کور / علمي / په افغانستان کې د اسلامي زده کړو بهیر

په افغانستان کې د اسلامي زده کړو بهیر

په افغانستان کې د اسلامي تعلیماتو سلسله مختلف پړاوونه لري او له هغه مهاله پیل کیږي چې د دې لرغوني هیواد هستوګن وګړي د اسلام په سپیڅلي دین مشرف شوي او دغه سیمه په ټولیزه توګه د اسلامي او معاصرو علومو د زده کړو د یوه پياوړي مرکز په توګه ځلیدلې ده. د لوی افغانستان ویاړمنې سیمې له هماغه پيله لوی لوی عالمان په خپله غیږه کې روزلي دي چې د امام ابي حنیفه (رح)، فارابي، ابن سینا، ابن سینا، مولانا جلال الدین رومي بلخي، خوشحال خان بابا، عبدالرحمن بابا، سنايي، لوی احمدشاه بابا، زرغونه انا، سیدجمال الدین افغان، علامه عبدالحی حبیبي، محمد ارسلان سلیمي او داسې نورو سلګونو لوړو شخصیتونو نومونه د ساري په توګه یادولی شو چې دغه ستره اسلامي خاوره یې د زیږیدلو ویاړ لري. همدارنګه د امام بخاري (رح)، امام محمد شیباني (رح)، حافظ شیرازي، اقبال لاهوري او داسې نورو علماوو د زیږیدلو ځای هم د نني  افغانستان په ګاوڼد کې قرار لري او د تاریخ په ځینو ادوارو کې د لوی افغانستان د جغرافیايي قلمرو برخه وه. افغانستان د تاریخ په هر زماني واټن کې د اسلامي علومو زده کړه په رسمي او غیر رسمي چوکاټ کې درلودلې او د جومات او مدرسې څخه نیولي بیا تر ښوونځۍ او پوهنتون پورې یې دغه لړۍ ته ادامه ورکړې ده  خو د رسمي شمیرو له مخې دغه هیواد په ۱۳۵۲ کې ۱۲ رسمي دارالعلومونه او مدرسې د پوهنې د وزارت په چوکاټ کې درلودې چې ۲۸۸ کسانو لیک لوست پکې کاوه. په ۱۳۵۷ کې د رسمي دیني مدرسو شمیره ۱۵ ته لوړه شوې چې ۳۰۶ طالب العمانو پکې زده کړه کوله او په ۱۳۸۰ کې د رسمي مدرسو شمیره ۲۲۲ ښودل شوې ده چې ۴۲۰۰۰ کسانو ته د ۴۸۳ استادانو له خوا پکې زده کړه ور کول کیده. له بلې خوا د دیني زده کړو زیات شمیر مینه والو به په جوماتونو کې د مروج دود له مخې د سیمې د مولوي صاحبانو، ملا املامانو، مدرسینو، عالمانو او روحانیونوڅخه د طالب العلم په نامه دیني درس وایه او چې کله به یې د اسلامي کتابونو زده کړه تر یوې ټاکلې اندازې پورې و رسوله نو د فضیلت پګړۍ به یې په سر کړه او د ملا، مدرس، مولوي، مولانا او شیخ الحدیث په القابو به ښکلی شو او په دې به قادر وو چې د کلي امامت وکړي او شاګردان و روزي. د دې ډول غیر رسمي مدرسو شمیره په هیواد کې زرګونو ته رسیده او د افغانستان ډیر لوی لوی جوماتونه به د اسلامي علومو د تدرس مرکزونه ګرځیدلي وو. همدارنګه د  دیني زده کړو ځینې مینه وال به بهرنیو هیوادونو ته د اسلامي زده کړو د بشپړولو لپاره تلل چې دغه بهیر د جګړې په کلونو کې هغه مهال زیات شو چې افغانانو په زیات شمیر د ستر ناورین له کبله بهرنیو هیوادونو ته هجرت وکړ او په ځینو ګاونډیو هیوادونو کې یې ژوند غوره کړ. په همدې توګه د جهاد د مرحلې د پیل څخه وروسته یو زیات شمیر افغانان په دې و توانیدل چې مصر، سعودي عربستان او نورو عربي هیوادونو ولاړ شي او د نوموړو هیوادونو په پوهنتونونو کې لوړې اسلامي زده کړې وکړې. د دیني زده کړو د بهیر په هکله د جګړې په کلونو کې هم مختلفې مرحلې تجربه شوې چې ځانګړې لیکنې ته اړتیا لري خو په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو او انتخابي حکومتونو د راتګ سره سم دغه لویې تشې ته او بیا په ځانګړې توګه په وروستیو دوو کلونو کې د پوهنې د وزارت په چوکاټ کې زیاته پاملرنه شوې ده چې د ګرانو لوستونکو پاملرنه ورته را اړوم.
اوس مهال د اسلامي زده کړو د بهیر د پرمختګ لپاره د پوهنې په وزارت کې ځانګړی معینیت تشکیل شوی چې د ۸۰۰۰ په حدودو کې پرسونل لري او هڅې روانې دي چې د اسلامي تعلیماتو بهیر د ټول هیواد په سطح په بشپړه توګه د پوهنې په وزارت کې رسمي بڼه خپله کړي او د دیني زده کړو مینه وال اړ نه وي چې بهرنیو هیوادونو ته د دیني زده کړو په موخه ولاړ شي.
