کور / سپورټي / د بوست لوبډلی دننګرهار دوره ورځنی سيالی هم وګټلی

د بوست لوبډلی دننګرهار دوره ورځنی سيالی هم وګټلی

د بوست لوبډلی دننګرهار دوره ورځنی  سيالی هم وګټلی
هغه  دوه ورځني سيالي  چی دافغانستان د کرکټ بورډ لخوا د  پنځو زونونو په سطحه دننګرهار په ولايت کی پيل سوی وی نن يی پای لوبه دبوست لوبډلی په ګټه پای ته ورسيده.
پای لوبی ته دبوست او مرکزی زون لوبډلی بندامير لار پيداکړی وه چی پرون د بوست لوبډلی کفتان قيام الدين پچه وګټله او لومړي يی د بندامير لوبډلی ته د توپ وهلو بلنه ورکړه.
دبنداميرټول لوبغاړی پر ۱۲۳  منډو باندی و سوځيدل، دبوست لوبډلی لخوا عزت الله پنځه ، قيام الدين دری او نسيم خان دوه لوبغاړی وسوځول. دبوست لوبډلی په جواب کی ۲۵۳ منډی جوړی کړی او ۹ لوبغاړی يی وسوځيدل دبوست لوبډلی لخواحفيظ الله ۱۳۰ منډی جوړی کړی، دبوست لوبډلی په خپل لومړی وار کی د بند امير دلوبډلی څخه  ۱۳۰ مخ واخيستی او د بندامير لوبډله اړه وه چی لومړی دبوست دلوبډلی ۱۳۰ منډی پوره کړی او بيا نوی هدف د بوست لوبډلی لپاره وټاکی.
خو دبندامير ټول لوبغاړی په دويم وار کی هم پر ۱۲۴ منډو باندی وسوځيدل او دا  دوه ورځنيو سياليو پای لوبه دبوست لوبډلی وګټله . په پای لوبه کی دبوست لخوا کفتان قيام الدين دمخالفی لوبدلی پنځه کسان  نسيم خان او عزت دوه دوه کسان وسوځول خود پای لوبی غوره لوبغاړی حفيظ الله جان ونومول سو چا چی په دی سياليو کی لومړی سليزه جوړه کړه ا وخپله لوبډله يی داتلوالی ترمقامه ورسول.
ديادونی وړده چی په دی سياليو کی لومړی (هټ ټرک ) يعنی پردری مسلسل توپو باندی دری مسلسل لوبغاړی سوځول هم د بوست لوبډلی دلوبغاړی عزت الله ترسره کړ او هم ددی سياليو لومړی سليزه د بوست لوبډلی تکړه توپ وهونکی حفيظ الله جان جوړه کړه.
ديادونی وړده چی دافغانستان دکرکټ په تاريخ کی دا لومړی ځل دی چی دکرکټ بورډ لخوا دغسی سيالی په لاره اچول کيږی او د درو سرو اتلوالی ديوی سيمی او ولايت لوبډلی په ګټه تماميږی.
خو عجبه ده چی تراوسه دافغانستان کرکټ بورډ په دی اړه هيڅ معلومات رسنيو ته نه دی سپارلی د درو سياليو دپای لوبو احوال تراوسه هم ددوی دخپلی رسنی لخوا هم نه دی نشر سوی او تراوسه دکرکټ بورډ په دی اړه چپ پاته دی.
دکندهار دکرکټ مشر عبد الولی  امين په کابل کی دپای لوبی په ورځ دکرکټ بورډ نه ګيله وکړه چی هيڅ رسنيو ته يی دعوت نه دی ورکړی څو ددی پای لوبو احوال دمطبوعاتو دلاری نشرسی په داسی حال کی چی دکرکټ بورډ درسنيو خپله اد اره هم تراوسه چپ پاته او معلومات يی نه دی خپاره کړی..