميرځوانانو ګډون کړی و.
د ازموينی وروسته دهغه تخنيکی کميټی لخوا چی ورته ټاکل سوی لوبډله اعلان کړل سوه ، د بست دتنکيوځوانانو لوبډله به خپله لومړی لوبه د ډسمبر دمياشتی پر ۲۷ نيټه د مس عينک دلوبډلی سره او دويمه لوبه به د آمو لوبډلی سره د روانی مياشتی پر ۲۹ نيټه ترسره کړی.
ديادونی وړده چی دافغانستان دکرکټ بورډ لخوا په کابل او ننګرهار ولايت کی يوشمير سيالی په لاره اچول سوی دی چی په دی سياليو کی به د تنکيوځوانانو ترڅنګ دکندهار داتحاد لوبډله دافغانستان داتو تکړه ولاياتو دکلپونوپه سياليوکی او دبست لوبډله به ننګرهار کی په هغه دوه ورڅنی لوبو کی ګډون وکړی چی د ډسمبردمياشتی د ۲۶ نيټی نه په ننګرهار کی پيليږی. دبست لوبډلی لومړی لوبه به د مس عينک لوبډلی سره د ډسمبرپر۳۰ او دويمه لوبه د آمو دلوبډلی سره د دجنوری دمياشتی پردريمه او څلورمه نيټه ترسره سی.

د کندهارولايت دکرکټ فدراسيون درسنيو څانګه
تليفون شميره: ۰۷۰۰۹۷۸۸۹۶