کور / سپورټي / دکرکټ دورلډ کپ په اړه معلومات

دکرکټ دورلډ کپ په اړه معلومات

دکرکټ نړيوالې شورا پتيلي ده چې دکرکټ دپنځوس اوريزو لوبو نړيوال جام د درې هيوادونو په کوربتوب د دوه زره يوولسم کال دفبرورۍ په نولسمه نيټه پيل کړي .
تردې وړاندې نهه پنځوس اوريز دنړيوال جام لوبي شوي چې ترټولو زياتې دانګستان هيواد په کوربتوب ترسره شوي .
دکرکټ نړيوال پنځوس اوريز جام ترټولو زيات ګټوونکى ټيم اسټراليا دکرکټ ملي لوبډله ده
دکرکټ نړيوال جام لومړى ګټوونکې لوبډله ويسټ انډيز ده چې په نولس سوه پنځه اويا زیږدیږ کال کې يې  اسټراليا ته ېې په پاى لوبه کې ماتي ورکړه .
دکرکټ نړيوالي دوهم جام هم په انګلينډکې په نولس سوه نهه اويا کال کې ترسره شوه چې ويسټ انډيز يوځلې بيا کوربه انګلينډ ته ماتې ورکړه او د دوهم ځل لپاره يې نړيوال جام وګټو .
دکرکټ دريم نړيوال جام يوځلې بياهم دانګستان په کوربتوب په نولس سوه درې اتيا کال کې ترسره شو چې ويسټ انډيز يې د دري ځل لپاره پاى لوبې ته لاره پيدا کړه خو په پايلوبه کې له هندوستان څخه ماتې وخوړه او د دريم نړيوال جام ګټونکى داځل دهندکرکټ ملي لوبډله شوه .
نولس سوه اوه اتيا زیږدیزکال کې يوځلې بيا دکرکت پنځوس اوريزجام ترسره شوه چې کوربتوب يې دهند اوپاکستان هيوادونو په غاړه په  دغه نړيوال جام کې انګلستان د دوهم ځل لپاره پايلوبې ته لاره پيدا کړه خو په پايلوبه کې له اسټرالياڅخه ماتې وخوړه اواسټرالياکرکټ ملي لوبډدلومړي ځل لپاره دنړيوال جام ګټونکى شوو .
پنځم نړيوال جام داسټراليا اونيوزلينډ په کوربتوب په نولس سوه دوه نويم زبږدبز کال پيل شوه چې پايلوبې انګلينډ د دريم ځل لپاره لاره پيدا کړه اودا ځل يې تمه درلوده چې نړيوال جام به خپل کړي خو دهغوي هيلې دپاکستان دکرکټ ملي لوبډلې ماتې کړي اوپاى لوبې يې ترې وګټله اوددې سره دلومړي ځال لپاره پاکستان نړيوال پنځوس اوريزو لوبو اتل شو .
دکرکټ په دنيا کې شپږم نړيوال جام نولس سوه شپږ نويم زیږدیز کال کې دپاکستان اوهندوستان په کوربتوب ترسره شوه .
په دغه نړيوال جام کې اسټراليا د دوهم ځل لپاره پاى لوبې ته لاره پيدا کړه اوغوښتل يې په اسيايي هيوادونوکې ترسره کيدونکې نړيوال جام اتلولي خپله کړي خو سريلانکا دغه کار ته پرې نښوده او په پاى لوبې کې اسټرالياته ماتې ورکړه او دلومړي ځل لپاره يې نړيوال جام خپل کړ.
اووم نړيوال جام هم په نولس سوه نهه نويم ميلادي کال کې دڅلورم ځل لپاره دانګستان په کوربتوب ترسره شو چې پايلوبې ته يې دوه ټيمونه چې تردې وړاندې هم دنړيوالو پنځوس اوريزو لوبو اتلان پاتي شوې وه يوځلې بياهم سره په پاى لوبه کې مخامخ شول خو داځل اسټراليايې کرکټ لوبډې چې په وړاندې نړيوال جام کې له سريلانکا ماتي خوړلې وه داځل پاکستان ته په ماتې ورکولوسره وتوانيده چې دوهم ځل لپاره نړيوال جام بريا دخپل هيواد په برخه کړي .
اته کاله وړاندې په دوه زره دريم زيږديزکال کې دلومړي ځل لپاره دجنوبي افريقا په کوربتون دکړکټ نړيوال جام ترسره شو .
په دغه پنځوس اوريزو لوبوکې دهندلوبډله په خپلو ترسره شويو لوبوکې ترټولووړاندې ښکاريده اوهمدا وو چې پايلوبې ته يې لاره پيداکړه خو اسټراليا کرکټ ملي ټيم هندوستان ته په ماتې ورکولوسره د دريم ځل لپاره دنړيوال جام دبريااعزاز ترلاسه کړ.