په افغانستان کې د ټولو هغو اسلامي تعلیمي موسساتو شمیر په ۱۳۸۹ لمریز کال ۶۹۰ ته رسیدلی دی چې د پوهنې په وزارت کې رسمیت لري او ۱۴۹،۰۰۰ طالب العمان زده کړې پکې کوي چې ۱۰٪ یې ښځینه زده کوونکې او د ۵۶۰۰ تنه مدرسینو له خوا په زده کړه بوخت  دي. البته په دې مدرسو کې ۵۰ دارالعلومونه او ۷۵ دارالحفاظونه او پاتې یې د اسلامي زده کړو عامې مدرسې دي.
د افغانستان په هر ولایت کې یو یو دارالعلوم تشکیل شوی دی خو په کابل کې دغه شمیره ۵، په هرات کې ۴ ، په بدخشان کې ۳ او په پنجشیر کې ۲ ده چې او تر دې مهاله په هیواد کې ۲۴ دارالعلومونو ته د ۲۰ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت نوي اساسي تعمیرات جوړ شوي او د پاتې تعمیراتو د جوړولو چارې روانې دي. البته د هر دارالعلوم تعمیر د تدریسي ، اداري، لیلیې، طعام خانې، جومات او د کمپیوټر د مرکز د ودانیو درلودونکی دی او ۴۲،۰۰۰ محصلین یوازې په همدې دارالعلومونو کې زده کړې کوي.
د اسلامي تعلیماتو د استادانو شمیر ۵۶۰۰ تنه دی او ۴۵ کسان د مصر د عربي جمهوریت د الازهر  د پوهنتون شیوخ دي چې د افغانستان د پوهنې له بهیر سره د نوموړي هیواد له خوا افغانانو ته د اسلامي علومو په تدریسي چارو کې خدمت کوي.
د دیني زده کړو نوی نصاب به د ۱۳۹۰ کال تر پایه بشپړ او چاپ ته به وړاندې شي او دا به د هیواد په تاریخ کې لومړی ځل وي چې دیني مدارسو ته نوی او منظم نصاب جوړیږي. د دې نصاب ۴۰٪ برخه به اسلامي تعلیمات، ۴۰٪ به عمومي تعلیمات او ۲۰٪ به یې حرفوي زده کړې تشکیلوي. اوس مهال په دیني مدرسو کې د قرآن کریم، تجوید، حدیث شریف، تفسیر، فقه، منطق، صرف، نحو، عربي، پښتو، دري، ریاضي، کمپیوټر او اسلامي تربیې درسونه لوستل کیږي.
هڅه روانه ده چې د دیني زده کړو مدرسین د کدري معاشونو له سیستم څخه ګټه پورته کړي او د دوی د تحصیلي اسنادو د ارزیابۍ لپاره هم د پوهنې وزارت ځانګړی کمیسیون تشکیل کړی څو هغه اسناد د آزموینې له لارې ارزیابي کړي چې د هیواد څخه بهر اخیستل شوي دي. باید وویل شي چې د ۱۳۸۵ څخه تر ۱۳۸۸ پورې د ۴۱،۰۰۰ کسانو څخه د ارزیابۍ امتحان اخیستل شوی چې د هغه له جملې څخه ۴۱۵۹ په آزموینه کې بریالي شوي دي. د بریالیو کسانو څخه ۳۴۲۴ کسان د ۱۲ ټولګي د فارغانو او ۷۳۵ کسان د ۱۴ ټولګي د فارغانو په توګه پيژندل شوي او تحصلیي اسناد یې د پوهنې د وزارت له خوا تصدیق شوي.
د پوهنې وزارت پلان لري چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د اسلامي تعلیماتو د مدرسو شمیر ۱۰۰۰ بابه مدارسو ته و رسوي. همدارنګه د طالب العلمانو شمیر به ۲۰۰،۰۰۰ او د استادانو شمیر به یې ۸۰۰۰ کسانو ته لوړ شي. همدې موخې ته د رسیدو لپاره د پوهنې وزارت هر کال د ۱۰۰ نوو مدرسو جوړول په پلان کې نیولي دي چې د پلان سره سم سږ کال په سړو سیمو کې ۵۰ نوې مدرسې جوړې شوې او د هیواد په تودو سیمو کې د ۵۰ نوو مدرسو د جوړولو کار جریان لري.
په پام کې ده چې سږ کال به په جلال آباد او راتلونکی تعلیمي کال به په هرات کې د الازهر د پوهتنون څانګې د هغه توافق له مخې جوړې شې چې څه وخت د مخه د پوهنې د وزارت مقام جلالتمآب فاروق وردګ د مصر له چارواکو سره لاسلیک کړی دی. همدارنګه د اسلامي مدرسو د نصاب د ښه کولو لپاره د عربي هیوادونو، دیوبند او الیګړ د اسلامي پوهنتون سره تماسونه نیول شوي دي څو د اسلامي تعلیماتو د یوه معیاري نصاب په هکله ورسره مشورې وشي او د هغوی له تجربو څخه ګټه پورته شي. همدارنګه د اسلامي هیوادونو په لړ کې د مصر د عربي جمهوریت، سعودي عربستان، قطر، کویټ او عمان سره د تعلیمي او ثقافتي اړیکو ټینګښت دوام لري څو د حقیقي اسلام د روح سره سم په هیواد کې د دیني زده کړو نصاب جوړ او په اسلامي تعلیمي موسساتو کې پلی شي.
اخځلیکونه:
1. د پوهنې د وزارت استراتیژیک پلان
2. د پوهنې د ۱۳۸۹ کال د وزارت معلوماتي کتاب
د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین سره مرکه