او په نړۍ کې دکرکټ په پنځوس اوريزو لوبوکې نړيوال جام  له نن څخه پوره څلور کاله وړاندې په ويسټ انډيزکې په دوه زره اووم زيږديزکال کې ترسره شوه چې پايلوبې ته د دوهم ځل لپاره يوځلې بيا سريلانکا داسټرالياسره مخامخ شوه خو په دغه پايلوبه کې له يوې خوا اسټراليا له سريلانکا خپل بدل واخيست اوترې پايلوبې يې وګټله اوله بلې خوا يې دکرکټ دنړيوال جام په ګټلو کې خپل دکرکټ په اصطلاح هيټريک يا پرلپسې درې ځلې يې ګټل پوره کړل .
 دکرکټ نړيوال جام ګټوونکې کپتانان هم درپيژنو چې دويسټ انډيز لوبډلې کپتان په نولس سوه پنځه اويا او نهه اويا کې کليوب لايډ دى چې دوه ځلې خپل هيواد ته اتلولي ګټلي .
کپل ديو دهندوستان لوبډلې کپتان وو چې په نولس سوه درې اتياکې خپل هيواد اتل وپيژندو .
په نولس سوه اوه اتياکې النډبورډر داسټرالياکپتان وو چې خپل هيواد يې دنړيوال جام څخه برخمن کړ.
عمران خان دپاکستان دکرکټ ملې لوبډلې لومړنى کپتان دى چې په نولس سوه دوه نوي کې پاکستان دنړيوال جام ګټوونکو کې وشميره .
سريلانکا هيواد په نولس سوه شپږ نوي زیږديزکال کې دراناټونګه په کپتانۍ سره دنړيوال جام له سترنعمت څخه برخمن شوه .
په نولس سوه نهه نوي زيږديزکال کې سټيپ وا اسټراليي کپتان وو چې دنړيوال جام کپ يې خپل هيواد ته يوړ .
رکې پونټنګ هغه اسټرليايي کپتان دى چې په پرلپسې توګه يې په دوه زره دريم او دوه زره اووم زيږديزکلونوکې دکرکټ دپنځوس اوريزو لوبو نړيوال جامونه خپله هيواد ته ورپه برخه کړي دي .
دکرکټ راتلوونکى نړيوال جام په دوه زره يوولسم ميلادي کال کې ترسر کيږي .
دغه نړيوال جام چې دروان کال دفبرورۍ له نولسمي نيټې څخه داپريل تر دوهمې نيټې پورې داسياپه درې هيوادونو هند،سريلانکا اوبنګلديش کې ترسره کيږي .
په دغه نړيوال جام کې به دنړۍ دڅوارلس دکرکټ پياوړو لوبډلو څخه پاکستان،کينيا،اسټراليا، سريلانکا،کاناډا،نيوزلينډ او زمبابۍ په الف ګروپ کې،هندوستان،هالينډ،ايرلينډ،جنوبي افريقا بنګلديش،انګلستان او ويسټ انډيز په بي ګروپ کې شتون لري .
په دغه نړيوال جام کې به دنيمه پاى لوبې اوپاى لوبو په شمول ټولې نهه څلويښت لوبې ترسره شي چې له دې څخه به اته په بنګلديش،دولس په سريلانکا اوپاتي نهه ويشت به يې دهندوستان په هيواد کې ترسره شي .
د دوه زره يوولسم نړيوال جام دولس سيالۍ به دورځې او پاتې اوه ديرش به يې دشپې ترسره شي او دغه لوبې به دنورو لوبغالو ترڅنګ شپږ دبنګلديش په ميرپور،پنځه دهندوستان ايډين ګارډن،اوپنځه دسريلانکا به پرماداسا لوبغالې کې ترسره شي .
 په دغه نړيوال جام کې به له دوو ګروپونوڅخه څلور،څلور پياوړې لوبډلې به وکولاى شي چې ګواټرفاينل ته لاره پيداکړي او دغه لوبې به په پرلپسې دمارچ په درويشت،څلرويشت،پنځه ويشت اوشپږ ويشتمه نيټه ترسره شي .
ددغه جام لومړى نيمه پاى لوبه به دمارچ په نهه ويشتمه دسريلانکا په برمادس لوبغالې کې دغرمې په يوه نيمه بجه اودهمه نيمه پايلوبه به دمارچ په ديرشمه نيټه دغرمې په يوه نيمه بجه دهندوستان په موهالي لوبغالې کې ترسره شي .
د دوه زره يوولسم نړيوال جام پايلوبه،به  داپريل په دوهم نيټه دغرمې په يوه نيمه بجه دهندوستان دممبي ښارپه لوبغالې کې ترسره شي .


 



1975



1979



1983



1987



1992


 


 1996



1999



2003



2007



 2011


لیک: عطاالله خوږياڼى